د قران کریم قصې له عبرته ډکې دې. هره قصه د یو قوم د وګړو دعقیدې، کړنو او د الله (ج) د رالیږل شوو استازو سره د هغوی د تعامل یوه زړه راښکونکې ننداره وړاندې کوي. که څوک په ځیر او دقت د قران عظیم الشان قصو ته متوجه شي د یو قوم د افرادو د کړنو نه په هغه قوم کې د منل شوو ارزښتونو او اخلاقو پیژندنه هم کولای شي.

د سورة أنبیا په ۵۱–۷۱ ایتونوکي الله (ج) د ابراهیم (ع) اود مشرکینو د مناظرې یوه عبرتناکه صحنه وړاندی کوي چه د مختلفو اړخونو څخه د غور او څیړنی وړ ده. ابراهیم (ع) د خپل پلار او قوم د تصاویرو او بتانو لمانځنه غندي او له هغوی سره له مناظرې وروسته د هغوی په غیاب کې له یو غټ بت پرته نور ټول بتان ماتوي. کله چې هغوی مات بتان ولیدل په دې لټه کې شول چی د بتانو ماتوونکی معلوم کړي. هغوی د ابراهیم (ع) نه په عام محضر کی پوښتنې وکړې. قران کریم د دوی د دې

پوهنوال دوکتور محمد یوسف سلیم
پوهنوال دوکتور محمد یوسف سلیم

پریکړی په اړه داسی فرمایي:

قَالُوا فَأْتُوا بِهِ عَلَى أَعْيُنِ النَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَشْهَدُونَ (۶۱:۲۱)

ژباړه: (هغوی وویل [ابراهیم (ع)] دخلکو مخی ته حاضر کړئ تر څوخلک په هغه شاهدان واوسي.) وروسته له اوږدی مناظری او یو لړ پوښتنو او ځوابونو چی قران کریم ورته په ۷ ایتونو کی په تفصیل اشاره کړی خلکو ته دا ثابته شوه چې ابراهیم (ع) بتان مات کړې دې او فیصله یي وکړه چه هغه ژوندی په اور کی وسوځوي. الله (ج) اور ته وویل چه سوړشي او ابراهیم (ع) روغ رمټ ؤساتي.

د قران کریم دا سپیڅلی ایتونه د شرک د قباحت او د مشرکانو د پلان د ماتی تر څنګ د ابراهیم (ع) سره د مشرکانو تعامل ته هم اشاره کوي. دوی نه ابراهیم (ع) په کاڼو او تیږو وویشت او نه یي په لغتو او څپیړو. هغوی دا نه غوښتل چې بېله سپیناوۍ اوتحقیقه ابراهیم (ع) ته سزا ورکړي. هغوۍ ابراهیم (ع) ته دا فرصت او موقع ورکړه چی له ځانه دفاع وکړي.

د سورة یوسف په ۲۳–۲۹ ایتونوکي الله (ج) د مصر د عزیز د تحقیق یادونه کوی تر څو په یوسف (ع) د لګل شوی تهمت څیړنه وکړی. حتی هغوی د یوسف (ع) کمیس هم ولیده تر څو دا معلومه کړي چی دده کمیس دشا او که د مخی له خوا څیرل شویدې. که کمیس د مخې د خوا شلیدلۍ وي نو دا به په دې دلالت کوي چې زلیخا د ځانه د دفاع په هڅو کې د یوسف (ع) ګریوان یا لمن شلولي وي. نتیجه به دا وي چې زلیخا به په خپله دعوه کې رښتوني وي. د یوسف (ع) معصومیت هغه وخت دوې ته ثابت شو کله چې دوې ته دا څرګنډه شوه چې دده کمیس دشا له خوا شلیدلی و.

قران عظیم الشان د ابراهیم (ع) د قوم د تحقیق او ثبوت د لارو یادونه هم کوي. د مصر دعزیز د تحقیق اوسپیناوۍ طریقې ته هم اشاره کوي تر څو مونږ ترې درس اوعبرت واخلو. قران مونږ ته دا هم وایي چی بی له تحقیق او تبیین نه چا ته دا مه وایئ چه ته مسلمان نه یي( ۹۴:۴). د حجرات په مبارک سورت کی الله (ج) مونږ ته دا هم وایي چی که چیری تاسو ته یو فاسق کوم خبر راوړ دهغه خبري په باره کی تحقیق او څیړنه وکړۍ تر څو په ناپوهۍ کی چا ته زیان ونه رسوۍ(۶:۴۹). د قران او احادیثو نه رااخستل شوې د یوې مهمې فقهې قاعدې په أساس یو څوک تر هغه وخته مجرم نه ګڼل کیږي تر څو یي چی جرم ثابت شوی نه وي(الاصل براءة الذمة). د جرم د اثبات لارې هم په قران، احادیثو او اسلامي فقهه کې په تفصیل سره بیان شویدي.

د تیر کال د حوت په ۲۸ د کابل په ښار کی چې څه وشول هغه ډیره زړه بوږنوؤنکې وه. شهیده فرخنده د یو کس یا څو کسانو له خوا لومړی د قران په سوځولومتهمه او بیا د هغوی په لمسه او تحریک د کوڅي او سرک د خلکو له خوا په تیږو او خښتو وویشتل شوه، له جګه ځایه لاندي راوغورځول شوه، موټر پرې تیر راتیر کړی شو او بیا وسوځول شوه. تحقیقاتو وروسته وښوده چی فرخنده بیګناه وه. فرخنده د شاه دو شمشیرې د زیارت د مینجورو او تعویذ لیکونکو د اسلام ضد خرافاتي اعمالو مخالفت کړی ؤو. دردونکي خبره دا ده چی یوه محجبه پیغله چا چې په یوازي ځان د خرافاتو، کوډو او قران خرڅوونکو د اسلام ضد آعمالوپه خلاف د حق نعره پورته کړه د قران دسوځولو په تور شهیده شوه. د شیطان پیروانو د شهیدې فرخندی په ضد د قران د سوځولو ناروا تهمت وتاړه. خلک یي د هغی په ضد راوپارول. لدوی سره نه د دنیا د عذاب ویره وه نه د خدای دغضب او نه د اخرت د حساب.

د ابراهیم (ع) مشرک قوم مات بتان ولیدل د ماتوونکي نه یي د خلکو په عام محضر کی پوښتنی وکړی. هغوی ابراهیم (ع) ته دخبرو او د ځان د دفاع وخت ورکړ. زمونږ مسلمانانو یوه معصومه پیغله د قران په سوځولو متهمه کړه. دوی د دی محجبې پیغلی دردوونکې چغې چه ده قران ندی سوځولې نه اوريدی. دهغی پیغلی حجاب د هغی له سره رااخلی. هغه په سوکانو، لغتو، تیږو او خښتو په ډیرې بیرحمۍ سره په شهادت رسوي. دهغه د بیګناهۍ چغی د قران د دښمنانواو جاهلانو په غوغا او شور ماشور کې ورکی شوی.حتی پولیسو د هغی دفاع ونکړه. دا صحنه د ابراهیم (ع) د مشرک قوم او ددی ډول مسلمانانو د ارزښتونو او اخلاقو یوه مقایسه وړاندی کوې.

د ابراهیم (ع) په قوم او د مصر دهغه وخت په ټولنه کی د انساني کرامت او عدالت هغه ارزښتونه ژوندي ول د کوم په اساس چی یو انسان تر هغه مجرم نه ګنل کیږې تر څو چی یي جرم ثابت شوی نه وي. دکوم په اساس چی د ځان دفاع د هر انسان طبیعې حق ګنل کیږې. د انساني کرامت هغه ارزښتونه په کومو چی قران او نبوی احادیثو ډیر تاکید کړی دی. دا ارزښتونه نن زمونږ په مسلمان اولس کی ډیر لږ لیدل کیږي. اشغال او تحمیل شوي جنګونه له یوی خوا، او جهل او فقر له بلې خوا ددی سبب شول چی له مونږ نه انساني او اسلامي ارزښتونه کډه وکړی.

د کب د میاشتې د ۲۸ دردوونکي پیښه تیره شوه خو باید هیره نشي. شاید ددی پیښی تر شا تورو لاسونو کار کړی وي تر څو یوه داسی دردوونکی پیښه رامنځ ته کړي. خو که چیرې مونږ وکولائ شو لدې پیښي څخه د اولس د پوهاوۍ لپاره سالمه استفاده وکړو د شهیدې فرخندې پاکې او مظلومي ویني به بیځایه نه وي تللي.

د کب د میاشتې د ۲۸ نیټی یو مهم درس دا دی چی باید بی له څیړنی او پوره تحقیقه یو کس په تش ګمان په کوم جرم محکوم نکړو. یو کس باید په کوڅو، سرکونو او دښتو کی محاکمه او تعذیب نکړو.

د کب د ۲۸ نیټی یو بل ډیر مهم درس دا دی چی باید د دین پلورونکو، تعویذ لیکونکو او د زیارتونو د منجاورانو د خرافاتی اعمالو او کړنو مخالفت وکړو. دغه ډلی د اسلام د مقدس دین تر نامه لاندی داسی اعمال تر سره کوي کوم چی د دین د روح سره په ټکر کی دي. شهیدی فرخندې دځان په قربانۍ د دی دین پلورونکو، تعویذ لیکونکو او د زیارتونو د منجاورانو خرافاتی اعمال او ناوړه کړني خلکو ته رسوا کړي. باید پرینږدو چی د زیارت منجاورین، تعویذ لیکونکې او کوډ ګران دین او قران د خپلو ناولو موخو لپاره استعمال کړی.

دا دوه درسونه د فرخندې د شهادت دوه مهمی لاسته راوړنی هم دې. باید هر کال د کب ۲۸ نیټه د بازاري او صحرایي محکمو او خرافاتو سره د مبارزې د ورځی په توګه ولمانځل شي. تر څو د دی خاوری بله لور او یا زوی د شیطان د پلویانو د خونړیو پنجو ښکار نشي او د شهیدی فرخندی د اسلام د ارزښتونو د احیا هڅې د تاریخ په زړه کی ژوندۍ پاتی شي.

الله (ج) ته د فرخندې د شهادت د قبلولو او دردمنی کورنۍ ته یي د صبر او زغم دعا کوم.

One thought on “قران کریم او د فرخندې قاتلان/ پوهنوال دوکتور محمد یوسف سلیم”

ځواب ورکول Abid mudaqiq ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *