ډیر بې منطقه او ضد انساني عنوان دی خو په عمل کې وینو چې ځینې وحشي ډلې همدا نظر لري. دوی چې هره ورځ په افغانستان کې وینې بهوي، په پټه یا ښکاره خوند ورڅخه اخلي او لا بده دا چې دومره جاهل او ګمراه دي چې ګومان کوي چې ثواب هم ګټي.

  د خوست په جومات کې، د جلال اباد د لوبو په میدان کې، د فراه په ښار کې، د اجرستان په ولسوالي کې، په هر ځای، هره لاره او هر ګوټ کې د قتلونو ادامه څه منطق لرلای شي؟

 طالبان شاید ووایي چې د جلال اباد د لوبو د میدان قتل عام د دوی کار نه دی. داسې به ګڼو چې په دغه قتل کې د دوی لاس نشته او دغه « ثواب» بل چا ګټلی دی، خو ایا که دوی افغانستان ناارامه نه کړي، که دوی افغانستان بې ثباته نه کړي، که دوی د وطن په ګوټ ګوټ کې امنیت ګډوډ نکړي، نو نورو وحشي ډلو ته به په افغانستان کې قتلونه دومره اسانه وي؟

  په ځینو سیمو کې محلي پولیس له خلکو سره ډیر بد چلند کوي، دومره بد چلند چې حد نلري، خو ایا که طالب په افغانستان باندې جګړه نه وای تپلې، حکومت به دې ته مجبور شوی و چې محلي پولیس ولري؟

 ځینې سیاسیون په پدرام پسې بد وایي چې افغانستان نه مني، د تجزیې خبرې کوي او قومي نفرت خپروي، دوی به رشتیا وایي مګر ایا که طالب په مظلوم افغانستان باندې دغه بده ورځ نه وای راوستې، پدرام به د داسې خبرو جراات کړی و. دا څوک دي چې خلک په انتخاباتو کې له شرکته په مستقیم یا غیرمستقیم ډول راګرځوي او په نتیجه کې پدرام د افغانستان د ولسي جرګې غړی کیږي؟

 طالبانو په خپله یوه وروستۍ اعلامیه کې ویلي دي چې عسکر که له دوی سره جنګ ونکړي او د امریکا او د دولت ملګرتوب پریږدي، نو دوی به ورته څه ونه وایي. په دې اعلامیه کې امریکا او افغان دولت دواړه یاد شوي دي. ظاهرا خو امریکا یادیږي خو اصلي خبره په افغانستان کې د نظام او سستم ختمول دي.

 د طالبانو د الخندق له عملیاتو وروسته په سلګونو افغانان ووژل شول او دا منحوسه لړۍ لا روانه ده خو طالب دې ووایي چې د الخندق د عملیاتو په لړ کې یې  څو کسه امریکایان وژلي دي؟ ایا له امریکا سره جنګ دې ته وایي چې په جلال اباد کې دې د کرکټ د میدان زلمي ووژل شي؟ ایا له امریکا سره جنګ دې ته وایي چې د تاله و برفک ولسوالي دې وسوځول شي؟ ایا له امریکا سره جنګ دې ته وایي چې اجرستان کې دې اور بل وي او په فراه کې دې ښځې، ماشومان او بوډاګان سرګردانه او لالهانده وي؟

 دا یوازې طالب نه دی چې افغانان په اور کې سوځوي، داعش، ځینې محلي پولیس او نور هم شته چې د عام ولس ځورولو ته یې کار ویلی دی خو دا هم یو حقیقت دی چې اتیا فیصده ظلم د طالب له ادرسه یا د طالب له نوم څخه په استفادې سره کیږي او که طالب له دې ملت سره بې انصافي ونکړي، نو د نورو کنټرول به دومره مشکله نه وي.

 ډیر ځله یو جنایت وشي چې په اصل کې یې طالب عامل نه وي، خو څرنګه چې طالب په ښکاره د نظام دښمني کوي، نو په طالب باندې ټپ شي. مطلب دا چې طالب د نورو پټو جنایتکارو پرده پوښ هم دی او هغو کسانو ته یې هم د جنایت کولو لاره پرانیستې ده چې په ښکاره د جنایت کولو جراات نلري.

  طالب ته د افغانستان خلک او نړیوال د یوې سیاسي ډلې په سترګه ګوري.   د دې مطلب دا دی چې د یوې مشروع ډلې په حیث دا چانس لري چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره انساني، اخلاقي او معقول چلند وکړي. له بلې خوا طالب د نورو جګړه مارو ډلو برعکس، د افغانستان په پراخو سیمو کې حضور لري او جنګي ماشین یې د داعش او نورو ډلو په نسبت ډیر پیاوړی دی. نو طالب باید له خپل پراخ حضور څخه او خپل دې امتیاز څخه چې د سیاسي ډلې په حیث په رسمیت پیژندل کیږي، د افغانستان د خلکو د خیر لپاره استفاده وکړي او د افغانستان خیر وغواړي. که د امریکا د عسکرو وتل یې مقصد وي، دې مقصد ته رسېدل خو خبرې او مذاکرات غواړي. دې مقصد ته د رسېدو لاره خو دا نه ده چې اجرستان او اندړ او تاله و برفک دې تباه شي. بلکې برعکس، د دوی دوامداره حملې د خارجي عسکرو د حضور عمر اوږدوي او د دوامداره حضور پلمه په لاس ورکوي.

One thought on “قتل وکړئ، خوند واخلئ، ثواب وګټئ! | شفیق اندړ”
  1. اندړ صیب داخو د ټالیبانو مسلک او دنده ده چې خلک ووژني ، کورونه ، جوماتونه ، روغتونونه ، ښوونځي وران یا وسوځوي. په لویو لارو کې بمونه خښ کړي، بیګناه انسانان ووژني . د پاکستاني او ایراني بادار د رضایت لپاره خپل د اوبو بندونه وران کړي اوپه مقابل کې پریمانه ریال ، تومن او کلدارې ترلاسه کړي. د بیت المال چور اوچپاول ، سوځول ، ورانول خو دوي ته غنیمت شمېرل کيږي.
    خلاصه ټالیب د پښتون دښمن او په واک کې د پښتنو د واکمنۍ د پاي ټکی.
    له دوي خو باید ګیله ونه شي .

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *