تاند- د بریتانیا فیننشل ټایمز معتبرې ورځپاڼې نن په یوه راپور کې ویلي، سره له دې چې د شنبې د ورځې د انتخاباتو د رای شمېرلو په بهیر کې ځیني ستونزې شته خو په دې کې هیڅ شک نشته چې اشرف غني احمدزی به د افغانستان راتلونکی ولسمشر وي.

فیننشل ټایمز وايي، د رایو په اړه یو شمېر مسایل لا څرګند نه دي او دا هم معلومه نه ده چې په افغانستان کې به د لومړي ځل لپاره دیموکراتیک واک لېږد شفاف وي خو له دې سره سره اکثره خلک باور لري چې ښاغلی غنی غالباً د افغانستان نوی ولسمشر دی.

ورځپاڼه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتلو او ورپسې ستونزمن پړاو ته، چې په اثر به یې په افغانستان کې د لوېدیځوالو پوځي رول او مالي پانګونه کمه شي، د ښاغلي غني راتلونکو ستونزو ته اشاره کوي او وايي که نوموړي دغو ستونزو ته اوږه ورکړه نو دا به لوی تحول وي.

د فیننشل ټایمزد راپور له مخې، د یوه بهرني هیواد یوه حکومتي چارواکي، چې ښاغلی غني له کلونو راهیسي پېژني، وویل:«ده هیڅوک نه دي وژلي، پیسې یې نه دي غلا کړي او ډېر ارژتمن شخصیت دی. زما په نظر اشرف غني هغه څوک دی چې دا هیواد(افغانستان) ورته اړتیا لري.»

ښاغلی غني او د ټیم ملګري یې وايي چې د انتخاباتو له ابتدايي پایلو داسي ښکاري چې خلکو په تېره بیا په ښاري سیمو کې زیات ګډون کړی خو د رای ورکولو په یو شمېر مرکزونو کې رایپاڼې کمې شوي او په یو شمېر ولسوالیو کې، چې امنیتي ځواکونو له وسله والو مخالفانو سره نښته کړې، د رای ورکولو مرکزونه ژر بند کړای شوي دي.

د فیننشل ټایمز په باور داسي ښکاري چې د اشرف غني احمدزي په بري کې نه یوازې تواضع او د وینا قوت مرسته کړې بلکې د ګڼ شمېر افغان رای ورکوونکو په منځ کې دې احساس هم ورسره کومک کړی چې د تاریخ په دې پړاو کې افغانستان یو ه غښتلي او کارزماتیک شخصیت ته اړتیا لري چې د تېرو کلونو شخړې او کړکېچونه شاته پرېږدي.

فیننشل ټایمز لیکلي، سره له دې چې ځیني خلک وايي چې اشرف غني ژر عصبي کېږي خو ده ویلي په بریالیتوب به مغروره نه شي او دا حوصله لري چې په قومي او سیمه ییزو شخړو کې ښکېل افغانان سره یو لاس کړي.

ده ویلي:«زه له ځوانانو یا ښځو یا د دې پېچلې ټولنې له هرې بلې پرګنې سره خبرې کولی شم ځکه چې ما خپله کورنۍ دنده بشپړه کړې ده.»

11 thoughts on “فیننشل ټایمز: اشرف غني بې له کوم شکه د افغانستان راتلونکی ولسمشر دی”
  1. كه جيري دا رابور واقيعت ولرئ زه د زره له كومي دافغان بأنور اولس ته تبريكي وإيم ،بيا به خلبي نيكي هيلي او كيدي،كيدي كلونو خخه دكلو جوره شوي كيدي اشرف غني او دده تيم ملكرو ته وراندي كوم.
    دا ستاسي كاميابي دافغان دقهرمان ملت كاميابي ده هر جا جه به دي لار كي مندي وهلي خبل تاريخي رسالت ءي سر ته رسولي .

  2. درسته ده چی اشرف غنی څوک ندی وژلی مګر دهغه دوه مرستیالانو(دوستم اوسرور دانش) بیا دزرګونو بیګناه افغانانو قاتلین دی

  3. بي له كومه شكه چي شاغلي داكتر صاحب اشرف غني احمدزي د گران هيواد راتلونكي ولسمشر دي او مونگ يي د لا بريا په هيله يو.

  4. چی غل نه یی له پاچا مه ډاریږه. د افغانستان ټول وطن دوسته هیواد وال له ښاغلی اشرف غنی احمدزی سره دی . د ښاغلی احمدزی مرستیالانو به دومره خلک نه وژلی لکه چی د ښاغلی زلمی رسول او ډاکتر عبدالله مرستیالانو یا د استاد سیاف مرستیالانو وژلی دی. که حساب او کتاب وشی یو به هم پاک نه وی. ښاغلی اشرف غنی احمدزی هغه څوک دی چی د خپل فکر په قوت کولای شی هیواد ته سوله راولی. هیواد له فساده پاک کړی اومونږ د ترقی له کاروان سره بیرته یوځای کړی. زه ټولو هغو افغانانو ته چی جلالتمآب احمدزی ته یی رایی ورکړی او د ده فکری ملګری دی ، د زړه له کومی مبارکی او کورودانی ورته وایم. بریالی دی وی د افغانستان خلک

  5. پدی هیله چی اشرف غنی ډیر زر ګټونکی اعلان شی. مدثر صاحب دا خو سمه ده چی د اشرف غنی مرستیال دوستم خلک وژلی اما خپله اشرف غنی خو ندی وژلی دا ۷ نور کاندیدانو خو خپله په وژنه کی لاس لرلی. نو د نورو په ټیمونو کی که ټول خلک وژونکی دی د اشرف غنی په ټیم کی یواځی یو یا دوه نفره خلک وژونکی دی

  6. please send me the link in which Financial Times has published this article, so we can share this news with our friend, as well as provide the source to prove its through. thanks

  7. له تاند څخه منـنه کوو چې هرڅه ېې د موثقو ذرایعو څخه اخستي اويوه بیطرفه اود ټولو افغانانو د تائيد وړ پاڼه ده ، لا بريالیتوب ېې د خدای په دربار کې غواړو

  8. Da Deero khalko aomedona Wa Asraf Ghani tha de,

    Kho zene Khalaq da wera lare che dase na we che Ashraf Ghani yo Secular kass we, ao Islame Asasatho tha Dernawae Wa na kre.

    Kho zma pa Nazar Ashraf Ghani yo Poh kass dae, da se ba heskala ham wa na kre, Zaka da Aghanistan 99,9 Fesada Khalaq Mosalamanan de , ao Islam ye khowash dae, 0,1 Fesad Ba da nor we.

    Zmonz deara ghata heela da da che Ashraf Ghani Ba da Ardogan ( da Turkey da Wazer Azam) roll Wa lobawe , na da Atha thurk ao ya Kom bal kam Akal secular

  9. زه هم په همدې باور یم چې یواځې او يواځي ډاکټر غني یې وړ دی او له تاند او ټولو افغانانو څخه هیله لرم چې په مدبرانه توګه خپل سرنوشت وټاکې او خلک وهڅوي چې په دوهم رونډ کې هم د غني ملاتړ وکړي او ښه په پراخه کچه یې وکړي تر څو یو کامیابه هیواد او ملت و اوسو لکه د تاریخ په اږدو کې چې مو ثابته کړیده. له تاند او نورو رسنیو نه هم په مننه

  10. با عرض سلام اين مطلب از تاريخ ١٠ ابريل است اما امروز تاريخ ٢٣ ابريل باز اين را حالي نشر كردي

ځواب ورکول Qasim ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *