د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د چهارشنبې په ورځ (جولای ۳۱) نړیوالو ته خبرداری ورکړ چې د افغانستان حالاتو ته پام کوي خو د (هندي) کشمیر وضعیت یې هېر کړی دی.

ښاغلي قریشي وویل چې دا دواړه مسلې له یو بل سره تړلي دي.

تر دې پخوا هم ځینو پاکستاني چارواکو په مستقیم او غیر مستقیم ډول ویلي وو چې که نړیوال، په تېره بیا امریکا په کشمیر کې پاکستان ته امتیاز ورکړي، نو حاضر دي چې په افغانستان کې امریکایانو ته امتیاز ورکړي.

هندي او پاکستاني کشمیرونه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دا خبره د چهارشنبې په ورځ (جولای ۳۱) په اسلام اباد کې د پاکستان په ملي جرګه کې د کشمیر د چارو د کمېټې له رييس سید فخر امام سره په ګډه خبري غونډ‌ه کې وکړه.

قریشي وویل چې د جمو او کشمیر (هندي کشمیر) په اړه د پارلماني کمېټې غونډه د چهارشنبې په ورځ جوړه شوه څو د کشمیر د مسلې په اړه د ولسمشر ټرمپ د منځګړتوب د وړاندیز په رڼا کې د دې سیمې حالات وارزول شي.

تر دې وړاندې هم ځینو پاکستاني چارواکو ویلي وو چې ډانلډ ټرمپ د کشمیر په مسله کې د منځګړتوب وړاندیز کړی دی خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی دا ادعا په کلکه رد کړه او ویې ویل چې امریکا چا ته داسې کومه ژمنه نه ده ورکړې.

خو قریشي وايي چې د ټرمپ وړاندیز پاکستان ته هیله ورکړې چې د هند له لوري د کشمیریانو د حقونو سرغړونو ته د نړیوالو پام اوښتی دی.

2 thoughts on “قریشي؛ د افغانستان او کشمیر مسلې له یو بل سره تړلي دي”
  1. qurishey ;why you not talking ABOUT DIURAND LINE/PASHTOONS&BALOOCH BROTHERS RIGHTS

    PASHTOONISTAN&BALOOCHISTAN WANT FREEDOM.THANK YOU

  2. د پاکستان د خارجه چارو وزیر ډېر هوښیار دی ، ایکاش مونږ هم یو هوښیار خارجه وزیر درلودای ، چې نه یې لرو.
    اوس چې پاکستان په ډاګه کړه « چې که نړیوال، په تېره بیا امریکا په کشمیر کې پاکستان ته امتیاز ورکړي، نو حاضر دي چې په افغانستان کې امریکایانو ته امتیاز ورکړي.»
    مونږ افغانانو ته هم پکار ده چې راويښ شو ، خپل اصلي دښمن یعنې پنجاب وپېژنو.
    دا پنجاب ده چې زمونږ په رګونو راننوتی او لکه ابلیس خپل ورونه په جنګ سره اچوي.

ځواب ورکول RAZ MOHAMMED ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *