قاسم سلیمانی د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان

تاند، دوشنبه، د جدي ۱۶مه: يو شمېر مدني بنسټونو هغه افغان سياستوال پر ملي خيانت تورن کړل، چې د قاسم سليماني پر وژنې يې د خواشينۍ پيغامونه خپاره کړي دي.

دوی نن په کابل کې د يوې اعتراضيه غونډې په ترڅ کې د افغان سياستوالو دغه اقدام وغانده او دغه افغان سياستوال یې ايران ته پر جاسوسۍ تورن کړل.

د فکر سبز ټولنې مشر عبدالله رسولي وایي، که په افغانستان کې د بهرنيو هېوادونو د ښکرورو جاسوسانو لاسونه را لنډ شي؛ نو افغانستان له روانې بدمرغۍ څخه ژغورل کېږي.

په همدې حال کې د افغانستان د سوله ييز بدلون بنسټ د رهبرۍ غړي درويش حديد بيا وايي، د افغانستان خلک بايد د جاسوسو کړيو پر وړاندې ودرېږي او هغوی ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانانو په استازيتوب خبرې وکړي.

د مدني ټولنې فعالان په دغه غونډه کې ځکه غصه وو، چې ولې دغو افغان سياستوالو د افغان امنيتي ځواکونو پر مړينې دومره خواشيني نه ده ښودلې، چې د یو ایراني جاسوس په مړینه یې ښيي.

قاسم سليماني په سيمه کې د سپاه پاسداران د قدس ډلې مشري کوله او څو ورځې وړاندې په عراق کې د امريکا له لوري ووژل شو.

د قاسم سليماني پر وژنه پر ايراني چارواکو سربېره، په افغانستان کې هم يو شمېر سياستوالو خواخوږي وښوده او هغه ته يې د شهيد او اتل نومونه وکارول.

بلخوا، د افغانستان حکومت په سيمه کې د ايران او امريکا ترمنځ د تازه رامنځته شوي کړکېچ پر وړاندې د بې طرفۍ دريځ خپل کړی او ټېنګار يې کړی، چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد په ګټه نه کارول کېږي.

8 thoughts on “فعالان: د سلیماني افغان ماتم کوونکي سیاسیون ملي خاینان دي”
  1. مړه دی وی ایراني ډوله جاسوسان څوک چې یې ملا تړ کوي دافغانستان څخه دې هلته ورشي دوی ټول دې الله پاک هلاک کړي دا دایران تالي څټي

  2. په دغه سیاستوالو کی ښاغلی حامد کرزی د چریک قاسم سلیمانی په وژنه ډیر غمجن دی.
    ښاغلی محقیق بیا تر ټولو سیاستوالو بی طرفه یا د حکومت په شان دریز درلود.
    تیره شپه می بی بی سی فارسی تلویزون کی د ښاغلی محقیق مرکه واوریدله، ډیره عالی او د وطن په خیر مرکه وه، اګر چه ژورنالیست ډیر چالاکه وه ډیری سختی پوښتنی یی شروع کړی او غوښتل یی چه د هغه څخه یو څه وباسی، مګر ښاغلی محقیق په هوښیاری او د افغانستان په خیر ځوابونه ورکړل.
    والسلام

  3. ایران سفارت ته د ډاکتر عبدالله تلل :
    نن مو په خبرونو کې ولوستل چې ډاکتر عبدالله د ایران سفارت ته تشریف یو وړ او د هغه سفارت له خوا د قاسم سلیماني په یاد اېښودل شوي کتاب کې یې د خواخوږۍ مراتب ولیکل.
    آیا داکتر عبدالله ته لازمه وه چې د یوه ایراني جنرال د وژل کېدو په اړه خپل ټول کارونه پرېږدي او له ایراني مقاماتو سره د همدردي یادونه وکړي؟
    د تشکیلاتي سلسله مراتبو په اساس د اجراییوي ریاست مقام له ولسمشر او مرستیالانو وروسته څلورم ځای لري ، خو سلیماني د ایران دهېواد د امنیت وزارت د یوې نظامي برخې رئیس وو؟
    ښه به نه وه چې زمونږ د باندینیو چارو وزارت د دوهمې سیاسې ادارې رئیس هلته ورغلی وای ؟

  4. سلام

    ښه پاچا
    هدف له تبصری نه د ښکرورو، غندنې، جاسوسی او سلیمانی شاباش ، هاها او اړیکو نه ده هدف دادی کله چې دلته ملی حاکمیت ،خپلواکی او دخاورې تمامیت مطرح کیږی دادیوه ملت ملی مسله ده. فردی خواخوږی کول سیاست نه بلکې د خپل کور سبکاوی خواته درومی چې ا فغان فرهنګ دا نه منی
    به تولو رسنیو کې د سیاست ، سیاسی او سیاستوال لپاره تنور داغ دی چې به ځا نګړې توګه ددې کلمې لباره تعریف ، مانا ، نصاب او پېژندګلوی باید وی چې نشته بس بې پولې مجانی کلمه یا تابه ده چې هر څوک یی را اخلی او په خپله تنده یې وهی او سیاستوال ور نه راوخی یابه بله مانا دکابل هوایی ډګردی یوڅوشیبې د کرزی په نوم خو په حقیقث کې دهمدی ستړی کابل هوایی دګر دی چې د بی سیاستوالوله امله یې د مرمیو پرهارونه یې لا روغ نه دی . زه به دلته دغه مطلب له تاسې سر ه شریک کړم وایی نوشیروان به ۵۷۹ م یوخل دملک ټول هوښیا ران را وغوښتل او هغونه یې پوښتنه وکړه چې دښه باچا نښا نې څه دي؟ یوه وویل : ښه پاچا هغه دی چې لاس یې د سخا لپاره خلاص به غوسه /غصه کې معتدل او په معاملاتو کې عادل دغریبانو همدرد ،خوش ګفتار ، خدا ترس ، او علم پالونکی وی نوشیروان چې دا واورېدل ویې وویل زما دنجات لپاره همدغه کافی ده
    داسې ښکاری چی سیاست هم اخلاق ، مسلک اوهم رسالت غواړی او کله چې له اخلاقه خبره وخی نوبیا ستاسې خوښه چې سیاسیون یا سیاستوال ورته وایی او که ملعون

  5. د ایران ، پاکستان ، روسیی او امریکا کابل کښي دا ټول راټول کړ شوی قاتلانو ، ملی خائينانو اوددی ممالکو جاسوسانو ته سیاستمداران ویل ستر خیانت دی ، دوی به ټول د ملی حکومت موجودیت وخت کښي اوس په زندانو کښي وۍ تر څو چی دا قاتلان سره دساختګی صلحی شعار لاندی جاهل او ددی ممالکو غلامان همدا طالبان د افغانستان ملت څخه ورک نشی نو افغان غیرتی ملت به ددی څخه زیاتره تباهی سره مخامخ او د افغانستان استقلال او تمامیت چی فعلآ یوازی د سمبولیک شکل سره موجودنو او اخیر کښي به د استعمار لقب به رسمی صورت ومومی او اخیری نتیجه به د افغانستان ددی ممالکو په خوښه ټوټه کړۍ شی!!!! دافغانستان بربادی لپاره باید ملی افغانان بی تفاوته پاتی نشی، وروسته به ډیر ناوخت وی !!!!!!! د بیدارتیا په امید

  6. ایران په سیمه کې، په ځانګړې توګه په افغانستان د امریکا یرغل ته، په عراق د امریکا لښکرکشیو ته د غلامۍ له حده را کوز شوی و. جیمز ډابینر لیکي چې ۲۰۰۱ کې مو له کمال خرازي ( د ایران بهرنیو چارو وزیر) سره پټ ولیدل، کولن پاول ( د امریکا د بهرنیو چارو وزیر و) ورته وویل چې که امریکا په افغانستان یرغل وکړي، ستاسو دریځ به څه وي؟

    خرازي وایې هیجاني شو چې موږ هر ډول مرستې ته چمتو یو، کولن پاول ورته وویل چې دا ستاسو شخصي نظر دی؟ وایې خرازي سپین کاغذ او قلم له جیب نه راویست او لیکلي ژمنه یې موږ ته راکړه، لاسلیک یې پرې وکړ، او ویې ویل نه دا د ایران د اسلامي دولت رسمي دریځ دی چې په افغانستان د امریکا له یرغل څخه د ایران رسمي ملاتړ دی. د ایران جاسوسانو، غلام ایرانیانو به د امریکا او ناټو د الوتکو او د بمبار د سون مواد را رسول، عراق کې به یې د مظلومو عراقیانو کورونه ور په نښه کول. حتی د صدام د شهادت یو علت د ایران د استخباراتو، سپاه پاسدارانو د فشار او مسلسلو غوښتنو نتیجه وه، داسې ویلی کیږي چې د صدام د دار راسۍ د (مقتدی الصدر) په لاس کې وه، د چا پلار چې صدام حسین وژلی و او دی له کلونو په ایران کې پټ و، بیا یې د لوی اختر په ورځ صدام شهید کړ، د مهدی د پوځ پنامه لښکر یې عراق کې جوړ کړ او د امریکا او ناټو له لښکرو سره یو ځای یې عراق لوټې، لوټې کړ.

    د هر غلام انجام به د سلیماني په شان وي، چاه کن، در چاه است.

    ایرانیانو ته لدې بدتر خبرونه غواړو، ایران په سیمه کې د پاکستان په څیر د هر مسلمان هېواد او ملت دښمن دی.

    د سلیماني مرګ به افغان سوله چټکه کړي، جګړه به کمه شي او که د خدای رضا وه ایران به د کبر او غرور له نیلي را کوز کړي.

  7. سلامونه،
    د ډاکټر ساب غروال د نظر په پوره تایید ،او د نورو تاندوالو سره په همغږۍ ،
    زما په نظر ، کرزی د افغان جنرالانولکه جبار قهرمان،زلمی وردګ،حتی رازق …، ملي مشرانو او ټولو حقيقي مجاهدینو له شهادتونو چې د ده په دوران کې او د کابل جنګونو کې د ده د راهبر په وخت کې د لکهاوو بیګناه افغانانو له وژل کیدو هم نه شرمیژي ؛د شړومبو مچ غوندې په هر ه داخلي او خارجي واقعه کې خپله جلالت چپن خوځوي او چټیات وايي ؛ پخپله دی چا راوستی و؟ ؛ له بلې خوا ډبل عودولا خو ،جان بس خان ته ېې هم ډېرې مڼډې وکړې؛ دوی ته به سیاستمداران نه وایو،
    خو زه د مهګک او عطاء بینور منافقتونو ته حیران یم؟؟
    له لوی الله څخه به له آسترالیا نیولې تر الاسکا د انسانانو او مومنانو خارجي او داخلي فرعونیانو او جاسوسو قاتلانو ته تباهي استدعا کړو. آمین.

  8. سلام
    د اوو اتو نهو لسیزو په اوږدو کی تودو او یخو تبو دومره ځپلی یو چی نن د مثبت لس درجې په فضاء کی د یخنی احساس کوو او ریږدو او د مثبت شل درجی حرارت په فضاء کی مو بدن له خوَلو ډک سی
    د یو بل هیواد د جنرال مړینی او ددی مړینی څرنګوالی زموږ پر دولتی او غیر دولتی بدنه باندی بده اغېزه کړی او زموږ باسواده! او روشنفکره او د خدمت د مدعی قشر ئی د انشقاق او حتی یو بل ته د بدبینی په ویروس مبتلاء کړی دی چی دا یو ځوروونکی حالت دی
    اصلاً د قاسم سلیمانی د وژنی او یا سلیمانی د شخصیت د تحلیل ادبیات باید حتماً دومره د افراط او تفریط څخه ډک وی؟
    آیا کوم نور معتدل او مناسب او زموږ د وطن د حساس مؤقعیت د شأن سره وړ تحلیلی ادبیات شتون نلری؟
    آیا موږ مجبور یو چی حتماً د یو یا بل طرف په ملاتړ خپل فکری سنګر اعلان کړو؟
    آیا موږ د دولت د رسمی موضِع په ملاتړ ځانونه مکلف نه ګڼواو هغه کافی نه ګڼو؟
    آیا موږ نه سو کولای د سلیمانی د مرګ د غندنی یا ستائنی د دریځ د څرنګوالی په غوره کولو خپلی عقیدتی او فکری او سلیقوی عُقدی همداسی سالمی وساتو؟
    آیا موږ دومره اهل صالح خلګ یو چی د یوې پېړۍ په اوږدو کی مو ددې او هغه لیری او نژدې ګاونډ سره نامشروع اړیکی نه دی درلودلی؟
    آیا موږ موږ دا تریخ حقیقت نه منو چی افغانستان د یوی پیړی په اوږدو کی د ټولو سیمه ایزو او نړیوالو قماربازانو لپاره یوه فعّاله کازینو وه او کازینو ده او کازینو به وی؟
    بلی
    که خوشبخته اوسو او دا احساس را کی پیدا سی چی د کازینو د کوڅی په سر کی ودریږو او هر قمارباز ته جدّی اخطار ورکړو چی نور زموږ د وطن د هلیزونو څخه د کازینو کار وا نه خلی نو به مو هغه وخت د هر مدنی! فعّال او عادی وګړی د وطن پالنی ادعا د درناوی وړ وی
    امّا اصلی خبره
    ددې ډول مسائلو په هکله د اشخاصو غبرګون ( منفی یا مثبت) فردی جنبه لری او په هیڅ توګه به د وولس یا منتخب دولت د نمایندګی معنا ونلری
    که په کابل کی مثلاً نن د امریکی یا انګریز یا پاکستان یا روسئې یا چین یا هند یا ایران یا ترکئي یا کوم بل دوست یا نادوست هیواد په سفارتونو کی د اړوند هیوادونو د خوښی یا غم په مناسبت کوم محفل او غونډه جوړه سوی وی او په غیر رسمی توګه پکی غیر رسمی اشخاص ګډون وکړی نو هم د هغوی ګډون کوم ملی جرم نه ګڼل کیږی او نه هم د هغوی ګډون د ټول وولس د ګډون په معنا دی
    بناً
    دا به زموږ د ملی وحدت د ټینګښت په ګټه نه وی چی د سلیمانی د غندنی یا ستائنی په نامه د وولس روحیاتو او اخلاقو ته صدمه ورسیږی
    ایران یوازنی هیواد دی چی زموږ په هیواد کی فرهنګی او ژبنی او مذهبی طرفداران لری او داسی ښکاری چی دا پرګنی د ایران سره د ټولو اشتراکونو سره سره دومره خائنان نه دی چی خپل هیواد ته تر ایران ترجیح ورکړی خو سره لدې دا د افغانستان د تاجک او پښتون او اوزبک اخلاقی او ملی مکلفیت دی چی ددی وړوکی اقلیت په درناوی دومره د عصبانیت او وچو او کاذبو او غولوونکو احساساتو څخه کار وا نه خلی او موضوعات په سړه سِنه او اخلاقی روِش تحلیل او وړاندی کړی
    بحث ژور دی خو زما او د ګران لوستونکی حوصله و وخت نه دی ژور

ځواب ورکول دوکتور غروال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *