تاند، شنبه، د قوس ۹مه: د هندوستان لپاره د افغانستان ځانګړی استازی طاهر قادري وايي، افغانستان اوس له هند څخه د یو مرسته اخیستونکي له حالته راوتلی او دواړه هېوادونه سوداګریزې راکړې ورکړې ته ننوتي دي.

نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه یوه مقاله خپله کړې ده چې په کې راغلي، افغانستان له هنده نورې مرستې نه اخلي بلکې دواړه هېوادونه به سوداګریزه همکاري مخته بیايي.

د ښاغلي قادري په خبره افغانستان پر خپلو مرستندویانو تکیه کمه کړې او اوس کولی شي د سیمې د سوداګریزې ودې په برخه کې یو مهم رول ولوبوي: (( افغانستان نور په وچه کې ایسار هیواد  نه دی بلکې د چهابهار او منځنۍ اسیا له لارې د شرق او غرب د تړلو په نقطه بدل شوی دی.))

 نوموړي ویلي افغانستان په هند کې د سوداګریزو نندارتونونو جوړولو له کبله خورا اقتصادي وده کړې او په ۲۰۱۸ کال کې یې له هندي شرکتونو سره د کرنې په برخه کې د ۲۷ میلیونه او له سوداګرو سره یې له ۲۱۴ میلیونه ډالرو څخه زیات تړونونه لاسلیک کړي دي: (( همدا اوس په ۱۴ ورځني هندي نړیوال سوداګریز نندارتون کې هم موږ ته معلومه شوه چې د قیمتي ډبرو، تازه او وچو میوو، دودیزو کالیو او ۲۱ برخو کې افغانستان ښه بازار پیدا کولی شي.))

 د ښاغلي قادري په وینا هند اوس د افغانستان په لوی سوداګریز شریک بدل شوی دی او افغان سوداګرو ته یې پراخ فرصتونه برابر کړي دي.

 دا په داسې حال کې ده چې هند د افغانستان د مرستندویانو په ډله کې مهم هېواد بلل کېږي چې تر دې دمه یې د لویو زیربنايي پروژو د تطبیق تر څنګ له افغانستان سره ۳ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.

One thought on “قادري: افغانستان د هند په لوی سوداګریز ملګري بدل شوی دی”
  1. کچیری هند غواړی چی افغانستان د ځان بساینی لور ته لاړ شی نو دلته دی په بندونو او معدنونو باندی سرمایه ګذاری وکړی او یا د له افغان دولت سره په تخنیکی چارو کی مرسته وکړی ترڅو افغان دولت وکولای شی د هغی اقتصادی طرحی چی لری یی په عملی کولو کی او ولس له فقر او بیکاری له خلاصون څخه ترینه استفاده وکړی

    نو همدارنګه افغان ولس او افغان دولت د هغه له ګاونډی هیواد چین څخه هم غوښتنه لری چی بیاروغونه او لوی پروژو په تطبیق کی ورسره مالی او تخنیکی ملاتړ وکړی او بندونو جوړولو او معدنونو په استخراج کی مالی او تخنیکی مرسته وکړی
    ځکه بند باید لومړی ډیزاین او بیا ساختمانی چاری مخکی لری
    همدارنګه معدن هم سروی او اقتصادی مطالعی ته اړتیا لری نو کچیری یاد هیوادونه او نور نړیواله هیوادونه پدی دوه برخو کی زموږ لاس نیوی وکړی افغان دولت او افغانان له بیکاری او فقر څخه خلاصیږی او ځان بساینی په لور حرکت کوی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *