تاند- فریډم هاوس، چې مرکز یې په امریکا کې دی، د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې د ازادیو د وضعیت په اړه په خپل راپور کې سوریه د نړۍ تر ټولو د لږ ازادیو لرونکی هیواد بللی دی.

په دې راپور کې د افغانستان په شمول د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې د خلکو ازادۍ په تېرو ۲۵ کلونو کې تر ټولو په بد حالت کې بلل شوي دي.

فریډم هاوس، چې په نړۍ کې د ازادیو په اړه راپورونه خپروي، په تازه راپور کې د افغانستان په شمول د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې د خلکو د ازادیو د محدودېدو په وړاندې خبرداری ورکړی دی.

فریډم هاوس په خپل کالني راپور کې، چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړ، ویلي چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له وتلو سره په یو وخت د خبریالانو او ملکي خلکو پر ضد تشدد زیات شوی دی.

دې نړیوالې ادارې، چې مرکز یې په امریکا کې دی، دغه راز ویلي چې په افغانستان کې له ښځو سره تاوتریخوالی زیات شوی دی.

فریډم هاوس د ۲۰۱۵ میلادي کال په دې راپور کې د نړۍ په ۱۹۵ هیوادونو کې د ازادیو د اندازې په اړه څېړنه کړې ده.

راپور وايي، په ۲۰۱۴ میلادي کال د ازادیو تر ټولو بد حال په سوریه کې و. د اوکراین پر ختیځ د روسیې یرغل دیموکراسۍ ته بد ګوزار او تروریزم د ازادیو د محدودیت په لاره کې لوی خنډ ګڼل شوی دی.

د فریډم هاوس په راپور کې ویل شوي چې د نړۍ په ګڼو سیمو کې مسلمانو سختدریځو نه پر امنیتي ځواکونو او نه پر عامو خلکو رحم کړی او پر دې سربېره یې بهرنیان برمته کړي، وژلي او د مذهبي اقلیتونو غړي یې مرییان کړي دي.

فریډم هاوس وايي چې تروریزم د سوریې، پاکستان، عراق او نایجریا په ګډون پر مختلفو هیوادونو ویجاړوونکی اغېز کړی دی.

په دې راپور کې فریډم هاوس وايي چې محافظه کاران په ایران کې د هغو اصلاحاتو د تصویب مخه نیسي چې په سبب یې مدني ازادۍ غوړېږي او د عامو ایرانیانو د ژوند په چارو کې د حکومت لاس لنډوي.

One thought on “فریډم هاوس وايي په نړۍ کې ازادۍ محدودې شوي”
  1. دفريډوم هاوس راپور دسوري او اوکراين په هکله غلط اونادرست قضاوت دی څنګه کيدای سی چی جنګ کی دموکراسی پلی شی ،اور خو همدوی لګولی دی نو بيا دد يوکراسی تحليل څنګه کوی ،داوکراين کودتايي اوفاشيستی واکداران دجنګ په زور غواړی فاشيستی رژيم تقويه او جوړ کړی داهم د دوی لخوا ورته پانګونه کيږی دنړی څارونکی ډله په دنسکی موجوددی چی وايي دروسی نظامی قطعات په دی منطقه اوجود نلری او داکراين نظامی فاشيستی قواوی په ملکی منطقو باندی بمونه غورځوی،أيا دناتو اوامريکايي مداخله دی وطن ته جنګ ندی راوړی؟زه داوکراي دپوهنتون پخوانی محصل يم نو پدی ښه پوهيږم چی (بندر يا بندرڅف )څوک اوڅه غواړی ،زما مشوره دوی ته داده چی خپل نړيوال سياست کی با يد بدلون راولی ،نور دنړی خلک جنګ نه غواړی،ديمکراسی غوښتنه هسی بانی او اوتی بوتی دی، دديموکراسی پلی کول داسی نوی لکه غربيان يا دامريکا انډيوالان يي چي غواړی په پاته اودريمه نړی هيوادونکی دمکراسی دمذهب،کلتور اواقتصاد پوری تړلی دي دلته زور پکارنده،دوستانو داوږد بحث مبحث دی .

ځواب ورکول akbary S.S ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *