تاند، سه شنبه، د جدي ۱۷مه: د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خبرداری ورکړی دی چې د قاسم سلیماني وژنه به د افغان سولې پروسه باندې منفي اغېز وکړي.
نوموړي تېره ورځ د پاکستان پارلمان ته په وینا کې ویلي، د ایراني جنرال قاسم سلیماني وژنې په سیمه کې د فرقه ییزې جګړې او تاوتریخوالي د زیاتېدو احتمال هم زیات کړی دی، چې زیات منفي اثر به یې پر افغانستان پرېوځي.
تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو د کشمیر لانجه هم له افغان کشالې سره تړله او ویلي یې وو که هند د کشمیر له خپلولو لاس وانخلي، نو دا کار به یې د افغانستان سولې ته زیان ورسوي.
همدا راز تېره ورځ د خپل پلار په جنازه کې د سلیماني لور زینب سلیماني هم خبرداری ورکړی و چې د دوی پلوۍ ډلې به په افغانستان کې د امریکا په سرتېرو خپلې میندې ډېرې ژر وژړوي.
دا په داسې حال کې ده چې درې اوونۍ کېږي د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي، خو طالبانو د سلیماني تر وژل کېدو وروسته ویلي، دا پېښه که څه هم لویه ده، خو پر افغان سوله به تاثیر ونه کړي.
ټالیب نه سوله دی نه افغان دی، فقط زیان دی. په هغه سولی کی یی لا ووهم
د ټالیبانو غړوندی اوس د خلیلزاد په لاس کې ده چې هرې خواته یې ولي ورسره ځي.