محمد اسماعیل قاسمیار

تاند- د ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د سولې د خبرو سرمرکچي وايي، په قطر کې د افغانستان د سولې درېدلې خبرې تر هغو نه شي پېلېدای چې طالبانو له تروریستي هلوځلو لاس نه وي اخیستی.

ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو د مشر اسماعیل قاسمیار دا څرګندونې د افغانستان د سولې بهیر ته یو لوی ګوزار بللي دي.

که څه هم دې ورځپاڼې ښاغلی قاسمیار د ولسمشر کرزي د سولې د بهیر مهم سرمرکچي بللی دی خو د تاند له مالوماتو سره سم د نوموړي خبرې حتي د سولې په شورا کې هم ډېر اورېدونکي نه لري.

قاسمیار د طالبانو په اړه وویل:«دوی بېګناه خلک وژني. هغه قومندانان چې د دوحې په بلډینګونو کې ناست دي د قتلونو مسوولیت په غاړه لري. دوی سیاسي او مالي ملاتړ ترلاسه کوي. دا د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی. دا د ملګروملتو د منشور خلاف دی. څرنګه کېدای شي چې یو حکومت د هغو ترهګرو ملاتړ وکړي چې هغوی خلک وژني. دوی دا مسله څرنګه توجیه کوي؟»

قاسمیار همداراز ټینګار وکړ« خبرې تر هغو نه شي پیلېدای چې دوی وژنې بس نه کړي.»

که څه هم ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې د افغانستان د حکومت د یوه چارواکي دا څرګندونې د طالبانو له لوري د بیرغ او د اسلامي امارت د لوحې په وړاندې د افغانستان غبرګون بللی دی خو د خبرو مطلب په هیڅ صورت دا نه و چې دواړې خواوې به جګړه هم بس کوي.

په قطر کې د طالبانو دفتر په دې هدف پرانستل شو چې په هغه کې د جګړې د بس کولو پر لارو چارو خبرې وشي.

10 thoughts on “قاسمیار: تر هغو د سولې خبرې نه شي کېدای چې طالبان جګړه بس نه کړي”
  1. سلام خدمت شما :البته لازم نیست به نظر ام که همرای غلامان چتلستان به میز مذکرات بیشنند باید این کثیفان را سرکوب کنیم اینها اولاد انگلیس و چتلستان هستند باید ذیل این شعار دولت مان بجنگد که جنگ جنگ تا نابودی به نام طالب سگها

  2. په دی کی شک نه شته چی شمالی ټلواله ( د کرزی اداره) نه غواړی چی جګړه ودریږی. دا ځکه چی په دی جګړه کی پښتانه وژل کیږي او د پښتنو له منځه تلل د شمالی ټلوالی اصلی هدف دی. بله دا چی په تیرو دولسو کلونو کی کرزی صاحب د اولس مشر په توګه دنده نه ده تر سره کړي ، بلکی هغه د شمالی ټلوالی د ویاند، د عام اړیکو مسوول په توګه دنده تر سره کړی ده. نو همدا خبره ده چی ښآغلی قاسمیار او ښآغلی سپنتا دا حقیقت خلکو ته بربنډ کړ. اوس په خلکو پوری اړه لری چی د شمالی ټلوالی د حاکمیت سره څه ډول چلند وکړي. او طالبانو هم په بښتنو پسی راخیستی ده دوی هر چیری پښتانه وژنی کلی او سیمی یی ورته تباه کوی خو دوی یووار هم د هزاره ګانو او تاجکانو سیمو ته د جهاد د پاره نه ځي دا ځکه چی پنجاپ ورته په کلکه ویلی دی چی د دوی څخه به ځانونه لری ساتی. که دوی واقعا جهاد کوی نو کفر ( د دوی په اصطلاح ) یوازی پښتنو سیمو ته نه دی راغلی د خلکو د ویناو سره سم تر اوسه په سلګونو کلیساوی د هیواد په مرکزی سیمو کی فعاله شوی دی او دلته هم د بهرنیانو حاکمیت دی که دوی په رشتیا مجاهدین وی نو دوی دی هزاره او تاجکانو سیمو ته هم د جهاد د پاره ولاړ شی.

  3. چې طالبان له جګړې لاس واخلي، بیا خو د سولې خبرو ته اړتیا هم نه پیدا کیږي، دا څه ډول منطق دی د قاسم جان؟

  4. saltaan ……………….. taa deer kam aqalaa yee taa nooor humm daa hellah lari chii afghanan judaa ki, hellaa kawum chee noor the samall aww janoob parrk wanoo kwoo .yawazi the ISI ghulaman daasi khbari kaweee……………………….

  5. Useless discussion.
    If the government of Afghanistan to start peace talk with Taliban, instead of Taliban they should discuss the peace issue with Taliban bosses which is Punjabi Regime. Taliban is TV remote, which is using by boss, so talks should be started with boss not with servants

  6. It’s so sad that people like Qasimyar are in charge of afghanistan affairs, and further more stupids such as Mr. Sahil is agreeing with him. The probelm of Afghanistan is niether pakistan nor Iran, its afghanistan itself. to be more specific, there won’t be any peace for as long as the criminals of so called northern allaince running the government and Karzai is in charge.

  7. زه وایم، چې قاسمیار له یوې خوا شرایط وړاندې کوي، چې( تر هغو د سولې په تړاو خبرې نشي کېدای، چې وسله وال طالبان جګړه بس نه کړي)
    دا خو منطقي خبره نه ده، ځکه دغه شرایط به مو د سولې عالي شورا له رامنځ ته کېدو وړاندې مطرح کړي وو، دا چې د سولې شورا ترنامه لاندې له شاوخوا دوو کلونو راهېسې مو میلیاردونه ډالره مصرف کړل، او اوس یې هم معاشونه اخلی دا ټول د څه لپاره ول، کومه لاسته راوړنه؟ په دې ټول افغانان پوهیږي، چې د دغې لوبې تر شا د چا لاس دی او د سولې شورا یعنی څه؟
    له بلې خوا طالبانو ویلي، چې هر کله مو له افغان دولت سره د سولې خبرو په تړاو چمتو والی ښودلی دننه په حکومت یې لوړپوړو چارواکو مخه ډب کړې.
    دا ښکاره خبره ده، چې ځېنې ډلې نه غواړي د سولې له لارې له طالبانو سره ستونزه حل شي، هغو لاهم د جګړې لاره غوره کړې، او دا چې شاخوا یوه لسیزه جګړه هم غځېدلې او پکې ډیر پښتانه وژل کیږي، له شک پرته، چې تر شا یې د همدغو ډلو لاس دی.
    زما په فکر د سولې له لومړیو یوه پروژه وه، ولسمشر کرزي د سولې شورا د دې لپاره رامنځ ته کړه، څو د هغو ډلو خولې ور پټې کړي، چې کرزی یې تر تاثیر لاندې ده..

  8. قاسمیار دی خدای خوار کړی لاپدی ګیره لکه چه د خره لکی ته کلیوال دیزان ورکړی. په هر صورت وایی چه یوه بلا بلی ته وایی چه کوښ. دی سولی په جرګه که داسی کسان ناست دی چه زما هم زړه نه غواړی چه ورسره خبری وکړم څه رسه طالبان

ځواب ورکول سسلطان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *