تاند، یکشنبه، د اسد۱۳مه: د سولې او اعتدال ټیم یوې سرچینې تایید کړه چې د حنیف اتمر او عطامحمد نور تر منځ د صدراعظمۍ پر څوکۍ جنجال ختم شوی او اتمر منلې ده چې که بریالی شي نو عطانور به یې په حکومت کې صدراعظم وي.

دغه سرچینه وايي، له اوږدو خبرو وروسته په دې هوکړه شوې چې که اتمر بریالی شي نو عطامحمدنور به یې د حکومت باصلاحیت لومړی وزیر وي.

په همدې حال کې ښاغلی حنیف اتمر پرون د عطا محمد نور کور ته ورغلی او د سولې تر څنګ د راتلونکو ټاکنو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

 د عطا محمد نور مطبوعاتي دفتر دا لیدنه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې پرون حنیف اتمر، لومړی مرستیال یې یونس قانوني، دویم مرستیال یې حاجي محمد محقق او د سولې او اعتدال ټیم ځانګړي استازي شاکر کارګر د عطا نور په کور کې راټول شوي او په ځینو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

  ټاکل شوې چې د اختلافاتو له حل وروسته د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټیم ټاکنیزو مبارزو ته هم ژر راودانګي.

عطا محمد نور د اسد د میاشتې له ۶مې راهیسې د حنیف اتمر کمپایني غونډې ځکه نه پرېښودلې چې اتمر ویلي و د صدراعظم په توګه به په لومړۍ ورځ د عطامحمد نور نوم نه اعلانوي.

عطا محمد نور ویلي و، تر هغې کمپاین ته اجازه نه ورکوي تر څو ورسره اتمر ونه مني چې د بریا په صورت کې به یې دی  صدراعظم وي.

د دغو جنجالونو د راپورته کېدو پر مهال د عطامحمدنور د ډلې مهم کس یونس قانوني له هېواده بهر و او دواړه لوري د هغه راتګ ته په تمه وو چې لانجه یې ور حل کړي.

3 thoughts on “قانوني، اتمر د نور کور ته بیولی، د نور صدراعظمي یې پرې ومنله”
  1. اتمر صاحب هم د هوا مرغان شغالانو ته لیلاموي- فضایي صدارت- ملت خو هسې هم مړ دی. خو که له قطر نه کومه بوړبوکۍ راپورته کیده بیا به نه صدارت وي نه به ریاست نه به وزارت… ټول به هوايی و فضایي شي ههههههههه

  2. ددوی پلار یی نسی ګټلای اول باید دوی ددی قصرونو او غلاوو حسابونه ورکړی او هیڅ افغان دا نه غواړی چی ملک د ملوک الطوایفی خواه ته بوزی او وروسته لدی خلک نه غواړی چی پردی غلو اعتباز وکړی

  3. هی هی د افغانستان زوریدلی ولسه کله به د دوی د معاملو څخه خلاص شی . او اتمره تا خو هڅی نه هم …… لړلی دی که چیرته ته ریس هم شی خو ددوی داړه مارانو نه به والله که په ارامه وکړه یو ولسوال به هم ددوی د اجازی پرته مقررولی نشی . اشرف غنی چی په 50 ٪ فیصده حکومت کوم مشکلات ولیدل تا خو سم ځان سره د داړه ماران یو ځای کړی والله که ترینه ښه ورځ وګوری…

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *