تاند، سه شنبه، د عقرب ۱۴مه: د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا وايي، د دې احتمال شته چې د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان بیا هم وځنډېږي.

یاد بنسټ وايي، که څه هم کمېسیون د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره د عقرب ۲۳مه نېټه ټاکلې وه، خو اوس چې نهه ورځې ورته پاتې دي، نو د رایو بیا شمېرنه هم لا نه ده پيل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه د رایو بیا شمېرنه د عقرب په ۱۳مه پيل شوې واي، خو د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي تاند ته وايي، لا هم نېټه مشخصه شوې نه ده چې د رایو بیا شمېرنه کله پيلېږي.

په همدې حال کې د فیفا اجرائیوي رئيس یوسف رشید وايي، په کمېسیون کې روان وضعیت ته په پام به د عقرب په ۲۳مه هم د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان نشي: ((د کمېسیون لخوا ۱۳۷ زره قرنطین شوې رایې یې ځینو د اعتبار وړ بللي ځینې وايي، موږ ته وضاحت نه دی راکړل شوی، نو هغوی یې بې اعتباره بولي، چې دا یو جنجال دی، همدا راز د دوه زره محلونو د رایو بیا شمېرنه هم لا نه ده پيل شوې.))

نوموړی وايي، د رایو بیا شمېرنه وخت غواړي چې په نهو ورځو کې یې پایلې نشي معلومېدای.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ څه موده وړاندې له ملت څخه د بخښنې په غوښتو د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه د عقرب ۲۳مه اعلان کړه او زیاته یې کړه چې دا ځل به تقویم نه نقض کېږي.

One thought on “فیفا: د ټاکنو د پایلو اعلان به بیا هم وځنډېږي”
  1. د طلوع تلویزیون او « د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا» د ثبات اوهمپالنې ټیم ویاندویان دي. دوی هېڅ ډول بېطرفي او د هېواد ملي ګټې نه مراعاتوي.

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *