تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ډن فیلډمن د چهارشنبې په ورځ افغانستان ته له رسېدو سره سم وویل چې د امریکا متحد ایالتونه په خپل ټاکلي وخت د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د تفتیش د بهیر د بشپړېدو غوښتنه کوي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د ښاغلي فیلډمن له رسېدو وروسته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی د دې لپاره کابل ته تللی چې د افغانستان د انتخاباتي بهیر د ملاتړ لپاره د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري وروستی سفر او ټېلفوني خبرې تعقیب کړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي په خپل وخت د افغانستان د انتخاباتو د بهیر د بشپړېدو او د پایلو د اعلانېدو پر ضرورت ټینګار وکاوه او ویې ویل چې باید د ملیونونو افغانانو رایو ته درناوی وشي او د هغو پر اساس په افغانستان کې مشروع او د ملي یووالي حکومت جوړ شي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما وايي چې د رایو د تفتیش او ابطال له پروسې د دواړو انتخاباتي ټیمونو د څارونکو له وتلو وروسته ډېره هیله لري چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې به ژر څرګندې شي.

وروسته له دې چې د عبدالله څارونکو د رایو د باطلېدو بهیر بایکاټ کړ، ملګروملتو د اشرف غني احمدزي له څارونکو هم وغوښتل چې په دې پروسه کې ګډون ونه کړي.

اوس د یوناما، نړیوالو څارونکو او د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون تر څارنې لاندې د رایو د باطلېدو بهیر دوام لري.

0 thoughts on “فیلډمن: امریکا په خپل وخت د افغانستان د انتخاباتو د تفتیش د بشپړېدو غوښتنه کوي”
  1. دملل متحد تصميم به خاي دي مكر دامريكا أستاذي جه دباكستان، او دافغانستان تر منخ اريكو نماينده دي امركوي جه دتا كلو شميرنه دي به تآكلي وخت ختم شي
    خما سوال دافغان ملت تول وكروته غت نه نيولي تر كوجني او دنرنه نيولي تر شخي دا فرق نه كوي جه به هر سن او وسال كي أوسي ا يا يو أمريكاءي او يا داجه دامريكا أستاذي كولي شي جه دافغانستان مسولينو ته قومانده وركري جه درايو شميرنه به تآكلي وخت بايد ختمه شي اوكه نه .
    ١- كه جيري مونز دامريكا مستعمره أوسو جواب واضح دي جه بلي نو لازمه ده جه دافغانستان مستعمره بودن دي جهانيانوته ته رسماء اعلان كري
    ٢- كه جيري افغانستان يو أزاد او مستقل هيواد وي به كوم أساس يو بيكانه كولي شي داسي بأدار انه أوامر صادر كري ،دوي أوامر نه بلكه به دوستي كي بايد خواهشانه قدم بؤرته كري
    به هيواد مينو عزيزا نو جواب غوارم جه مونز أزاد يو اوكه يوه مستعمره كه يو أزاد او مستقل هيواد يو دامريكي دولت دي به دي هكله رسماء معذرت وغواري اوكه مستعمره يو نو موضوع حل ده هرخه جه كوي حق لري او كولي شي.
    -اول خما دسوال جواب داكتر اشرف غني او عبدالله ،عبدالله ته متوجه دي خكه جه فعلاء ريس جمهور نه شته دوي دواره اوس بيشكشه كانديدان درياست جمهوري دي
    -به دوهمه مرحله كي دهيواد با شرفو وكروته
    داجه زه يو أفغان يم او به أفغانيت كي دا حق لرم كومه موضوع جه ماته مبهمه وي دكور دوكرو خخه بوشتنه وكرم داجه افغانستان خما لوي كور دي غوارم جه دكور وكري ما بوه كري،او ما رهنماءي كري
    به درناوي ستاسي خدمتكار او كشري ورور جنرال حبيب الله جلال زوي خوكياني

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *