یونس قانوني

تاند، جمعه، د جدي ۶مه: د جمهوري ریاست پخوانی مرستیال محمد یونس قانوني وايي، د سولې په مذاکراتو کې د حکومت او سیاستوالو د رول نفي کول به د جګړې او بحران د دوام سبب شي.

ښاغلي قانوني نن په کابل کې عبدالمطلب بیک د ترور د اتم تلین په یاد مراسمو ته وویل، د نظام نفي کول او د مصالحې انحصار دوه افراطي مسیرونه دي چې د بحران د زیاتوالي سبب به وګرځي.

نوموړي ویلي، د بحران د حل یوازنۍ لاره دا ده چې د افغان دولت، سیاستوالو او طالبانو تر منځ همغږي رامنځته شي: (( له مذاکراتو څخه د نظام نفي کول طالبانو ته د خدمت په معنا دی دا به انارشیزم راولي او طالبان به حاکم کړي چې دا دواړه د هېواد په خیر نه دي.))

ښاغلي قانوني ټینګار کړی چې هیڅ سیاستوال او افغان به د اسلامي امارت بیا واکمنېدل ونه مني بلکې په وینا یې د سولې لپاره د امارت له نفي او د جمهوریت له خوندیتوب پرته بله لار نشته: (( موږ په افغانستان کې د لبنان بل حزب الله تنظیم نه غواړو، که داسې وشي دا به یو خیانت وي، باید د ټولو نظر یو وي .))

دا به داسې حال کې ده چې د سولې مذاکرات لا هم د امریکا و طالبانو تر منځ روان دي چې په اړه یې طالبان وايي، له امریکا سره تر هوکړې وروسته به له افغان حکومت، سیاستوالو او ټولو قشرونو سره یو ځای کېني.

4 thoughts on “قانوني: له مذاکراتو د حکومت او سیاسیونو نفي کول انارشیزم ته لار خلاصوي”
  1. شما مگر حافظه تان درست کار نمیکند که یک دولت را ازرا ه اتخابات در سال 2014 منتخب کردید ، حالا باید در
    سیاست خارجی و داخلی همین حکومت مشروع را بگذارید که کار خود را به پیش ببرد این ولت به اساس قانون اساسی نمایندګی از ملت میکند ، ازین ګذشته شورای مشورتی لویه جرګه نیز دایر کردید پارلمان و مشرانو جرګه هم در جای خود هستند دیګر جای ګیله وجود ندارد برای یک عده که خود را سیاسیون میپندارند ولی متآسفانه کارکرد چهل سال
    اینها ثابت کردند که اینها صرف در جستجوی پر کردن جیب و ګرفتن چوکی بودند ، سیاستمداران ملی نیستند .

  2. آقای قانونی و همه شخصیتهای محترم که ادعای سیاست دارند همه میدانید که در افغانستان یک گروه تروریستی که نزدیک به بیست سال است ساخته شده است توسط استخبارات نظامی دولت همسایه ( پاکستان ) که همیشه مؤلد و صادرکننده تروریسم در منطقه خاصتآ به افغانستان میباشد به حیث یک ابزار جرمی ، جنایت کارانه و مواد سوخت برای رسیدن به اهداف ستراتژیک در منطقه .
    آیا به نظر شما باید دولت جمهوری افغانستان از یک موقف قوی باید سر مسئله صلح با این گروه در موجودیت نمایندگان کشورهای منطقه و ملل متحد وارد مذاکرات شود یا ضعیف ؟
    میدانم که همه سیاسیون افغانی متفق است که دولت افغانستان بایک طرف قوی از موقف قوی وارد گفتگو درین پروسه شود ، خوب چه وقتی افغانستان قوت سیاسی را درین مذاکرات به نمایشگذاشته میتواند ؟ در جواب شما هم متفق هستید که : وقتیکه رهبری دولت افغانستان که نمایندگی از یک ملت بزرگ میکند به نمایندگی از دولت افغانستان به یک صدای واحد و مشروع درین مذاکرات وارد گفتگو شود نه دوصدا و چند صدا ازیک دولت و یک کشور ! به نام دولت به نام سیاسیون به نام مجاهدین سابق به نام قوم و سمت ، به نام بین الافغانی وغیره واین چیزی هست خلاف قانون اساسی و غیر مشروع واین نوع ادبیات و اصطلاحات در حا حاضر ساخته ای استخبارات دشمن که به تروریستها یاد داده شده است مثلآ که میگویند حکومت کابل نه حکومت افغانستان .
    ما وشما و همه ملت بزرگ ما افغانستان رای دادیم در 2014 به یک نظام ، دولت و یک رئیس جمهور رای دادیم حالا باید همان رای خود را باید احترام بگذاریم و بگذاریم که رهبری دولت در مذاکرات صلح من حیث یک صدای رسا وواحد و مشروع به نمایندگی ملت بزگ و صلحدوست افغانستان با مخالفین مسلح این کشور در حضور دیگرنمایندگان دیگر کشورهای منطقه و ملل متحد وارد مذاکرات شود . و بحث و مسائل تخنیکی این روند هم آنقدر پیچیده نیست که رئیس جمهور افغانستان که یک متفکر شناخته شده به سطح جهان است از تحلیل آن عاجز باشد و از قبل هم منطق و استدلال طرح خود را با موفقیت به منطقه و جهان پیش کرده است و آنها نیز آنرا معقول دانسته است از بابت همین طرح و منطق اشرف غنی بود که طرح حکومت موقت شکسته شد ، موضوع آتش بست دایمی من حیث شرط اینکه ایا طالبان در قول صلح خود صادق هستند یا خیر من حیث یک محک تقریبآ گروه طالب را دست پاچه کرده است و به غرض مشوره و اجازه درین امر به باداران پاکستانی شان به پاکستان سفر میکند و خود شان در رسانه اعلان میکند که به هلمند سفر کرده است .
    این همه پیامدهای طرح و منطق قوی رئیس جمهور اشرف غنی است که ملت ما به وی رای داده است و بروی اعتماد نموده است ، بنآ لازم است که سیاسیون افغانستان نیز از صبر و حوصله کار گرفته مشوره های خودرا با رئیس جمهور شریک کند ولی لازم نیست که به عوض یک هئت به نمایندگی دولت یک لشکر به مذاکرات روان شود ، درین مقطع مهم باید سیاسیون از سلیقه ها شخصی ، نزاکت های داخلی ، گیلایه شخصی و از منافع شخصی باید بگذرد ، منافع ملی ، حیثیت و عزت افغانستان را مدنظر داشته باشد . سر رهبری دولت مشروع خود مطابق رهنمود قانون اساسی اعتماد کند ، این نماینگر قوت ملت بزرگ و دولت افغانستان است . فکر کنند که اگردولت جمهوری افغانستان برنده باشد همه ملت برنده است ، دیگر هیچ جای تشویش برای سیاسیون نباید باشد .

  3. آغای قانونی منحیث مبتکر معامله بن باید مردانه وار اعتراف میکرد که طالبان و حزب اسلامی را ما در نتیجه محرومیت ،مجبور به جنګ نمودیم ،انحصار تنظیمی داشتیم، در فساد ،افغانستان را بدرجه اول سقوط دادیم، اکثریت ارکان دولت ۱۴ ساله ما ملوث به فساد ملیونی ومیلیاردی بودند ، زندان شخصی و استفاده از بیت المال برای مقاصد شخصی و تنظیمی ، تبدیل سفارت ها به مهمانخانه تنظیم و غیره انحصار و ابتکارات تنظیمی همه و همه نظام را از بین برده و میراث فساد ګسترده ۱۴ ساله به د.غنی و ملت مؤمن حواله شد و باید بګوید که این ها را ما آزمودیم شما باز تجربه نکنید که منافع ملی و آرام ملت را می بلعد
    مع الاسف ملت مؤمن ما از شاهزادګان تنظیمی(آی-اس-آی) و تنظیمهای ملوث با مقاصد و روش استخبارات همسایګان مغرض و نامرد ، خاطره خوش نداشته ،همه را باید منحل واز نو تحت مراقبت ،هیئت مؤمن، برای منافع ملی بر بنیاد مسابقه در خیر و خدمت پرورش دهند و ازین لجام ګسیختګان خودبین ،استفاده جو و بی هدف ، ملت را نجات دهند واز این مدافعان فساد و مفسدین ،افغانستان و ملت مؤمن ما را نجات داده وبه تباهی نقطه انجام و ختم بګذارند

  4. کله چی دلته په افغانستان کی نه روس وو او نه هم امریکا، وروسته د شورویانو له وتلو څخه د نجیب الله دولت پخپله پنځه کلنه دوره کی کراتو کراتو وویل چی راځی نو به سوله وکړو او ورور وژنی او افغان وژنی څخه دواړه جهته لاس واخلو او په خړه شیروا به سره را غونډه او یو مقتدر او خپلواکه دولت به جوړ کړو، ددی پر ځای چی مجاهدین د نجیب الله غوښتنی ته مثبت غبرګون وښآیی نو ویل یی چی تاسی د شوری ګوډاګیان یاست موږ یو اسلامی حکومت جوړ وو

    کله چی بنین سیوان راغی او له نجیب الله ته د حکومت پریښودلو وویل نو همغه مجاهدین په اسلام آباد کی خپل حکومت جوړ کړی چی وروسته بیا دوی هم په خپل مینځی اختلافات سر شول چی پاکستان د دوی د مینځه وړلو لپاره طالبان د برتانیه په طرح او امریکا په مالی مرسته را وټوکول یعنی پیدا او منسجم کړل
    چی شعار یی وو تاسی ټول شر او فساد یاست تاسی له مینځه بیایو
    چی د قانونی په شمول ټول جمیعتیان یی پنجشیر او تخار ته په تیښته مجبور کړل، یعنی په کم وخت کی طالبانو کابل ونیوه مګر پاکستان طالبانو ته اجازه نه ورنکړه چی په پنځه کلنه دوره پنجشیر له همدی مجاهدینو تصفیه کړی چی بیا دوی ته سردرد جوړ نشی کله چی طالبانو د پاکستان غوښتنی پر ځای نکړی (بی د ډاکټر نجیب الله له وژلو او په دار کولو څخه)نو امریکا پدی اساس وخت کی پاکستان امر وکړ چی په طالبانو باندی بامیانو بوتان ونړوی چی نړیوالو له نظره بد شی چی همغه شان وشول او پدی وخت کی په امریکا ۱۱ سپتمبر پیښه یی هم مینځه ته راغله یا له مخکی پلان شوی یا رښتیا د سعودیانو لخوا وشوه (کچیری دا کار د سعودی کسانو کړی وی ولی امریکا اوس هم له سعودی دولت او خلکو سره نیکی اړیکی ساتی) نو آسامه بن لادن د پاکستانی استخباراتی کسانو له لاری افغانستان ته انتقال او له افغانستان خاوری څخه بی لدی چی طالبانو سره هماهنګی وکړی د امریکا په وړاندی یی په تونده لهجه خبری او کنفرانسونه شروع کړل چی امریکا همدا اسامه بن لادن بهانه وګرځاوو او دلته د راتګ لپاره یی پاکستان تر اوسه پوری ۳۳ میلیارده ډالره چی ښکاره رسانیو ورباندی اعلان کړی ورکړل او په داخل افغانستان کی د جمعیت ګوند د همدی قانونی په شتون یی ملاتړ وکړ او د امریکا راتګ او دلته د نظام جوړلو لپاره په جرمنی د بن کنفرانس جوړ کړ نو امریکا ددی پر ځای چی جمعیتان یا شورای نظار ډله له امریکا سره مرسته وکړی د ټول نظام په جوړلو کی یی زیاته ونډه همدی شورای نظار ډلو ټپلو ته ورکړه چی تر نن پوری زیات امتیازات غواړی

    کله چی امریکا د سولی ګنګوسی شروع کړی نو په وخت کرزی صاحب زیاترو چی دوی په واک غوښنه برخه درلوده نو د کرزی ته داسی وویل چی ته باید د قطر د دفتر په وړاندی جدی نظر ونیسی همغه وو چی کرزی په خپله دوره د قطر د دفتر د بندیدو غوښتنه له امریکا وکړله مګر نن چی د اشرف غنی وخت د سولی په پروسی یو اندازه زیاته پاملرنه کیږی نو نن همدا شورای نظار ډله ددی پر ځای چی د سولی په اړه له خپل جوړ شوی نظام مشر یا د دولت مشر یا د حکومت مشر ولسمشر اشرف غنی سره خپل مشوری او نظریات شریک کړو عجیبه ده چی کله په قطر مجاهدینو او سیاسیونو په نوم د غونډو او مجلسو کی په ناستو باندی مصروف دی آیا سیاسیون او مجاهدین د ولس نماینده ګی کوی که ټاکل شوی ولسمشر یا موجوده نظام چی مشری یی د اشرف غنی په لاس کی ده؟
    څه انګیزه ده چی همدا کسان چی پرونه پوری یی د قطر د دفتر پرانستو مخالفت کاوو او اوس ورسره د نوم لړ یا جدول په جوړلو کی دولت ته ګواښ کوی یا په لست کی د ځان حق غوښتنه کوی؟
    ولی افغانان (مجاهدین،سیاسیون،مدنی فعالان، طالبان او دولت) پدی چارو کی مستقل او متفق نظر نلری؟
    آیا موږ افغانان دا توانایی لرو چی دا د سوله پروسه چی اوس په پروژه بدله شوی یو افغانی میکانیزم ته بدله کړو یا انتظار وباسو چی نړیوال څه کوی او موږ پنیر پیشو ته په لاس ورکړی چی راته وویشی

    ویل کیږی چی یو وخت یوی پیشو ته موږکانو یو پنیر را وړی وو چی دا مساوی را تقسیم کړه کله چی په مینځ نیم کړ په ترازو کی یی چی کیښود ګوری چی یو دروند دی او بل سپک نو له درندی برخی څخه یی یوه ګوله وکړه نو چا بیا یی په ترازو کی کیښود ګوری دا بله برخه یی درنده ده نو بیا یی لدی بلی یوه ګوله وکړه، موږ کان چی پوه شو څه شی نه پاتی کیږی نو وویل چی بس نور موږ سره ورباندی جوړ راځو نو کله چی موږکان تلل پیشو ورته وویل چی زما مزد او مزدوری څنګه شوه

    نو داسی ښکاری چی اخره به پاکستان، ایران، روسیه، امریکا، برتانیه، چین، سعودی، قطر او جرمنی او نور هیوادونه چی د سولی په پروسه کی دخیل دی یو وخت ددی پروژی مزد او مزدوری غواړی ځکه بیا وایم چی پیشو د خدای د رضا لپاره موږک نه نیسی؟

ځواب ورکول یفتلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *