تاند، دوشنبه، د حوت ۱۲مه: د پیښور د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، که پاکستان په رښتیني ډول د افغانستان د سولې په پروسه کې کوم رول لوبولی وي، نو دا کار یې د ستاینې وړ دی.

فضل الرحمن په پیښور کې قبایلي کنفرانس ته په وینا کې ویلي، چې افغانستان په اسیا کې د زړه هومره مهم دی خو په وینا یې پاکستان چې د طالبانو او امریکا له معاملې وروسته واشنګټن ته څه ویلی شي موږ ته دې یې هم ووایي.

هغه وویل چې د جمعیت علمای اسلام څخه څو ځله غوښتل شوي چې د افغانستان ستونزه کې رول ولوبوي، خو په وینا یې ده په وار وار ویلي چې دولت کولی شي په داسې مسلو کې رول ولوبوي: (( موږ یې مننه کوو که زموږ هیواد کوم رول لوبولی وي.))

نوموړي د نواز شریف حکومت د عمران خان په پرتله بریالی بللی او ویلي یې دي چې شریف په خپل وخت کې سي پیک، د ټاپي او نورې پروژې پیل کړې خو عمران خان خلکو ته وایي، د چرګانو، هګیو، بزو او غواګانو ساتنه کوئ چې پرمختګ وکړئ.

One thought on “فضل الرحمن: که پاکستان افغان سوله کې رښتینی رول لوبولی وي، ستاینه یې کوو”
  1. مولانا فضل الرحمان: آی ایس آی د غرب په فرمایش افغان جګړې ته د مدرسو پښتانه استولي
    http://www.taand.com/archives/142781
    نوموړي ویلي، وسله والو فعالیتونو ته د پښتنو ځوانانو هڅونه د مدرسو کار نه؛ بلکې د پاکستاني استخباراتو کار و او د همدوی له لوري ورته وسلې ورکول کېدې څو افغانستان ته د جهاد لپاره لاړ شي.

    همدارنگه یی ویلی
    مولانا فضل الرحمان وايي، د طالبانو روانه جګړه جهاد نه دی
    http://www.taand.com/archives/118564
    مولانا فضل الرحمن وویل، د افغانانو په خپل منځ کې خبرې هومره مهمې دي لکه څومره چې له امریکا سره مهمې دي.

    مولانا فضل الرحمان دا هم وویل چې د طالبانو روانه جګړه جهاد نه دی.

    له بلې خوا راپورونه وايي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د افغان طالبانو یو مهم مشر په خپل کور کې نیولی دی.

    نیول شوی طالب مشر حافظ محب الله نومېږي او پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په مهال د مذهبي چارو وزیر و.

    په بل ځای کی ویلی

    فضل الرحمن: د جمعیت علمای اسلام له مرستې پرته د پاکستان پوځ ترهګر ځپلی نه شوای
    http://www.taand.com/archives/99460
    ولانا فضل الرحمن، چې تل یې د افغان طالبانو ملاتړ کړی، له ډان نیوز تلویزیون سره په مرکه کې وویل، د جمعیت علمای اسلام له مرستې پرته تروریستان ځپل کېدای نه شوای او په پاکستان کې سوله او امنیت ناممکن و.

    ده په عین حال کې غوښتنه وکړه چې باید په ټول پاکستان کې د وسلو پر لرلو بندیز ولګول شي چې هیڅوک امنیت ته ګواښ پېښ نه کړای شي.

    ده ډان نیوز ته وویل«د جمعیت علمای اسلام طالبانو او دیني عالمانو د پاکستان د پوځ له ځواکونو سره اوږه په اوږه له ترهګرو سره جنګ وکړ او د دوی همکاري سبب شوه چې ترهګر مات شي. امریکا او نور لوېدیځ هیوادونه غواړي چې پاکستاني ځوانان وسلې په لاس کې واخلي او پاکستان نارامه کړي.»

    په یوه تهلیلی مطلب کی لیکل شوی د ملا فضل الرحمن عقل اوس سر ته راغی
    http://www.taand.com/archives/142890

    د پاکستان د جماعت علماء اسلام ډلې مشر مولانا فضل الرحمن کلونه افغانستان لپاره بشري قوه خپلو تبلیغاتو باندې جذب کړه، خو بالاخره یې عقل کار وکړ او په دې یې اعتراف وکړ چې دا ټول کارونه د پاکستان ای ایس ای پرې کړی دی.

    مولانا فضل الرحمن تازه څرګندونو کې ویلي چې ځوانان د جهاد پر لور هڅول د لویدیځ په غوښتنه او د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ایس ای د خپلو ګټو لپاره ځوانان جګړې ته جذب کړي دي.

    د پاکستان د جماعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن په تازه ویډیو کې ویلي، پاکستان د خپلو ګټو لپاره د جهاد په نوم مذهبي اختلافات راپورته کړي او له اسلام یې ناسمه ګټنه کړې.

    مولانا هغو کسانو ته په خطاب کې چې لا هم توپک په لاس کې لري ویلي، دوی ته به مالومه شي چې پاکستان کې طالب جوړونه او وسلو ته د ځوانانو هڅونه د مدرسې او که د حکومت له لورې شوې ده.

    مولانا ښکاره ویلي چې دا هر څه د پاکستان د استخباراتو کار دی او د مولا په نامه خلکو باندې یې ځوانان د جګړو لیکو ته جذب کړي دي.

    مولانا چې پخوا یې په افغانستان کې روانې جګړې ته د جهاد نوم ورکاوه دا هم ویلي، وسله والو کسانو ته به دا ډیر زر د روښانه اوبو په څیر مالومه شي چې د وسله والو ډلو ملاتړ د څه لپاره کیږي او څوک یې کوي، د مولانا په خبره بس دې ته لږ انتظار په کار دی.

    د مولانا په څېر لسګونه علماوو پاکستاني د دیني مدرسو له منځه په یو او بل نوم افغانان تیر ویستلي او بیا په افغانستان کې د جګړو لپاره رالیږلي دي.

    افغانانو په کراتو کراتو ویلي چې د پاکستان دیني مدرسې په نوم دیني مدرسې دي او نور پکې ترهګرۍ لپاره خلک روزل کیږي، خو طالبانو او پلویانو به یې نه منله ، اوس دا دی ښکاره شوه چې د پاکستان دیني مدرسې د دې لپاره نه دی جوړې کړی چې خلک دینی زده کړې وکړي، بلکې د دې لپاره دي چې د پاکستان استخبارات ترې خپله ګټه پورته کړي.

    تاسو وګورئ، اوس هم چې افغانان دیني زده کړې کوي، پاکستان ته منډې وهي، د دې لپاره چې پاکستان خپلې ګټې ترلاسه کړي، له افغان طالب العلمانو څخه قانوني اسناد، کارت یا پاسپورټ نه غواړي.

    د دې لپاره چې خلک لا زیات دیني مدرسو ته لاړ شي د پاکستان استخبارتي اداره مدرسو ته زیات امکانات ورکوي چې خلک ډير ورته جذب شي او دوی ترې خپله ګټه پورته کړي.

    لکه د مولانا په څېر داسې سلګونه کسان به اعتراف وکړي چې د پاکستان استخباراتو کارولي، خو له بده مرغه دا اعتراف به داسې وخت کې وي چې بیا به وخت له وخته تېر وي او دې ناولې جګړې به د ډيرو ژوند اخیستی وي.

    دا یو لنډ مثال دی چې پاکستان څنګه له دین څخه ګټه پورته کوي، د دیني مرکزونو څخه د ترهګرۍ د مرکزونو ګټه اخلي او په دې اساس دین په ټولنه کې نوم بدی کوي، په داسې حال کې چې زموږ دین د سولې دین دی او هیڅ ډول تاوتریخوالي ته اجازه نه ورکوي.

    http://www.taand.com/archives/48943
    فضل الرحمن په بل ځای کی وایی د زلزلو اصلي علت هغه نجونې دي چې پتلون اغوندي

    مګر بیا پخپله انجونو سره تصویرونه باسی
    http://www.taand.com/archives/41650

    همدارنګه یو افغان حافظ (قاری) وایی پنځه شپې کېږي چې مولانا فضل الرحمان او مولانا سمیع الحق په خوب ویني
    http://www.taand.com/archives/108387

    سوال دلته داده چی افغان دولت او افغان سیاسیون نړی دا ډول د دوی اعترافونه مستند ښایی مګر بیا هم پنجابی پوځ او استخباراتو باندی فشار یا د ایران په شان بندیز نه لګوی لدی ښکاری چی امریکا او نوره نړیواله ټولنه دلته سوله او سوکالی نغواړی ځکه پدی ۴۰ یا ۱۹ کلنه جګړه کی زیاتره افغان ولس ووژل کیږی مګر دوی ورباندی ګونګ او کاڼه دی

    http://www.taand.com/archives/130919
    صدیقي: که پاکستان رښتینی وي، ترهګر یې لا هم خاوره کې دي، ودې یې ځپي

    اوس وختونو کی د پاکستان یو وزیر وایی چی طالبانو بریا د پاکستان بریا
    مګر تیره ورځ یو بله وزیره یی وایی چی د سولی بریا د عمران خان بریا ده چی عمران خان تل دلته د لنډمهالی اداری غوښتنه کوله مګر همدا امریکا ده چی پاکستان پوځ ته یی پدی ۱۹ کلنه دوره کی ۳۳ میلیارده ډالره ورکول چی افغان ځواکونه او افغان ولس ووژنی او د افغان ولس له ژړا او فریاد دوی خوند اخلی مګر افسوس زموږ په دولت چی په پاکستان کی خپل سفارت د یو کال لپاره نشی بندولی ترڅو نړی پوه شی چی افغانان د پاکستان له لاسه تر پوزی راغلی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *