د کونړ او هرات پخوانی والي فضل لله وحیدي

تاند- د کونړ او هرات پخوانی والي سید فضل الله وحیدي، چې دوې اوونۍ پخوا په اسلام اباد کې برمته شوی و، خوشي شو.

په پېښور کې د افغانستان کونسلګرۍ نن /جمعه/ تایید کړه، وحیدي چې د فبرورۍ په دوولسمه نېټه د اسلام اباد په یوه مارکیټ کې تښتول شوی و، خوشي شوی دی.

پاکستاني رسنۍ وايي چې وحیدي په صوابۍ کې وموندل شو.

د صوابۍ په رشید ګړۍ کې ده د خلاصون په عملیاتو کې د برمته ګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ ډزې تبادله شوي دي.

په پېښور کې د افغانستان کونسلګرۍ وویل چې وحیدي نن /جمعه/ سهار وختي خلاص شوی او کونسلګرۍ ته سپارل شوی دی.

د وحیدي زوم هم د خپل خُسر خوشي کېدا تایید کړه.

د افغانستان ولسمشر له پاکستاني مشرانو غوښتي و چې د وحیدي د خلاصون لپاره جدي هڅې وکړي.

One thought on “فضل الله وحیدي په صوابۍ کې خوشي شو”
  1. پاکستان داسی کارونه کوی قسم دا که شیطان یه هم وکی سری و تختو اوبیا یه خوشی که چا وتختو معلومه ندا

ځواب ورکول abdulwali mamozai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *