تاند (کابل) – د پخوانۍ شمال ټلوالې یوغړی او ځوان سیاستوال فهیم داشتی وایي چې هغوی به پرې نه ږدي چې د پنجشېر امن هلته د حکمتیار په ورتګ سره ګډوډ شي.‌

په یوه بیانیه کې چې د نوموړي په فیس بک خپره شوې ده راغلي چې د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته د نظار شورا پخواني قوماندان احمدشاه مسود حکمتیار له ځان سره پنجشېر ته بوتلو چې له هغه ځای نه بیا د هېواد شمال او وروسته ایران ته لاړ.

دشتي لیکي، کله چې حکمتیار ایران ته ورسېد د مشهد رادېو له دری څانګې سره په مرکه کې یې وویل چې مسعود غوښتل چې نوموړی ووژني خو دی ترې په تېښته بریالی شو.

فهیم دشتي وایي چې په پنجشېر کې د حکمتیار د ځای په ځای کېدلو خبره ورته په اول کې ټوکه ښکارېده خو یاد ولایت ته د نوموړي د زوم، چې د پنجشېر اوسېدونکی دی،‌ له تګ راتګ او د حزب د نورو غړو له خوځښت څخه اوس داسې ښکاري چې حکمتیار په ریښتیا هم غواړي چې په پنجشېر کې ځای پرځای شي.‌

ویل کیږي چې پنجشېر چې د پروان ولایت یوه ولسوالي وه او ۳۶۱۰ مربع کیلومتره لویوالی لري په ۲۰۰۴ کال کې د وخت د جمهور رییس حامد کرزي له خوا د نظار شورا د وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود په ویاړ چې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکی وو په ولایت بدله کړای شوه.‌ د افغانستان نور ولایتونه لکه هلمند تر ۵۸ زره مربع کیلومترو پورې لویوالی لري خو له پنجشېر سره ورته امتیازات ترلاسه کوي.‌

فهیم دشتي د خپلې بیانیې په وروستۍ برخه کې حکمتیار له شیطان او پنجشېر د پرښتو له کور سره تشبیه کړی دی او ویلي دي چې اجازه به ورنه کړي چې شیطان د پرښتو په کور کې ځای ونیسي.

ویل کیږي چې،‌ تېره میاشت چې د حکمتیار اسلامي ګوند د افغانستان له حکومت سره د سولې په برخه کې هوکړې ته ورسېد د یاد ګوند د پخواني سیال اسلامي جعیت او نظار شورا په پاتې شونو کې چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې یې له اسلامي ګوند سره د قدرت په سرسختې جګړې کړې وې او له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د مجاهدینو په نامه بېلابېل امتیازات ترلاسه کوي ډېره وارخطایي راغلې ده.‌

8 thoughts on “فهیم دشتي: نه پرېږدو چې شیطان د پرښتو په کور کې ځای ونیسي”
  1. داخلي حنګونه حکمتیار، مسعود،دوستم،سیاف،محقق ، عبدالعلی مزاری ټولو کړي دي، که یوه ته قهرمان او بل ته د ملت شهید ویل کېږي پس حکمتیار ته هم باید امتیازات ورکړل شي

  2. اصلا باید دشتی پردی پوه شی چی پنجشیر د شیطانانو، لوټمارانو، فاسدانو کور دی په افغانسان کښی د جګړی اصلی لاملین هم دوی دی او اینجنیر حکمتیار باید داسهوه ونکړی چی په داسی ناولی کور کښی ژوند وکړی دا ټول قوم پرستان لکه دشتی غوندی د الله له دی ملک ورک کړی دغ ډله همیش د بل غلامان دی او مسکو لاس پوڅی دی

  3. محترم دشتي صاحب ! چون معنای انقلاب همین است که همه چیز در آن دګرګون میشود پس شما کولابیها هم یکي از همان دګرګونیها هستید . ورنه شماها پوست و پیاز و کچالو و تبنګ وکجاوه و شورنخود و تلخان و سقاوها کجا ، و تخت و بخت پنجهزار ساله ای افغانها کجا ؟ به این حقیقت خو همه افغانها خبر اند که شما خواهر زاده رئیس اجرائیه فعلي هستید ، و رئیس اجرائیه فعلي در زمان قوماندان صاحب پنجشیر ( احمد شاه مسعود ) یک ترجمان عادي بود ، قوماندان صاحب احمد شاه مسعود در سال (۱۳۵۲) در انستیتوت پو لیتخنیک شامل شد ، و قبل از آن در جوانان مسلمان شامل نشده بود . ولې جوانان مسلمان د ر سال (۱۳۴۸ ) به تاریخ (۸) ثور رسماً به فعالیت آغاز نموده و استاد عبدالرحیم نیازی به صفت رئیس این حزب نوتأ سیس در خانه مرحوم انجنیر محمد کریم که در پشت سر سیلوی مرکزي خانه داشت توسط انجنیر ګلبدین حکمتیار ، استاد صیف الدین نصرتیار ، مولوي حبیب الرحمن شهید و انجنیر حبیب الرحمن شهید تعیین ګردیده و انجنیر ګلبدین حکمتیار از جمله همان پنج تن بنیان ګذاران این نهضت در آن زمان بود و هست که فعلاً تنها همین شخص ( ګلبدین حکمتیار ) باقي مانده است و دیګران همه شان به شهادت رسیده اند . در مقابل روسها همین ابرمرد تاریخ ساز که استکبار شرق و غرب و تمام جهان به مبارزه و جهاد حکمتیار به شمول روسها قائل است ، بدون ستمی ها ، شعله یی ها . زیرا حکمتیار مبارزه وجهاد میکرد و شما کولابیها با روسها معامله میکردید وبا امریکائیها نیز معامله کردید ، انجنیر احمدشاه مسعود ازطرف طالبها ، القاعده و بعضی از حلقات حکومت آنزمان بشهادت رسید . پس به کدام دلیل شما حکمتیار را شیطان و پنجشېر را خانه فرشته ها خطاب میکنید ؟ در حالیکه به لانه جاسوسی خو پنجشیر مسما است اګر قبول ندارید ، یک دفعه مقالات لاهور خان منګل را بخوانید .به این چنین سخن زدن خودرا هنوز خورد ساختید و خورد هستید و خورد بودید کم ذره شرم و حیا بکن و از خدا بترس .

  4. تاسو د هر چا څخه قهرمان او شخصیت مه جوړوی دا فهیم دشتی یو خوشی په اصطلاح پایدو د مسعود وو او د هغه سره به ګرزیدلو او عکسونه به یی اخیستل چا په سړی کی هم نه حسابولو اوس دی د حکمتیار په اړه خبری کوی حال دا چه د هغه په مخ کی ددوی په اصطلاح قهرمانان هم چړت نشوکولای

  5. د هیواد د هرې قبیلې، ژبې او مذهب لروونکي وګړی افغانان دي او ټول یو شان حقوق لري او د غني بابا خبره هیڅ یو افغان د بل افغان کم نه دی او هیڅ یو افغان د بل افغان نه ښه نه دی. دا داسې د مانا ډکه جمله ده چې په پلي کولو سره یې د هیواد شتې ناخوالې له منځه ځي. راځې چې د یو بل پر وړاندې د بې ځآیه خبرو کولو ډډه وکړو او ددې پر ځای یو بل ته لاسونه وړکړو تر څو دې کړیدلي ملت ته سوله راولو، بې وزله وکړو ته د کار کولو فرصت برابر کړو. د دشتي خبرې هغه څه دي چې ددې هیواد لپاره ناخوالې زیږوي، بس دی ددې مزه افغانانو وڅکله او اوس ښه پوهیږي چې په دې خبرو سره مو خپل ووژل او پردیو ته په کار کولو سره مو خپل ځآن ته د بې غیرتې شاباسی وګټه. اوس په دې خبرو څوک نه تیروځي. زه نه پوهیږم چې څوک ښکنځلې کوي هغه ته څنګه سیاستوال ویل کیږي زه خو وایم چې د سیساست نوم مه بدوې او ددې پر ځآی خلکو ته باید کوڅه ډب ښکنځلمار وویل شي. زه دا منم چې سیاست کې هم نظري او مخالف نظري شته ولې د شخصیت ښکنځلې په کې نشته. په هر حال دا فقهی حکم دی چې د سپي په جوټّه د سیند اوبه نه پلتیږي.

  6. عرفی تو میندیش ز غوغایی رقیبان
    آواز سګان کم نکند رزق ګدا را
    که مو اوریدلی وی وایی چا له سپی پوښتنه وکړه چه ولی غاپی او هم دی ډراری دی ،سپی په کږه خوله وویل چه:
    نور ډاروم او هم خپله ډارریږم

    او بل دا چه خاین خایف وی

  7. څه چی پیښیږي هغه به ارو مرو پیښیږي تاسو ولی ورخطا یاست دشتی صاحب د مجاهیدینو په منځ کی هیڅ توپیر نشته که هغه ستا په خبره شیطان وی نو بیا تاسو هم د همدغی شیطانانو له ډلی یاست.
    تاسو په منځ کی د شیطان او پریښتو توپیر نشته

  8. پنجشیر د افغانستان یوه ټوټه خاوره ده، چا په کڅوړه او په مشک کې له ایرانه یا تاجکستانه نده راوړې هر افغان وګړئ حق لري چې هلته کور جوړ کړي، ژوند وکړي او په ډاډه وګرځي۰ حکمتیار صاحب د حکومت سره د خپل ګوند موافقه په افغانستان کې دملي پخلاینې د بهیر د پرمخ بېولو او سولې راوستلو، د دښمنیو، سیالیو د ختمولو لپاره کړې۰ رب تعالی دې زمونږ د نورو مرورو ورونو په زړونو کې د رحم اوبه واچوي چې په افغان ولس ورحمیږې او د سولې سپین بیراغ اوچت کړي۰
    عجیبه( فریشته ها) چې د چرسو، قاچاقو، مخدرموادو د شنوډالرو په پاڼوکې نغښتي دي۰ دین، مذهب، دود او افغانیت مو په ډالروخرڅ کر۰
    زمونږ لپاره تاسو او ستاسو په څیر نور هغه! پردیپاله، کړۍ په غاړه غلامان یاست چې د خپلې ځاني ګټې لپاره له خپله ناموسه تیردي۰ تاسې فرشتې نه قانوني غله یاست۰
    مړه دې وي د افغان ولس سرکوزي دښمِن او مړه دې وي دسولې دښمِن۰

ځواب ورکول عبیدالله جلالزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *