یونس قانوني

تاند، پنجشنبه، د دلوې ۲۴مه: د جمهوري ریاست پخوانی مرستیال یونس قانوني وايي، که سیاسیون او حکومت دسولې مذاکراتو ته په یو غږ او یو صف کې ولاړنه شي، د مصالحې لوبه به په دسیسه او توطیه بدله شي.

نوموړي نن د صبغت الله مجددي په لومړي تلین کې وویل، ټول افغانان سوله غواړي، خو دا چې څرنګه سوله غواړي په دې تړاو اختلافات زیات دي.

نوموړي ویلي، نه یوازې حکومت سوله راوستلی شي، نه یې هم سیاسیون له حکومت پرته راوستلی شي، له همدې کبله د قانوني په وینا اړتیا ده چې د مذاکراتو په مېز د حکومت، سیاسیونو او طالبانو مثلث کېني: (( که سیاسیون او حکومت یو د بل حذفولو ته دوام ورکړي، دا به له افغانانو سره لویه جفا وي.))

نوموړي ټینګار کړی که د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر سیوري لاندې د سیاستوالو او افغان حکومت اجماع جوړه نه شي او د سولې واضح تګلاره رامنځته نه شي د سولې او جوړجاړي لوبه به په دسیسه او توطیه واوړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې امریکا او طالبانو د سولې د هوکړې لاسلیک ته د نږدې کېدو خبر ورکړی دی، خو دېخوا نیوکې دي چې لا هم سیاسیون او حکومت د سولې په رابطه یو نظر نه دي.

2 thoughts on “قانوني: که داخلي اجماع جوړه نه شي، سوله به په توطیه بدله شي”
  1. قانونی او دده ملګری باید پوه شی چه دغه د صلح د پاره ملی اجماع د دښمن یو جال دی چه یو تعداد کسان یی په کښی را ګیر کړی ، هدف ددی جال نه د ملی وحدت ګډوډ کول دی ، موقت حکومت ته لاره برابرول دی چه هره روځ یی علاوه د عمران خان نه زمو وطنداران ګلبدین او کرزی هم تکراروی ، افغان نخبه ګان چه ملی فکر ورسره دی نه شخصی منافع باید دموجوده دولت د رهبری په
    محور را ټول شی ځکه بهترینه طرحه یی وړاندی کړی اوهغه یو مهم چلنج دی ومسلحو مخالفینوته چه : اول اوربند ا وبیا مذاکرات د صلحی د افغانستا داسلامی جمهوریت ددولت سره .

  2. ښاغلی قانوني،
    يوځل خو هغه په سلهاو ميليونه غلا شوي ډالر راوګرځوه چې په د ښاغلي کرزي په حکومت کې دې پټ کړي دي. ځان قانوني هم بولې، نو په قانون کې خو غلا نشته. ايا د يو مسلمان ومجاهد په توګه ته وخدای او رسول چې د الله تعالی کتاب او اساسي قانون د غل او د غلا شوي مال په باره کې څه حکم کوي؟

ځواب ورکول Ajmal Nasar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *