د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په قطر کې د امریکا او طالبانو خبرې ستره دیپلوماتیکه بریا وبلله او ویې ویل چې دا خبرې د پاکستان په منځګړتوب ممکنې شوې.

ده نن /یکشنبه/ د پنجاب ایالت په ملتان ښار کې خبریالانو ته وویل، هیواد یې د خبرواترو مېز ته د طالبانو او امریکایانو په راوستلو سره د سیمې په سوله کې خپل رول ولوباوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ادعا وکړه، پاکستان د یوه داسې هیواد په توګه چې د افغانستان لپاره ښې هیلې لري، دافغانستان په سوله کې د مهم رول لوبولو لپاره خپل مسوولیت ادا کړ.

ده د قطر د خبرو د هرکلي په ترڅ کې وویل«پاکستان د طالبانو او امریکایانو د خبرو په منځګړتوب کې حیاتي رول درلود.»

ځینې پاکستاني رسنۍ وايي چې دې هیواد د سولې خبرو ته د طالبانو د چمتو کولو په خاطر له امریکا د څو ملیارد ډالرو ژمنې اخیستي دي.

خو قریشي وویل چې هیواد یې د پیسو په لټه کې نه دی بلکې په افغانستان او سیمه کې سوله ورته مهمه ده او پرېکړه یې کړې چې د سولې لور ته ګامونه واخلي.

قریشي همداراز وویل چې په سیمه کې تر هغو سوله نه شي راتلای چې خبرې ونه شي.

تر دې مخکې پرون د قطر د خبرو له پای ته رسېدو وروسته د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال اصف غفور وویل چې پاکستان خپل مسوولیت ادا کړ او اوس د امریکا او پاکستان د اړیکو د ښه کېدو هیله لري.

غفور همداراز ویلي چې پاکستان د طالبانو او امریکايي پلاوي د خبرو اسانتیا رامنځته کړه.

One thought on “قریشي: پاکستان د امریکا او طالبانو د خبرو په برابرولو کې حیاتي رول درلود”

ځواب ورکول Emal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *