د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

تاند، شنبه، د حوت ۳مه: د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، هېواد یې د افغان سولې په رابطه غوره رول لوبولی او نور د افغان سیاستوالو او مشرانو خپل کار دی چې سوله کوي که ګډوډي جوړوي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت د مطبوعاتو دفتر د قریشي له قوله ویلي، پاکستان به د فبرورۍ په ۲۹مه د سولې د تړون د لاسلیک په مراسمو کې موجود وي ځکه دا هوکړه د پاکستاان له همکارۍ او مرستې بریالۍ کېدای نه شوه.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت د ښاغلي قریشي له قوله همداراز ویلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د تړون له امضا وروسته به د بین الافغاني خبرو لپاره پلاوی ټاکل کېږي چې په دې ځای کې د پاکستان رول ختمېږياو دا په افغان مشرانو پورې اړه لري چې د سولې خبرو ته څه ډول پرمختګ ورکوي: (( اول دا ډیره سخته وه چې نړۍ قانع کړو چې افغان جګړه سیاسي حل غواړي، بیا مذاکراتو ته د طالبانو کېنول اسانا نه وو او په دوحه کې د مذاکراتو پیلول هم ساده خبره نه وه.))

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت لا هم د پاکستان په نیت شک لري او وايي، اسلام اباد باید د سیمه ییز امنیت لپاره تفاهم ورسره وکړي او د ترهګرو له ملاتړ څخه دایمي لاس واخلي.

4 thoughts on “قریشي: سوله مو دې ځای ته راورسوله، نور د افغان مشرانو کار دی”
  1. طالبان ستاسو پنجابیانو د لاس نانځکې دي څه چې تاسې وغواړئ هغه پرې کولای شئ . منافقین به د دوزخ په ټیټه کنده کې وي.

  2. داسی د افغانستان د ملت دقتل عام د عذاب نه په دی دنیا او نه هم په آخرت کی خلاصیدلای شی ، فکر مه کوی چاکن در چا است ، ستاسو بیړی مخ په ډوبیدو ده ، تاسو طالبان د افغانانو د قتل او د افغانستان د پرمختګ د مخنیولو د پاره وکارول ، ستاسو دواړو مخ د تاریخ په هنداره کی د همیشه د پآره تور دی

  3. پاکستان پوځ او استخبارات او همدارنګه برتانیه او امریکا د مخکنیو داخلی جنګی ډلو ټپلو لکه عبدالله او محقق او کریم خلیلی او دوستم څخه مالی او سیاسی او نظامی ملاتړ کړی او کوی
    او همدارنګه اوس یی طالبانو ته ویلی چی پلی عکسر هم ولی

    بل لورته یی په عبدالله ته ویلی چی د دولت پر ضد بل موازی حکومت اعلان کړه او کابینه جوړه کړه او طالبانو ته وایی چی نظامی عکسر ولی که پلی هم روان وی

    ځکه تیره ورځ په ارزګان، پکتیا او بلخ کی هم په پوستو برید شوی وو

    یعنی مطلب دا چی د پردی شاته د امریکا برتانیه او پاکستان او روسیه دریځ یو دی یعنی باید شته نظامی ځواکونو او افغان ولس د پاکستان او امریکا د وژلو ګډ دریځ دی

    تاند ته د طالبانو د نظامي کمېسیون د غړي مولوي مزمل غږیز کلیپ رسېدلی دی چې طالب جنګیالیو ته امر کوي له خارجیانو پرته افغان پوځیان که په پوستو کې ویشتلی او په نښه کولی شئ هم صرفه پرې مه کوئ.

    مولوي مزمل د طالبانو د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د افغان ځواکونو له تېرېدونکو کاروانونو سره څه ډول چلند وکړي؟ ویلي، په خپاره شوي مکتوب کې راغلي چې په کابل، غونډونو، قول اردوګانو، فرقو به طالبان بریدونه نه کوي، مګر نور چې هر چېرته افغان پوځیان ګوري له برید څخه دې پرې ډډه نه کوي.

    ځکه اوسنی د اشرف غنی دولت او ډاکټر نجیب الله د دولت سره پرتله کړی هیڅ فرق نلری هغه وخت کی بنین سیوان وو مګر اوس خلیلزاد منډی وهی
    کیدای شی د امریکا پلان دا وی چی موږ به خپل سرتیری وباسو که افغانان پخپل مینځ سره وژنی په موږ یی څه
    همدارنګه قریشی پورتنی خبری معنا څخه هم همدا معلومیږی

    مولوي مزمل په دغه کلیپ کې وايي: (( چې په دا بنده لار رانه شي چې په پوسته کې هم عسکر وي ویې ولئ، کله بندیز دئ، چې په پوسته کې عسکر وي ویې ولئ، څه مشکل په کې دی؟ دا خو چې دوی پر لاره لاري، نو ورته وایه په دا مکتوب کې چې کوم شیان ذکر شوي د هغو پوښتنې مه کوئ.))

    مولوي مزمل همدا راز وايي، له خارجیانو سره ډېر پام وکړئ او نور چې په مکتوب کې هر څه لیکل شوي همغه وکړئ: (( دغه د عسکرو تګ راتګ دا خو اوربند نه دی، دا خو تخفیف دی، د کابل، ولایتونو مرکزونه، غونډونه فرقې او ټول خارجیان په دې کې معاف دي په هغوی دې کار نه لرل کېږي، دا د پکتیکا او غزني لاره چې له څلور کالو راهیسې بنده ده، نو که دوی پرې راځي، خامخا دې یې وولي.))

    مولوي مزمل زیاتوي، که عسکر له یوې پوستې بلې ته هم تلل، ویې ولئ، بندیز پرې نشته.

  4. افغان ولس د پنجاب د واکمنانو د مزدورانو سوله تر هغه وخت نه مني چي دغه اهریمنان واکمن وي. زموږ تاریخي دښمني د هغوی سره ملي وجیبه ده

ځواب ورکول بریال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *