تاند- د افغانستان د ولسمشر ویاند وايي چې حامد کرزی به د پغمان د جنایت مجرمانو ته د اشد مجازات یعني اعدام د سزا په لاسلیکولو کې له ځنډه کار وانخلي.

تېره اوونۍ د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې یو شمېر وسله والو جنایتکارانو، چې ویل کېږي د پولیسو یونیفورم یې اغوستی و، یو شمېر نارینه او ښځې، چې واده ته تللې وې، له موټرونو کښته کړې او نه یوازې پیسې او زېورات یې ورڅخه لوټ کړل بلکې پر ښځو یې ډله ییز جنسي تجاوز وکړ.

دې پېښې افغانان سخت پارولي، هر افغان جنایتکارانو ته په عام محضر کې اعدام غواړي. ځیني وايي چې د افغانستان حکومت باید د بشري حقونو د ټولنو د اعتراضونو پروا ونه کړي او په ښکاره دا جنایتکاران په دار وځړوي.

د کابل پولیس وايي چې د جنایتکارې ډلې دوه غړي یې مخکې او څلور تازه نیولي دي. ګومان کېږي چې د هغو شمېر ۸ تنه وي.

د ولسمشر کرزي ویندوی ایمل فیضي نن /سې شنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي:« د پغمان ولسوالۍ د جنسي تیري د پیښې مجرمین باید ژر تر ژره په اشد مجازات محکوم شي او د هېواد جمهوررئیس حامدکرزی به د دغو جنایتکارانو د مجازاتو د حکم په لاسلیک کې هیڅ ډول ځنډ ونه کړي.»

فیضي زیاته کړې:« د هيواد جمهوررئیس له دغي پیښې څخه له خبریدو سره سم لویې څارنوالۍ، د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست ته هدایت ورکړ چې د دغه نه بخښوونکي جنایت ترسره کونکي ژرترژه پیدا او د قانون منګولو ته دې وسپاري ترڅو د خپلو عملونو په سزا و رسیږي.»

د ولسمشر ویندوی وویل چې کرزی د سترې محکمې له ريیس او لوی څارنوال سره دغه موضوع شخصاً تعقیبوي او د دې پیښې د عاملانو لپاره یې د اشد مجازات غوښتنه کړې ده.

که څه هم ایمیل فیضي ویلي چې د موضوع د بشپړې څیړنې او د قاضي القضات له وړاندیز وروسته به ولسمشر حامد کرزی د دغه ناوړه جنایت د ترسره کوونکو د اشد مجازات د حکم په لاسلیک کې هیڅ ډول ځنډ ونه کړيخو ډېری افغانان د افغانستان پر قضايي اورګانونو بې باوره دي.

د افغانانو بې باوري له دې کبله هم د درک وړ ده چې د پغمان د پېښې د جنایتکارانو مشر پخوا د جنسي تجاوز او قتل په تور نیول شوی او محکوم شوی و خو له نیول کېدو درې میاشتې وروسته خوشي شوی و.

داسي راپورونه هم شته چې د دې جنایتکار بانډ غړي د آیت الله اصف محسني د ګوند غړي دي. تېر ځل هم محسني له خپل نفوذه په استفادې د دې جنایتکارې ډلې مشر، په دې خاطر چې پخوا د ده د ګوند قومندان و، خوشي کړی و. خو ځیني نور جنایتکاران د ملا عزت کسان بولي.

4 thoughts on “فیضي: کرزی به د پغمان د پېښې جنایتکارانو ته د اعدام په سزا کې ځنډ ونه کړي”
  1. جنایت جنایت دی . فرق نه کوی چی خمینی محسنی یا ربانی کړی وی یا کوم بل جنایت کار. حتما باید سزا ورکړل شی او ټولنه د دوی له فساده او جنایته خلاصه شی. د اتو کسانو په اعدام سره به اته دیرش میلیونه هیواد وال پند او عبرت واخلی او بیابه داسی زړه بګنونکی جنایت ته څوک زړه نه ښه کوی.

  2. دی خلکو مخکی هم جنایتونه کړی او بیرته خوشی شوی داسی نه چی د پله د لاندی پوډریان اعدام کړی او دوی د مخکی په شان بیرت خوشی شی او بیا خپل جنایتونه کوی دی زیاتی قوی واسطی او پیژندګلوی لری بیا به خوشی شی

  3. دی خلکو مخکی هم جنایتونه کړی او بیرته خوشی شوی داسی نه چی د پله د لاندی پوډریان اعدام کړی او دوی د مخکی په شان بیرته خوشی شی او بیا خپل جنایتونه کوی دی زیاتی قوی واسطی او پیژندګلوی لری بیا به خوشی شی

ځواب ورکول حقیار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *