موږ په داسي عصر کي ژوند کوو چي په کښي رسنیو د نوي نړۍ یوه لویه برخه ځان ته ځانګړې کړي ده .
او د ټولنیز خوځښت په رامنځ ته کولو کي دومره ځانګړی ځای لري چي د ننۍ نړۍ د مطبوعاتي امپراطورانو په توګه یې یادونه کیږي . داسي امپراطوران چي په څپه – فریکونسيو او تصویر یې ډیر کله د دولتونو فرهنګي او ټولنیز سیاستونه مات کړي دي .
د مطبوعاتي جګړې په دې دوران کي د تلویزوني ، راډیویې او سپوږمکیو د څپو واک د ټولني بیلا بیل اقشار په خپله محاصره کي راوستلي دي .
پر دې اساس رسنیو د ټولنو د چلند ، او لیدلوري په بدلولو او د اطلاعاتو په زیاتولو کي جدي اغیزې لرلي .
په افغانستان کي اوس تر راډیو ،تلویزون چاپي رسنیو وروسته د انلاین ژورنالیزم تر ټولو ډیر مخاطبین د ټولنیزو رسنیو دي .
پخوا خلکو ویب سایټونه تعقیبول او تر هغه وروسته په یوه بل پرمختګ کي ویبلاګونه رواج سول خو اوس دفیس بوک او ټوټیر دلاري ډیر خلک معلومات تر لاسه کوي .
په افغانستان کې ټولنیزو شبکو په ځانګړې توګه فیس بوک د خلکو اوږد واټن را لنډ کړي دي.
اوس خلک کولای سي یو خبر له راډيو او تلويزيون څخه مخکي په ډېره چټکۍ د فیس بوک او ټويټر له لاري له خپلو ملګرو سره شريک کړي.
فیس بوک ټولنیزه شبکه د ۲۰۰۴ د فیبروري په ۴ د مارک زوکر برګ له خوا په امریکا کي جوړ سوه او دغه ویبپاڼه د فیس بوک کمپني له خوا په دغه هیواد کي پر مخ بیول کیږي.
فیس بوک د ۲۰۱۲ د می په میاشت کښي ۹۰۰ ملیونه فعاله استعمالونکي درلودل چي تر نیمایي زیات یي په مبایلو کښي استعمالول.
دپښتو او دری ترڅنګ په ګڼو ژبو دغه رسنۍ کارول کیږی او ۷۰ فیصده کارونکي يي دامریکا دمتحده ایالاتو څخه بهر دي .
فیس بوک ځوانانو ته دا اسانتیاوي برابري کړي چي خپلي ليکني معلومات او خبري مطالب خپاره او په اړه يې په ډېر لږ وخت کي عکس العملونه او وړانديزونه ترلاسه کړي.
ددې شبکې يوه ښه ځانګړنه داده چي په فیس بوک کي لوړپوړي مقامات او مشهور خلک عضویت لري او عام خلک هم کولای سي چي ددې شبکې عضویت تر لاسه کړي.
له دې شبکې څخه په ګټي اخیستني خلک د کومي وقفې او مانعیت پرته خبرونه او خپل نظریات د لوړپوړو دولتي مقاماتو سره شریک کوي .
محمدصادق رښتینی
کندهار – ۲/۴/۲۰۱۴
ښه معلوتي لیکنه ده