د فیسبوک یو شمیر کاروونکي په دې باور دي، که ولسمشر اشرف غني لرې شي نو هرڅه به ګل ګلزار شي. د دوی په نظر ولسمشر د کار سړی نه دی. دوهمه ډله په دې نظر دي چې حامد کرزی دې بیا ولسمشر شي. دریمه طبقه دا باور لري که شرعي نظام نافذ شي ارامي به شي.

یو ډله هم پرته له دې چې فکر وکړي نظام تخریبوي، یوه بله بیا عمدي نظام تخریبوي او داسې ګومان کوي که نوی حکومت راشي ده ته به مقام ورکړي.

د اشرف غني په برخه کې که دا ووایو چې واک یې ځوانانو ته تر ډيره سپارلی ښایي ټول یې ومني، که ووایو چې غل نه دي ښایي څوک بحث ونه کړي، که ووایو چې لوړې زده کړې یې کړي هرڅوک دا خبره تاییدوي، که ووایو چې ډیر کار کوي ښایي ځیني یې ونه مني خو کوم کسان چې په ارګ کې ورسره دي هغوی کیسه کوي چې تر ځوانانو هم ډیر وخت په کار بوخت وي.

نو که دی لرې شي، بل همدمره تعلیم یافته او داسې څوک به چې یا یې خپله یا یې خپلوانو غلاوې نه وي کړي پیدا شي؟

رابه شو د پخواني ولسمشر ښاغلي کرزي بیا راتګ ته، لومړی خو که چیرته کرزی صاحب راځي تر انتخاباتو وخت شته او اوسنی نظام باید تخریب نه شي، ځکه چې د دې تخریب ممکن موږ له انتخاباتو محروم کړي، نو کرزی به بیا څرنګه راځي.

حامد کرزی د کار تجربه لري، د ولس په ژبه پوهیږي له بهرنیو سره هم په خبره پوه دی. ښایي د عیب ټکی یې دا وي چې وروڼو یې د ده د ریاست په وخت کې ډیره غیرقانوني شتمني پیدا کړه او یوه بل ټکی دا هم دی چې پخوانی ولسمشر خو هم په خپل وخت کې نه و توانیدلی چې امنیت ټینګ کړي نو اوس چې شاوخوا (۱۴۰۰۰۰) بهرني محارب ځواکونه له افغانستانه وتلي دي امنیت به سخته نه شي؟

د شرعي نظام د سل په سلو کې د تبیطق په برخه کې څو پوښتنې دي، لومړی خو دا ده چې اوسنی نظام هم وایي چې شرعي دی، په اساسي قانون کې دا موضوع درج شوې ده. که څوک وایي چې حدود دې پلي شي، نو د حدودو د پلي کیدو لپاره یو لړ ستونزې شته. دغه اوس ښایي د افغانستان په زندانونو کې لږ تر لږه ( ۵۰۰۰۰) داسې کسان وي چې د حدودو د تبطق وړ وي، د چین په څیر ستر هیوادونه په ډيره سختۍ خلک اعداموي نو افغانستان څرنګه کولی شي چې د مامورینو معاشونه یې هم له بهره راځي. که چیرته د افغانستان حکومت لس شل تنه اعدام کړي دستي به د بشري حقونو نړیوالې موسسې خپلې مرستې بندې کړي، بیا به مو نه په روغتون کې دوا پیدا کیږي او نه به مو په مکتب کې چوکۍ اوکتاب. د ډالر به څو برابره ارزښت زیات شي او حتی له افغان پوځ سره چې کومې مرستې کیږي ممکن هغه ودرول شي.

اروپایي ټولنه له هر هغه هیواد سره د خپل منشور له مخې باید مرسته ونه کړي چې ډير خلک اعداموي. یوازې د اروپایي ټولنې مرستې که له افغانستان سره بندې شي، ښایي ناورین رامنځته شي.

هغه کسان چې پرته له فکره نظام تخریبوي هغوی ته باید تبلیغ وشي، ورپه یاد شي چې وروره، خورې، ۱۹۹۲ کال دې هیر شو؟ چې د کابل کوڅه په کوڅه وینې بهیدې؟

کوم کسان چې د یوې احتمالي چوکۍ د ترلاسه کولو په نیت حکومت او نظام تخریبوي هغوی ته پکار دي چې منطقي بحث وکړي، داسې ونه کړي چې  د دوی د تخریب ګټه دولت مخالفه وسله والو ته ورسیږي. مثلا په کابل کې چاودنه کیږي دوی طالبان هیر وي دولت ته پیغورونه ورکوي، چې امنیت ټینګ کړه. دولت ته پیغور مه ورکوه، نظام مه تخریبوه ځکه چې بیا نو ستا  د هغه خیالي، احتمالي چوکۍ امکانات هم خدای مه کړه له منځه ځي چې په راتلونکې کې ورته هیلمن یې.

هغه کسان چې پرته له فکره حکومت په فیسبوک کې تخریبوي یا غیر شعوري دا کار کوي دوی غالبا استدلال کوي چې حکومت مناسبت کارونه نه کوي او دوی د ډیموکراسۍ له اصولو سره سم دا کار کوي. د دغو کسانو دا خبره په ځای ده، خو له دوی څخه باید دا پوښتنه وشي، که ته په فیسبوک کې سل نظره لیکي، ایا د دې نظریاتو پنځوس د طالب او پنځوس د حکومت په مخالفت دي؟ کنه د حکومت پرضد خبرې دې زیاتې دي، که داسې وي نو فکر نه کوې چې په غیر شعوری ډول د طالبانو تبر ته لاستی ورکوې؟!

خو د دوشنبې په ورځ چې کله ولسمشر اشرف غني ملي شورا ته وینا وکړه، دا ژمنه یې وکړه چې د هغو کړیو او اشخاصو مخه به ونیسي چې نظام تخریبوي. دا ژمنه به ولسمشر څرنګه تطبیقوي؟

 دا هغه سوال دی چې حل لاره لټول غواړي او له فیسبوک نه نیولې تر تلویزیوني سیاسي بحثونو پورې باید د دې کړیو مخه ونیول شي، ځکه چې ممکن یو شمیر هغه کسان چې سیاسي شعور یې لوړ نه دی د داسې تبلیغاتو ښکار شي او لرې نه ده چې دغه کسان تر نظام پر وسله والو ډیر باور وکړي ، دا ځکه چې نظام مخالفه مبلغین داسې مواردو ته اشاره کوي چې هغه صفات د طالبانو له رژیم وروسته د ښاغلي کرزي په رژیم کې چې پر افغانستان پیسې وریدې هم نه وو.

One thought on “فیسبوکیان څرنګه هیواد ابادوي/ ودان افغان”
  1. زما له نظره که دا کار ترسره شى چې غير معيارى غير منطيقى اوغير استدلالى بحثونو باندې بنديز ولږيږى نو دې نظام تحريبونکى او جاسوسې ګړى به له کاره ولويږى کوم چې دملت ذهنونه يې په پرلپسې خراب کړى
    مدير له ناروې

ځواب ورکول مدير ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *