تاند- د یوه تازه راپور له مخې فېسبوک په هره ثانیه کې ۴۰۵ او په هره دقیقه کې ۲۴۳۰۰ ډالره ګټه کوي. له دې حساب ولګوئ چې د ورځې څو ډالره ګټي.

د ورځې حساب یې یو څه سخته دی خو په ساعت کې د فېسبوک ګټه (۱۴۵۸۰۰۰) ډالره ده.

دا ویبپاڼو دوو ځوانانو په ساتیري – ساتیري کې جوړه کړې وه.

فېسبوک نن سبا حتي د افغانستان په شان هیواد کې، چې له تخنیک او ټکنالوژۍ ډېر شاته پاتې دی، عام شوی دی.

همدا علت دی چې ډېري سوداګري کمپنۍ خپل اعلانونه د فېسبوک له لارې کوي.

د فېسبوک چلوونکي هم سختې هلې ځلې کوي چې ټولنیزه رسنۍ یې له تخنیکي ستونزو سره مخامخ نه شي ځکه چې د دې ټولنیزې ویبپاڼې هره ثانیه ۴۰۵ ډالره ارزښت لري.

2 thoughts on “فېسبوک په هره دقیقه کې ۲۴۳۰۰ ډالر ګټي”
    1. اشاره شوې چې د اعلانونو له لارې. همداراز ډېر شرکتونه او اشخاص د ملګرو د زیاتولو لپاره اعلانونه ورکوي. د ګڼو افغانانو اعلانونه به مو ښايي لیدلي وي. مثلاً عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو هره ورځ خپله فیسبوکپاڼه اعلانوله. فېسبوک په هر لایک له هغوی څخه یوه اندازه پیسې اخلي.

ځواب ورکول تاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *