تاند- د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن پرون /سې شنبه/ د پاکستان او امریکا له مشرانو وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې او امنیت په خاطر د خبرو اترو د نوي بهیر د پیلولو لپاره هڅې پیل کړي.

مولانا فضل الرحمن له څو لسیزو وروسته خپل پلرني هیواد افغانستان ته له سفره وروسته په یوه اعلامیه کې وویل:«په داسي حال کې چې نوازشریف امریکا ته تللی او غواړي چې له ولسمشر اوباما سره وویني، د افغانستان د سولې او پخلاینې د تازه هڅې د پیلولو لپاره خورا ښه موقع برابره شوې ده.»

مولانا فضل الرحمن شاوخوا ۳۵ کاله پخوا په ۱۹۷۹ میلادي کال افغانستانه ته سفر کړی و. د ده پلار مولانا مفتي محمود په غزني کې زېږېدلی او ویل کېږي چې د ژوند ترپایه پوري یې د افغانستان تذکره له ځان سره ساتلې وه.

د جمعیت علمای اسلام ګوند د ویاند جان اڅکزي له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې مولانا فضل الرحمن د پاکستان له صدراعظم نوازشریف څخه په کلکه غواړي چې د امریکا متحدو ایالتونو ته ښکاره ووايي چې که د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري، چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي، د افغانانو ترمنځ د پخلاینې بهیر بریالی نه شي منفي پایلې به یې پاکستان سخت زیانمن کړي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر د افغانستان د پخلاینې په بهیر کې د پاکستان ونډې ته په اشارې ویلي: د امریکا متحد ایالتونه باید په تېرو وختونو کې د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان هلې ځلې تایید کړي.

مولانا فضل الرحمن د افغانستان له محبسونو څخه د پاکستاني بندیانو د خلاصون په اړه وویل چې د افغانستان ولسمشر ورته ویلي چې په دې مسله به غور وکړي.

مخکې د جمعیت علمای اسلام ګوند مرستیال ویلي و چې ولسمشر حامد کرزي ژمنه کړې چې دوه نیم زره پاکستاني بندیان به خوشي کړي خو وروسته د افغانستان د ولسمشر ویندوی ایمل فیضي د مولانا فضل الرحمن د مرستیال مولانا کګل نصیب خان ادعا رد کړه.

7 thoughts on “فضل الرحمن د افغانستان د سولې لپاره د تازه هڅو غوښتنه وکړه”
  1. دغه ناجایزه او حرامی د پښتون اولاد کله هم نه افغانان کیږی، مولا فضول او که قاضیی چه مړ شو حسین احمد او که هغه بل بیغیرته سمع الحق ددی خاوری دښمنان دی، دا د پنجاپی نه دیر خطرناک کسان دی، د
    ISI
    په اشاره خو دوی بی غیرتو افغانستا تباه او برباد کړو، ددی ملایانو نه خو د هیرامنډی ډمی هم ښی دی
    دوی کله هم داسی سوچ کړی چه سومره افغانان شهیدان شول او کیږی، سومره افغان بی سر او مال شول او کیږی، دوی سره کله هم داسی فکر پیدا شو چه دغه هم انسانان دی، ولی دومر په بی دردی وژل کیږی، کله هم دوی سره داسی فکر پیدا شو،
    افغانان خو پریږده چه د انسان په سترګه ورته نه ګوری

    دغه بیغرتو خو زمونږ بنیادونه ړنګ کړل، اوس چه ورته پنجاپی بادار امر وکړ په منډه راغی او په دیر افسوس چه بر متن لیکونکی بیا په ډیر فخر وایی چه دده پلار افغان وو، او تدکره یی ساتلی وه، او دغه خلکو ته اوس هم خوشبینه دی

  2. فضل الرحمن په قوم څوک دی؟ پښتون خو د ومره د خپل وطن دښمن نه شی کیدای.لکه چی مفتی محمود و. او اوس فضل الرحمن دی.
    کیدای شی جټ واوسی خو د افغانستان جټان هم ډیر شریف خلک دی. د افغانستان په سیاست کی جټان ټاکونکی برخه لری او زیاتره مشران په همدی شریف توکم پوری تړلی دی.
    له دی امله کیدای شی د فضل الرحمن کورنی د انګریزانو له خوا په غزنی کی ځای په ځای شوی وی اوکله چی مفتی محمود پوه شوی وی چی کیدای شی افشا شی نو بیا به دیره غازی خان ته په کډه تللی وی. او هلته به یی په هغه څه کړی وی چی د انګریز استخباراتو غوښتل یعنی دا چی د محمدعلی جناح سره دریدلی وی
    اوس همغه دنده دده زوی مخته بیایی

  3. د پاکستانی په مسلمان هم باید باور و نشی ځکه ټول هغه کسان چه د سولی په موخه دلته راځی هغوی ټول د آی اس آی بچیان دی

  4. جناب محترم فضل الرحمن صاحب ته سلام !
    که رښتيا هم د خپلو نيکه ګانو او اناګانو روح ته په احترام قايل ياست او په وجود کي مو افغاني وينه جريان لري، د افغانانو غميزي ته د پای ټکی کښيږده .
    همدا هيله مي د ټولو هغو نورو افغانانو څخه ده ،چي په شکل د اشکالو د خارجي استخباراتو په اشارو د خپل وطن او خلګو د بدبختۍ عاملين دي.
    وطن او خلګو ته خدمت هيڅ وخت ناوخته نه دی،که فزيکي توان نه وي په ليکنو کي د خپل وطن او خلګو ملي او بين المللي دسيسې رسوا کړی…
    صابر ارمان

  5. who the … is Mulana Fazulrahman to say this and discuss this kind of issue. He is big Shitan and Harami. He will pay for this and I have request from your organization please don’t write this again in this page other will there will be no one to read it. He is the one who is creating problems in Afghanistan and he is the game player as well. He should talk about Pakistan not Afghanistan. He should go to Hell.

  6. Dear All ,

    every body know that Moulana fazal Rahman is very big agent of ISI and he don’t want peace and development in our country . the Plan which is making by ISI he is trying for implementation . he killed allot of peoples , they destroyed all roads , schools …….. we know he is big Monafiq

ځواب ورکول Sabir Arman ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *