تاند، جمعه، د حوت ۹مه: د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې دا مهال په قطر کې دی ادعا یې کړې چې هند د افغان سولې د سبوتاژ ډېره هڅه کړې ده.

نوموړي ویلي، که څه هم د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د تړون د ناکامولو پوره هڅه وشوه، خو بیا هم که دا هوکړه وشي ډېره لویه بریا به وي.

نوموړي خبریالانو ته ویلي، په افغانستان کې د سولې په اړه د پاکستان د رول ټوله نړۍ ستاینه کوي: (( هیله من یم چې سبا شنبه د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي چې په دغو مراسمو کې به د ۵۰ هېوادونو استازي ګډون وکړي.))

نوموړی وايي، پاکستان ته بلنه ورکول شوې چې د دغې ټولې پروسې ګډونوال او شریک واوسي چې دا ورته د ډېر ویاړ خبره او د پاکستان په ترسره کړیو هڅو اعتراف ښکاري: (( د سولې د تړون مراسمو د پوښښ لپاره د ټولې نړۍ رسنۍ راغلې دي.))

دا په داسې حال کې ده چې سبا شنبه به په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي خو ورسره هم مهاله به په کابل کې د افغان ولسمشر، د امریکا دفاع وزیر او د ناټو سرمنشي لخوا یوه ګډه اعلامیه هم نشر شي چې په کې به له کابل سره د نړیوالو ژمنو په اړه په تجدید نظر ټینګار وشي.

One thought on “قریشي: هند ډېره هڅه وکړه چې د طالبانو او امریکا د سولې تړون ونه شي”
  1. ملابرادر پاکستان بندی کړی که هند چی غوښتل د کرزی په وخت له افغان دولت سره روغه جوړه وکړی بیا همدا ملا برادر همدی غنی او خلیلزاد را خوشی نکړ

    بیشکه نړی پدی پوه ده چی پاکستان یو ترهګر هیواد دی ځکه خو یی پدی ۴۰ کلن دوران کی افغان ولس او د وخت دولتونه یی پرمختګ او آبادی ندی پریښی

    زموږ مخکینی ولسمشر ډاکټر نجیب الله همدی پاکستان د ډیورنډ لپاره وواژه
    مخکینی د اوبو او انرژی وزیر جمعه محمد محمدی همدی پنجاب وواژه چی غوښتل د افغانستان اوبه مدیریت کړی
    همدا جاپانی ناکامورا همدی پنجاب وواژه چی اوبو مدیریت یی کاوو او غوښتل یی چی د افغانستان ټولی دښتی زرغونی شی
    همدا ملاعمر او ملامنصور او ملاهیبت الله ورور او حقانی زوی په اسلام آباد کی چی افغانان یادیږی او د وخت جنګی ډلو مشران یادیږی د همدی پنجاب له لوری ووژل شول

    ملاضعیف او نور مخکینی طالب چارواکی همدی پنجاب د ډالرو لپاره په امریکا خرڅ کړل او لاس تړلی په میدان هوایی کی تسلیم کړل چی ډیرو معلوماتو لپاره د ملاضعیف لیکلی کتاب لوستلی شی

    وروسته د نجیب الله له دولت بیا ۷ جنګی ډلو ټپلو ترمینځ خپل مینځی جګړی لپاره تا اسباب برابرول ځکه حمیدګل وایی چی طالبانو او د جمعیت د جنګ په وخت کی او همدارنګه ګلبدین او جمعیت د جنګ په وخت کی د مسعود په مهمانخانه کی وو او عبدالله عبدالله یی ډير میلمه پالنه کوله

    همدارنګه همدی پاکستان د طالبانو د رژیم د له مینځه وړلو لپاره همدی مشرف د امریکا طرف ونیوه او خپل وزیرستانی پښتانه یی هم بی اوره ووژل او ځینی له تر اوسه ژوند او مرګ معلومات نه کیږی ځکه منظور پښتون تل د دوی د مړو د جسد او د ژوندیو د قضیی او بندیخانی پوښتنه کوی

    ټولو ته معلومه ده چی پاکستان د ډالرو لپاره بینظیره د برتانیی مشر بل کلنټن سره ملګری کړی وو چی زیاتره پښتانه مشران یی ورباندی شرمیدل چی ولی داسی وشول

    کچیری مشرف غداری کړی ولی محکمه کیږی نه کچیری خدمت یی کړی ولی ورباندی د غدار حکم یا ټآپه لګوی
    مطلب دا چی تاسی هرڅه ډالرو لپاره خپل بینظیره هم ووژله او همدارنګه د هغه میړه لپاره مو غلا او فساد دوسیه پرانیځله

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *