د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

تاند، دوشنبه، د حوت ۱۲مه: د پاکستان د باندنیو چارو وزیر وایي د پاکستان او افغانستان تر منځ د مسایلو د حل لپاره امریکا ته اړتیا نشته او کابل باید په دې اړه مستقیما له اسلام اباد سره خبرې وکړي.

شاه محمود قریشي د رویټرز خبرې اژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې که چیرې پاکستان موجود نه وای هیڅکله به د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه نه وای شوې.

نوموړي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړه لیک په اړه ویلي دي چې نور امریکا ته اړتیا نشته او افغانستان باید په مستقیم ډول د پاکستان سره خبرې وکړي: ((امریکا د افغانستان څخه د شاتګ نیت لري؛ مګر موږ همیشه د افغانستان په ګاونډ کې پاتې کیږو.))

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې په دواړو لوریو باندې باور وجود نه لري: (( د بیلګې په توګه که موږ د افغانستان سره  ستونزه دلودای،له واشنګټن څخه مو نه غوښتل چې رول پکې ولوبوي.))

قریشي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک تر لاسلیک وړاندې هم ویلي وو چې د اسلام اباد د همکارۍ پرته د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې پرمختګ ممکن نه دی او په افغانستان کې د سولې د تامینولو په لار کې د پاکستان هلو ځلو د قناعت وړ پایلې ورکړي دي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان مشرانو په ځلونو د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو په ځانګړې ډول د طالبانو د پټنځایونو په اړه شکایت کړی دی.

2 thoughts on “قریشي: د امریکا منځګړیتوب ته اړتیا نشته، افغانستان دې مستقیما مذاکرات راسره وکړي”
  1. دا ګز او دا میدان . مهرباني وکړه ، د ټالبانو ټول دفترونه ، روزنځایونه او د تروریزم اډي په خپل هېواد کې وتړه . له هغوی سره نظامي مرستې مه کوه ، له ټالبانو سره نور یوځای څڼې مه اچوه ، له افغانستان خپل جوړ کړي تجارتي او سوداګریز بندرونه مه تړه ، زمونږ سوداګرو ته ستونزې مه جوړوه او د یوه نورمال ، مسلمان ، متمدن ګاونډي په څېر مسالمت آمیزه ژوند پیل کړه . که تاسو په رښتیا هم ځان ته د خپل مسلمان هېواد رسمي استازی وایی ، نو دا چټله څلوېښت کلنه جګړه او افغان وژنه بس کړه ، هلته مېشت پښتانه اوبلوڅان او کشمیریان مه وژنه.
    مونږ به نور امریکا او نړیوالو ته شکایت نه کوو .

  2. ولسمشر ته پکار ده چی پدی حساس وخت کی هند ته سفر وکړی او هلته په نړیوالو غږ وکړی چی پدی ۴۰ کلنه جګړی کی خو به اوس پوه شوی یاست چی پاکستان د هری جنګی ډلی ټپلی مالی او نظامی ملاتړ اوهمدارنګه سیاسی نماینده ګی کوی ځکه خو تیره ورځ یی افغان دولت ته وویل چی ژر تر ژره ۵۰۰۰ بندیان خوشی کړی مطلب دا چی که اشرف غنی ووایی چی نه خوشی کوم نو ولس یی په وړاندی را جګ شی چی د سولی مخالف یی

    همدارنګه د تاند رسانی اعلان وکړ چی طالبان په لارو کی دولتی کارکوونکی او نظامی کسان چی په رخصتی د اورکم موده کی کلی کور ته تللی وو یا اوس ځی ښکته کوی او ورته پاکستان امر کړی چی له موټرو ښکته کړی او ۱۰۰۰ نفر ورته پوره کړی

    نو دولت ته پکار ده چی ورته ووایی چی افغان دولت هغه بندیان غواړی چی کوټی او پیښور شورا تر نظارت لاندی د پاکستان په خاوره کی بندیان دی غواړو او امریکا ته ووایی چی په پاکستان فشار راوړی چی د کوټی شورا او پیښور شورا ټول نظامی چارواکی لاس تړلی امریکا یا فغان دولت ته تسلیم کړی ځکه د همدی امریکا د پاکستان سره د نرمی نتیجه وه چی طالبانو بیا جګړی ته شدت ورکړ

    کچیری افغان ولس د همدی افغان دولت ملاتړ ونکړی بیا به هغه وخت راځی لکه وروسته د نجیب الله له نظام دلته ایران او پاکستان مداخله کوله چی آن حمید ګل وویل چی زما زیاتره وخت له مسعود او ربانی او عبدالله او حکمتیار سره په سنګر کی تیر شوی

ځواب ورکول بریال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *