په ښار کې له خپلې ملګرې سره د دهمزنګ له سیمې څخه د پوهنې وزارت پر لور روانه وم، کله چې (ده افغانانو) ته ورسیدو، ومو لېدل چې ترافیک پولیس په سیمه کې د ګڼه ګوڼې له امله يو خوا بل خوا موټرو ته اشارې کوي، ناڅاپه مو پام شو چې له هغې خوا په یو طرفه سړک باندې په بدل لاس يو کرولا موټر راغی، یو تن يې پر جلب وو چې له رنګه لوفر شکله معلومیده، کله چې پرې د ترافیک پولیس پام شو نو له واره يې ورته د دریدو اشاره وکړه، تر هغه چې ترافیک ترې لومړنۍ پوښتنې پیل کړي موټر چلوونکې ترافیک ته وويل زه د امنیت کارمند یم.

دی که هر څوک و قانون يې مات کړ او د داسې يوې ادارې له نوم څخه يې استفاده وکړه چې ترافیک پولیس هم ګوته په خوله پاتې شو او موټروان په خپله مخه ولاړ. قانون څوک ماتوي او څوک يو چاته دا اجازه ورکوي چې قانون مات کړي؟ دلته ترافیک پولیس ملامته نه دی ملامت دا اوسنی نظام دی چې دغسې خلکو ته یې وخت ورکړی دی، دلته ترافیک ولې قانون پلی نه کړ، ترافیک پولیس پوه دی چې که چرته پر ده باندې د قانون د پلي کولو هڅه وکړي نو لیرې نه ده چې فزیکي برخورد هم ورسره وکړي، ځکه داسې ډېر کله شوي دي د مافیاو او زورواکو له لورې د ښار په بېلابېلو واټونو کې ترافیک پولیس ښکنځل شوي، وهل شوي، ډبول شوي او آن تر دې چې په مرګ ګواښل شوي دي، خو تر اوسه يې چا پوښتنه نه ده کړې، دا ترافیک پولیس هم پر دې پوه وو که چرته د دغه کس مخه ونيسي او د قانون د پلي کولو هڅه وکړي نو کیدای شي چې د بې عزتۍ سره مخ شي، او بیا داسې څوک نشته چې پوښتنه یې وکړي. دې ته ورته مونږ د ګڼو پـېښو شاهدان یو او که دا حال وي نو دا به هره ورځ تکراریږي، هغه له دې امله چې مونږ سالمه رهبري نه لرو، تر ډېره بریده مو مشران د مصلحتونو پر بنسټ په دندو ګمارل شوي، مافیاوي کړۍ وخت پر وخت د پرمختګ په حال کې دي او له دوﺉ سره د دولت لوړ پوړي دولتي چارواکي لاس لري، ښکاره خبره ده چې له هر چا يو څوک ملاتړ کوي د يو چا لپاره ګټې کوي او بیا د چا په ډاډ ګرځي همدا لامل دی، که نن ترافیک پولیس ورته څه ونه ویل نو سبا يې که څوک وواژه نو بیا به هم ورته څوک څه ونه وايي. مونږ که زیر شو په اوسني نظام کې عدالت نشته، قانون نشته او که وي هم نو د زورواکو او مافیاو لپاره نه دی، قانون یواځې او يواځې پرغریب او ناچاره پلی کېږي او بس. مافیا هغه څه دي چې په تېرو يوولسو کلونو کې يې د پام وړ جرړلې کړې دي او لاهم د غوړیدو په حال کې ده، که نن خلک ۲۰۱۴ کال ته اندیښمن دي چې ګوندې د بهرنیو ځواکونو په وتلو به په افغانستان کې د نویمو لسیزې جګړې بیا پـيل شي، زما په نظر دا کوم ستر تشویش نه دی چې موږ دې وځوروي، که وګورو او د دولت د مافیاوي کړیو خبر شو نو دا د دولت د وسله والو مخالفینو څخه هم خطرناکه ده، وسله وال مخالفین خو معلوم دي چې د دولت په خلاف جګړه کې ښکیل دي، مافیا بیا د دولت په چوکاټ کې دولت خوري، له دولته امتیازات اخلي، دولت پسې خبرې کوي او پر خپل ځان باندې يو ډول قانون عملي کول نه قبلوي. د افغانستان قانون تر اوسه په زوراکي، جنګ سالار او لوړپوړي چارواکي نه دی پلی شوی او نه یې افغان دولت کومه بیلګه لري چې ولس ته یې وړاندې کړي، چې کوم زورواکی دې په يو جرم نیول شوی وي، محکمه شوی وي او بالاخره بندي شوی وي. قانون ماتوونکی هم دولت دی او د قانون ماتوونکي ته اجازه ورکونکی هم دولت دی او تر کومه چې په افغانستان کې قانون په ټولو پو شان پلی نه شي، نه افغانستان جوړيږي او نه دې څوک په دې اړه فکر وکړي.

فاطمه سهر ۲۴ د سرطان

4 thoughts on “قانون ماتوونکي څوک دي؟ – فاطمه س”
  1. FATIMA JAN THANK U VERY MUCH FOR UR LOVELY STORY WHAT EVER U HAVE SAID THATS ALL ABSOLUTELY TRUE U R A STAR.GOOD JOB KEEP IT UP MANY THANKS

  2. ډېره مننه هجرته الله جوهره وروه دا ستاسې نیک نظر دی ستاسې ډاډ او هڅونه ده چې زموږ ګوتې خوزیږي. ډېره مننه

ځواب ورکول عزیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *