قاضي اسماعیل ازاد

دوه خاطرې:

(۱)
ماښام لمونځ مې د حاجي یعقوب جومات کې وکړ، شیبه منتظر پاتې شوم او بیا مخامخ د خپل ملګري ذبیح الله بهار اتاق ته روان شوم. له ما مخکې د اتاق دروازې ته یو څوک ولاړ و. ور نږدې شوم، لکه داود خان؛ سر او مخ یې دواړه خریلی وو. څیره یې راته اشنا ښکاره شوه. خو ذهن ته مې نه راته. لکه د یو چا نوم چې دې زړه کې وي او په خوله دې نه راځي.

بهار صیب ورته زما په اړه خبره کړې وه. د اتاق دروازه بنده وه. له روغبړ وروسته یې له لاسه ونیولم او همداسې ګډ راښکته شوو. حنظله څلور لاري ته څیرمه په یوه هوټل ور ننوتو. ذهن ته مې راغی، دا سړی مې د ټلویزیون پر سکرین لیدلی و او بیا مې چې لږ نور هم په ذهن فشار راوړ، نو نوم یې را یاد شو . قاضي اسماعیل ازاد و.

کوربه مې شو. بحث مې شروع کړ، ما ویل: قاضي صیب! لا قانون حاکم نه دی، لا زورور حاکم دي او لا د وروستۍ پریکړې صلاحیت د محاکمو په ځای له اشخاصو سره دی. تاسو ډيرې بربنډې خبرې کوئ. ګوزاره کوه.

موسکی شو، ویل یې: دا خلک په شفرونو نه پوهیږي. په کنایو یې سر نه خلاصیږي. مجبور، هر څه ورته ښکاره ووایوو. ای، مرګ یو وار راځي. چې پوره شوه بیا به نه یوو.

رښتیا هم، پرون یې پوره شوه او اوس دا دی زموږ منځ کې نشته.
(۲)
خبر شوم چې د قاضي صیب لور وفات شوې. په تیلفون مې ورسره خبرې وکړې، خو ومې نه لیده. ځان مې کم محسوساوه. ما ویل که مخ شوم ورسره څه پلمه به کوم؟

یوه ورځ د جلال اباد ښار په یوه مزدحمه کوڅه کې روان وم، یو ناڅاپه ورسره مخ شوم. څو شیبې ودریدو. د لور خبره مې وریاده کړه، بخښنه مې وغوښته. موسک شو، ویل یې : دا خبره پریږده. دلته هره ورځ په لسګونو ځوانان وژل کیږي، دا خو ماشومه وه، په خپل مرګ مړه شوه.

یو شیبه ودریدو، ما ویل یوه ورځ دې کور ته درځم. ویل یې مهرباني، ښه به شي. خو دا ورځ بیا را نغله، دا ورځ مې پرون په یاد شوه، پرون یې له یو ناڅاپې مرګه خبر شوم.

قاضي صیب، الله دې درته مغفرت نصیب کړي.
قاضي صیب!
ستا یادونو خو زه ډیر ذرې ذرې کړم…
محمد نعمان دوست، جلال اباد
سپټامبر ۲۹،

One thought on “قاضي اسماعیل ازاد سره دوه خاطرې/ محمد نعمان دوست”
  1. السلام علیکم۰۰۰ موږ خو دکرزی او اشرفغنی دحکومت مخالف یو او داسلامی نظام دراوستو فه تمه یو چی فه لکونو افغانان راسره ولاړ ده او دا ډګر به انشا الله ګټو او لری هم نه ده خو سره لدی موږ فه ازاد صاحب خفه شو څکه هغه یو ویش انسان وه موږ له نږدی نه فیږندو خو فه تلویزون کی مو لیدلی وه چی حقیقت به یی ویل کاشکی اسلامی امارت سره ولاړ وی تر څو موږ ورسخه له نږدی ګټه فورته کړی وی خدای ج وکړی چی دقیامت فه ورځ دکرزی او اشرفغنی دحکومت له خلقو سره فه یو صف کی را فورته نشی او له سفیڅلو مسلمانو سره را فورته شی او جنت ته داخل شی والسلام

ځواب ورکول شهباز ستانکزیی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *