چي لا وړوکی وم ډیر شوخ وم فوټبال مي ډیر خوښیده د مسجد سبق ډیر ځورولم د کلي ملا مو ډیر ظالم وو، د کور اوبه به هم موږ ورته راوړې هغه پوري کلي کې ویاله وه، ځیره به مو ورته ټولوله، د اختر د قربانۍ پوستوکي دا ټول زموږ له عمده وظایفو څخه ول. د سبق پر سر به یې ډیر وهلو، که به مو یوه ورځ غیرحاضري وکړه بیا نو ګواکي سبق پاته او باغي توب شروع. ما به ځیره هم نه ټولوله او فوټبال ته به مي ځغستل، ملا به مي هر وخت پلار ته شکایت کولو او پلار به مي هم زموږ د کور د توت لښتي تیاره راته پرې کړې وې. ماښام چي به کور ته راتلم محشر به راباندي جوړ وو. انا مي ډیره زړه سواندې وه د پلار سره به مې هر وخت زما پر سر جنجال وو، مور به مي ډوډۍ هغه بلی خوني ته په غلا راوړه. وږئ به هم وم ډوډۍ به مي په سلګو سلګو خوړه ګوله به مي په ستوني کې مښته او بیا به مي په زور تیروله وړوکې ورور به مي د دروازې په خله کې ولاړ په ډیره غمررازۍ زما سیل کولو.

په فوټبال کي که څه هم زه ډیر وړوکې وم خو ډیر تیز وم، ما به نو یو څه ځان هم ښکاره ولو، که به ستړی هم شوم خو چاته به مې دا نه څرګندوله چي ګواکي زه ستړی یم، بس ځغستل به مي. یوه ورځ مو د هغه بل مکتب د هلکانو سره د فوټبال مسابقه وټاکله، د هغې ورځي انتظار خوبونه رانه وړي ول، په خوب به مي هم فوټبال لیدلو او د هوش هره لحظه مي هم په فوټبال مقایسه کوله. وخت رانږدې سو هغه ورځ هم راله، د مکتب رخصتي وه سهار لا وختي راپاڅیدم هغه زما تور او سپین فوټبالي ګوټونه چي ما د خپل مکتب د خرڅ په پیسو رانیولي وو پاک را پاک کړل او پښو ته مي کړل د کوره راووتم د میدان پر خوا. هغه نور هلکان هم ورو ورو راغونډ شول، لمر هم خپل څادر د ځانه لري کړ او لوبه مو تازه کړه، ګرمه شو، ما لکه آس ځان ورته چمتو کړې وو، ځغستل مي راځغستل مي، د مخالف لوبډلي هغه جګ هلک ډیر راسره پر ضد سو، د لوبي پر مهال یې راته پښه کیښوده او زه یې وپرځولم، لاس مې را لاندې سو او مات شو.

لاس مي کوږ سو درد یې شروع کړ، خو زه د لاس درد ته نه هغه راتلونکي وهلو درد ته اندیښمن وم، ځان ته خپله تسلي ورکوم چي مات به نه وي روغ دی، هلکان ټول راباندي راټول دي یو څه وایي بل څه زه د چا ږغ نه اورم او چرت وړې یم چي څنګه به وهل کیږم څو لښتي به خورم.

هلکانو لوبه ودروله او زه یې په بدرګه کورته راوستم، مور مي لا وخته چا خبره کړې وه چي د زوی دي لاس مات شو، د کوڅې په سر کې راته ولاړه وه او لاسونه یې ښورول ږغ مې نشوای صحیح کولای خو په دید مې احساسول چې هغه هلکانو ته یې ښیرا کولې او ماته یې کنځل.

چي رانږدې شوم په غیږ کې ونیولم او کور ته یې دننه کړم او بیا یې علی ګل شکسته ته یووړم او لاس یې راته کوږ راکوږ کړ، کوکي موکي مي ووهلې او راستون شوم. پلار مي هم د بازاره راغلئ وو او لښتي هم تیاري وې، خو انا مي لا ژوندۍ وه او ترې خلاص یې کړم بس یوازي پر شکنځلو تیره شوه. داسي خوشحاله وم لکه د اختر ورځ، درد خو مي بیخي ختم شو او آرام بیده شوم.

سهار چي مي پلار د مسجد نه راستون شو ویل یې وای ملا ویل چي ما به هروخت درته ویل چي دا زوی دي هر وخت دا د کافرانو لوبه فوټبال کوي او سبق ته نه راځي اوس نو ښه سو؟

ماته پرون زموږ د ملا هغه خبره بیا رایاد شوه چي دا د کافرانو لوبه فوټبال (!) او راته ثابته سوه چي دا لوبه د کافرانو لوبه ده، د مسلمانانو لوبه خو فوټبال نه وي

3 thoughts on “فوټبال (د کافرانو لوبه) ! عطاءالله همت”
  1. پرون ما ته هم ثابته شوه چې فوټبال د کافرانو لوبه ده. یوه ملګري په فیسبوک کې یوه ویډیو راښکاره کړه. طالبانو د انسانانو په غوڅ کړیو سرونو باندې فوټبال کاوه. آخ، کاشکې مې دا صحنه نه وای لیدلای. سوچه اسلام مې ولید. اورېدلي مې وو چې یزید د امام حسین سر په لغته وهلی و، باور مې نه راته چې داسې به شوی وي خو د طالبانو کار مې چې ولید، پوه شوم چې په دې ملت کې هرڅه امکان لري.
    د قرار صاحب لیکنه پر ځای ده، موږ پښتانه همداسې وحشیان یوو او ناممکنه ده چې ځانونه سپین کړو.

    پاتې شوه ستا د لیکنې خبره، عطاالله همت صاحب!
    ډېره ښه لیکنه، ښکلی نثر، تصویري جملې او له پیغامه ډکه لیکنه
    دا درته ویلای شم چې د لیکوالۍ ښه استعداد لرې، چې خوشې یې نه کړې.
    او بله دا چې ستا په شان به زموږ ډېر نور استعدادونه د ملا، ټولنې او کورنۍ په لاس ضایع شوي وي، افسوس پر داسې قوم.
    افسوس زموږ پر پلرونو چې مینه یې نه زده، یوازې وهل او ټکول یې زده دي.
    رښتیا چې بدمرغه خلک یوو.

  2. Salamoona,
    Wale? Crekkett laka che d mosolmanano loba da??.
    Sport ki la cha capher av mosolman rawesty?
    Hamda illet wo che 2000 kal Olympia ki yi d`talibiano tteam ta ejaza warnakrra!!
    Tash pa naam pokistan,sauudi arab etc.. kho her raqam lobi kawi Hatta levateth!!!!

ځواب ورکول محب الله زغم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *