عزیز خان هوت

د بن په لومړي کنفرانس کې ټاکلو موخو ته د رسېدلو په چار کې دکابل رژیم او نړیوالې ټلوالې ماتې خوړلې ده؛ پرته د یو ناکام دولت او د داسې یو سرټیټي هېواد څخه چې آزادي او خپلواکي نلري، نورڅه پاتې نه دي او یا زموږ په واک کې ندي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله دویم مرستیال حاجي محمد محقق څو ځلي په افغانستان کې د فدارلي نظام غوښتنه کړې، او اوس هم د همدغه نظام د رامنځته کېدو لپاره له عبدالله عبدالله سره یو ځای شوی دی. تر محقق وړاندې په خپله ډاکټر عبدالله عبدالله هم په افغانستان کې د ریاستي نظام پر وړاندې غبرګون ښودلی او ویلي يي دي که د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بریالی شو، نو ریاستي نظام به په پارلماني یا فدرالي نظام بدل کړي. له ډاکټر عبدالله عبدالله سره په ټاکنیز ټیم کې ډیری یو ځای شوي اشخاص د افغانستان د تجزیې غوښتونکي دي. په دغو اشخاصو کې د عبدالله عبدالله دویم مرستیال حاجي محمد محقق، عبدالطیف پدرام، عبدالحفیظ منصور او د بلخ د والي عطا محمد نور په ګډون یو شمېر اشخاص شامل دي چې د افغانستان د وېش لپاره په بې صبرې شپې تیروي.

حاجي محقق څو ځلې د بریتانیې د سنا له مشرۍ نه د افغانستان د تجزیه کولو غوښتنه کړې.چې د محقق دغې غوښتني افغانان سخت په انديښنه کې کړل. افغانانو د محقق د غوښتنې پر وړاندې غبرګونونه وښودل او دغه شخص يي پر ملي خیانت تورن کړ.

د حاجي محقق په شان کسان چې وایي، «نه ملت لرو او نه ملی دولت»، په دې نه پوهېږی چې د«فډرالیزم» په پلی کېدلو سره د جلاتوب څخه تمرکز ته او د ځانګړو او خپلواکو واحدونو څخه یوه ټاټوبی او ملت ته د اوښتلو لړۍ سوکه کېږی؟ ځواب دادی چې پوهېږي، خو د واک ترلاسه کول او د کورنیو او بهرنیو بادارانو امر ته د غاړې ایښودلو ځواک هغوی د «فیوډالیزم» ساز ته د ګډا او رمباړو ایستلو لپاره هڅوی.

د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنیز دفتر بل غړي عبدالطیف پدارم هم د افغانستان تجزیه ته په دوه پښو ناست دی. پدرام په وار وار په ټلوېزیونونو او ټولنیزو رسنیو کې د خپلو مرکو پر مهال په افغانستان کې د فدرالي نظام غوښتنه کړې او پر دې یې ټینګار کړی چې په افغانستان کي فدرالي نظام رامنځته شي. پدرام چې د هېواد ملي شخصیتونو ته په سپکو ویلو تورن هم دی تل يي په هېواد کې د شتو قومونو د بیلوالي لپاره هلې ځلې کړي دي. او ډیر وخت يي د قومونو تر منځ د جګړو د اور د تودیدو رول لوبولی دی.

عبدالطیف پدرام د ۲۰۱۱ کال د اوکتوبر پر۱۷ مه نېټه ویسا ورځپاڼې ته ویلي وو چې دی په افغانستان کې د فدرالي نظام غوښتونکی دی. پر پدرام تور لګول کیږي، چې غواړي د فدرالي نظام په رامنځ ته کیدو سره د افغانستان تجزیې ته زمینه برابره کړي. ښاغلی پدرام د افغانستان د تجزیه لپاره عبدالله عبدالله مناسب شخص په ګوته کوي او عبدالله يي د دې لپاره ښه انتخاب بلل دی.

د ولسمشرۍ تاکنو د نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله بل ملاتړی او د نظار شورا غړی عبدالحفیظ منصور

د افغانستان تجزیه خپل ارمان بولي او وايي، چې په دې هېواد کې فدرالي نظام له اوسني ریاستي نظام غوره دی. نوموړي پر حكومت ټينګار كړى چې ګواكي مركزي نظام په افغانستان كې ناكام دى او ددې پر ځاى بايد په محلي كچه د انتخاباتو له لارې د فدرالي نظام په راوستلو كې هڅې وشي.

دغه ډول د فدرالي نظام ‌طرحې د افغانستان په چارو کې ښکاره مداخله او د افغانستان د تجزیې لپاره یوه پلمه ده، ، غربیان له ډيره وخته د افغانستان لپاره د تجزيې ‌پټې توطیې جوړي کړي خو افغانان په دې باور دی، چې دغه ډول طرحې به هیڅکله بریالۍ نه شي.

د افغانستان د تجزیه د مخنوي لاره بیا هم د افغان ملت پورې تړلې موضوع ده، ملت کولای شي د خپل هېواد پر وړاندې دهرډول توطیو مخه ونیسي که افغانان هم په ټاکنو کې په خپل پراخ ګډون سره د ولسمشرۍ لپاره وړ کس ته رایه ورکړي شک نشته چې د عبدالله عبدالله د تاکنیز ټیم دغه شومې غوښتنې دې پلي شي.

One thought on “فډرالیزم، د تجزیه غوښتنې بل نوم/ عزیز خان هوت”
  1. دا وطن فروشان به دا أرمان كور ته خان سره يوسي

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *