تاند، سه شنبه،، د ثور ۹مه: د افغان دولت د سولې مذاکراتي پلاوي غړې فوزیه کوفي وايي، که طالبان اوربند نه مني، نو کولی شي تاوتریخوالی راکم کړي، خو په وینا یې طالبان دا کار نه کوي.

فوزیه کوفي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، ښه او بدیله لاره یې دا وه که طالبانو د اوربند غوښتنه باندې نیوکه لرلای نو تاوتریخوالی یې باید راکم کړی وای.

د کوفي په خبره طالبان د تاوتریخوالي په زیاتولو غواړي چې په بین الافغاني خبرو کې زیات امتیازات ترلاسه کړي.

نوموړې همدا راز ویلي، دا چې طالبانو د افغان دولت په مذاکراتي پلاوي نیوکه کړې نو دا د طالبانو حق ننه دی چې نورو ته مذاکراتي پلاوي وټاکي.

د میرمن کوفي په خبره افغان مشرانو ته پکار دي چې د ملي ګټو پر خوا ور وګرځي او ژر تر ژره خپل اختلافات حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د یوناما د راپور له مخې طالبانو د سولې له هوکړې راوروسته بریدونه زیات کړي دي او تر اوسه د نوي ۲۰۲۰ کال په لومړنیو دریو میاشتو کې ۵۳۱ ملکیان وژل شوي او نږدې ۹۰۰ نور ژوبل دي.

طالبانو د ملکي خوندیتوب، روژې او کورونا په خاطرد اوربند ټول غږونه رد کړي دي او ویلي یې دي په دې کار سره مقابل لوري ځانته فرصت پیدا کول غواړي.

One thought on “فوزیه کوفي: طالبان د امتیازاتو په لټه کې دي، ځکه اوربند نه کوي”
  1. کوفی بد کوی او درواغ وایی/ اصلآ طالبان واک نلری واک د ای اس ای دی / غول ای اس ای کوی ک<<< طالبان څټی

ځواب ورکول محمد شعیب ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *