تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له افغانستان او پاکستان څخه وغوښتل چې د درېمګړي له ښکېلتیا پرته په خپل منځ کې د اختلافاتو د حل کولو لپاره سیاسي اراده ومومي.

قریشي نن /سې شنبه/ د افغانستان او پاکستان  دوه اړخیز دیالوګ (Track-II ) ته په وینا کې وویل«د افغانستان او پاکستان لپاره هغه وخت راغلی چې په خپل منځ کې واټنونه ختم کړي. پکار ده چې موږ سره کښېنو او په ګډه راتلونکې جوړه کړو.»

په دې غونډه کې د ګډون لپاره په اسلام اباد کې د افغانستان د پخواني سفیر عمرزاخېلوال په مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته تللی دی.

قریشي ټینګار وکړ، د دې لپاره چې د افغانستان او پاکستان راتلونکې او جغرافیې سره تړلي دي، دواړو ته پکار ده چې خپلې شریکې ستونزې وپېژني او د هغو د حل کولو لپاره ګډې حللارې ومومي.

ده زیاته کړه«ایا د افغانستان او پاکستان خلکو ته ضروري ده چې درېمګړي ته ووايي چې څه یې په ګټه دي؟ ایا موږ په خپله پرېکړه نه شو کولی؟ ژر به دا درک کړو چې خیر مو په همدې کې دی.»

قریشي په افغانستان کې سولې ته د خپل هیواد لېوالتیا ښکاره کړه او ویې ویل چې هیواد یې اراده لري چې له افغانستان سره دوه اړخیزې اړیکې او همکارۍ زیاتې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د غونډې برخوالو ته وویل«نن په پاکستان کې داسې حکومت لرو چې خپلو افغان وروڼو ته د دوستۍ لاس اوږدوي. دا یوه تاریخي شېبه ده. که موږ دا فرصت له لاسه ورکړو، راتلونکي نسلونه به د دواړو خواوو حکومتونه ملامت کړي.»

قریشي وویل چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په توګه غواړي چې د افغانستان او پاکستان خلک یوځای کرکټ وکړي، له شماله جنوب ته د انرژۍ صادرات وویني او له نوي اقتصادي کوریدور څخه ګټه واخلي.

ښاغلي قریشي وویل«موږ په ګډه خوشالۍ او غمونه لیدلي. اوس راځئ چې له نوي سره اعتماد رامنځته کړو او له بېورلۍ او فساد سره په ګډه د مبارزې نوی پیل وکړو.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل«افغانان ویاړلي او درانه خلک دي، د چا باداري نه مني خو په دوستۍ کې کلک دي. که څوک له تاریخه زده کړه ونه کړي، تاریخ به یې ونه بخښي.»

ده په قطر کې د طالبانو او نورو افغانانو ترمنخ د غونډې پر لغوه کېدو خواشیني ښکاره کړه.

2 thoughts on “قریشي د درېمګړي له مرستې پرته د افغانستان او پاکستان د اختلافاتو د حل کولو غوښتنه وکړه”
  1. ” قریشي وویل چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په توګه غواړي چې د افغانستان او پاکستان خلک یوځای کرکټ وکړي، له شماله جنوب ته د انرژۍ صادرات وویني او له نوي اقتصادي کوریدور څخه ګټه واخلي. ”

    Great initiative and nice air throw talk. But what about your all along strategic goal of establishing weak Pakistan dependent Afghan government in order to balance your permanent shortfall with India? What about blocking Afghanistan shortest commerce access to over one billion people while demanding direct access to Central Asia? Why is it that almost all Mullahs and Mujtahids longing to be in charge of Afghanistan political affair, trained in centered in Pakistan ?

    A good neighbor will have a reasonable answer for such simple questions.

  2. قریشي ته د افغانستان عوام وایی، دا ګز او دا میدان ، راځه بسم الله کړه:
    اول خو د ملا ، چړي ، ټالب ، داعش او… شرجوړونکې مدرسې در وتړه .
    د ټولو اشرارو کبله په فکیستان کې در ټوله کړه او د هغوي مسوولین مونږ ته راتسلیم کړه ، لکه څنګه چې د امریکا ته تسلیم کړي وو.
    په ټولو پښتنو او بلوڅانو باندې ظلم او تېری بند کړه ، د هغوي حقوق ورکړه ، معدنیات یې مه چور کوه او ټول پښتانه بندیان خوشې کړه.
    د افغانستان د سوداګرو پرمخ د کراچۍ ، واګه او هوایی لارې خلاصې کړه .
    د دې تر څنګ یو قوي ضمانت راکړه چې نور به نه اشرار تولیدوې ، نه به زمونږ په کورنیو چارو کې مداخله کوې ، نه به بیا لکه ماشومان نړیوالې موافقتنامې ځنډوې او نه له لارې زمونږ د سوداګرو پرمخ بندوي.
    له هغه وروسته افغانستان هم تیار دی چې له تاسو سره خبرې وکړي او د منځنۍ آسیا اقتصادي لار تاسو ته هم پرانیزي.

ځواب ورکول عثماني ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *