مصلحت نیست که از پرده برون افتد راز
ورنه در مجلس رندان خبری نیست که نیست

د روانو ټاکنو مخکښ نوماند ډاکټر صاحب اشرف غني له بېلا بېلو لورو څخه د ترور له ګواښ سره مخ دی. ځینې کاندیدان یې نړیوال پېژندل شوی شخصیت تروروي، ځینې یې په تېرو دیارلس کلنو لاسته راوړنو خاورې اړوي او د هغه career تروروي، خو تر ټولو بد او خورا خطرناکه لار د استاد سیاف مسلمیار نیولې چې په خپله ډاکټر غني تروروي.

مسلمیار له خپل رهبر استاد سیاف سره له مشورې وروسته د نوموړي د قتل دسیسه ترتیبوي، په پېښور کې د ځانمرګو له مسئول قاري مفتي عبدالله سره له اړیکو وروسته نوموړی دې ته اماده کوي چې پر ډاکټر غني د اوري په شپږمه د پنجشنبې پر ورځ چې نوموړی د خپل انتخاباتي کمپاین لپاره ننګرهار ته ځي، برید وکړي. قاري مفتي عبدالله د نورولي په نامه یو ځانمرګی ټرېن کوي او ننګرهار ته یې رااستوي. دا خاينانه او بدمرغه دسيسه د امنيتي ځواکونو له خوا له کمپاینه دوه ورځې مخکې شنډېږي.

د شنبې پر ورځ چې د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل د کوم سناتور یادونه وکړه چې په وروستیو بریدونو کې لاس لري هغه همدا مشر سناتور مسلمیار دی، چې د پاکستان د استخباراتو په مرسته یې ټول غافلګیره کړي دي.

پوښتنه دا ده چې ولسمشر، امنیتي ادارې او مسئول چارواکي چې په دې پېښه ټول خبر دي ولې چوپ دي؟ مسلمیار سره له دې چې دولتي دنده یې پای ته رسېدلې ولې له دولتي امکاناتو ګټه پورته کوي؟ دولت یې ولې لا هم حمایه او ساتنه کوي؟ استاد سیاف چې د ځانمرګو بریدونو ستر مخالف یې ځان معرفي کړی ولې پر اشرف غني د برید مخالفت نه کوي او حتی د مسلمیار ملاتړ کوي؟ آیا د شاعر دا خبره خو به د استاد سیاف او مسلمیار په هکله سمه نه وي چې،

دین یې دام دی د دنیا په لار کې اېښي

پرې را نیسي جاهلان د مخلوقاتو!؟

مسلمیار ښایي په دې پوهېدلی وي چې په روانو ټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني د بریا چانس له نورو زیات دی نو ځکه يې شاید د داسې یوه ناوړه اقدام هڅه کړې وي. دا چې د ډاکټر اشرف غني له ترور څخه د مسلمیار موخه څه وي باید په خپله له مسلمیار څخه وپوښتل شي. چې ښایي دولت یې د پوښتلو توان و نه لري ځکه چې ښایي دولت یې هم شاید په دغه اقدام کې لاسنیوی کړی وي.

له هغه وخته چې مسلميار د مشرانو جرګې مشر ټاکل شوى، خورا مهم دولتي اسرار يې له پاکستاني استخباراتو آيساى سره شريک کړي او په زياتره بريدونو کې د ده مستقيم لاس دى، طالبانو او آی اس آى ته کورډيناټ ورکوي. چې وروستی افشا شوی لیک یې ښکاره ثبوت دی.

اړینه ده چې دولت استاد سیاف او مسلمیار د پوښتنو لپاره ونیسي او دا ځانته معلومه کړي چې نور یې په کومو پېښو کې لاس لرلی او له بهرنیو استخباراتو سره یې نوره څومره مرسته کړې ده. دولت دې له مسلمیار څخه ټول رنجر، دولتي موټر او ټانکونه واخلي. مسلمیار نه یواځې نورو چارواکو بلکه په خپله استاد سیاف ته هم ګواښ کېدای شي. د سرطان د دغه دانه دې نور له منځه یوړل شي. که دولت دا کار ونکړي نو دوی به نورې داسې خاینانه پېښې هم تر سره کړي او هیواد به د بدبختیو خوا ته بوځي.

3 thoughts on “فضل هادي او د ډاکټر غني د ترور دسیسه/ محمدا جان فطرت”
  1. مرګ دی وی په دغو ملی خاینینو او دی آی آیس آسی لاس په نامه غلامانو ، سیاف خبیث او دهغه خبیث تالی څټی مسلمیار باید حتمآ محکمه شی او دا ده ملت غوښتنه ده له داکتر اشرف غنی نه که چیرته په انتخاباتو کی بریالی شوو نو باید دغه دوه د پردیو غلامان باید په دار وځړول شی ترڅو چی نور ته ده عبرت باعث وګرځی.

    مسافر

  2. چا چی ځان د طوفان رحم باندی پریښوود«» داسی ډوب شول چی بیا هیڅ ونه ختل

  3. ورور كوله فطرت صاحب !
    قانوني إسناد د دوسي د تحريكولو ( د دوسي د دوران أجولو ) دباره موجود دي جه دغه إسناد د دولت ديو با اعتباره او لور بولي مقام له خوا إراءيه شوي داخلي او خارجي مطبوعاتو هم نشر كزي كه جير ي قصيه بته بإتي كيزي او كوم اجرات بر ي نه كيزي دا دملت كار دي جه ملي خائبين دملي خيانت به إنجام ولو سره دمحاكمي ميز تر شا ودروي تر خود عادي او رهبرانو تفاوت داساسي قانون به رنا كي واضح اوثابط شي .
    مخ به وراندي دعملي كامونو به لور .داسي نشئ جه دا موضوع هم دكابل شهر دويراني اوبه زهراوو إنسانا نو دوزني دافشار دنر اوشخو او ماشو مانو. دعام قتلو به توكه اويادافشارددماشومانو ، خلكو ،او بيغلوجه تعدادءي (١٦٠٠ ) نفرو ته رسي ده تر نن ورخي تري تم اونادركه دي مسولينو ءي هم معلوم او كوم أقدام بدي هكله جا ونه كر .
    جلالزوي

ځواب ورکول محمدرفیق باګړزۍ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *