تاند- ټاکل شوې ده چې نن /دوشنبه/ د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین څلور اړخیزه غونډه له یوې اوږدې وقفې وروسته د خلیج د سیمې په عربي هیواد عمان کې جوړه شي.

تر دې وړاندې د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو په هدف د څلور هیوادونو د استازو په ګډون ۵ غونډې جوړې شوې وې. تېرې ټولې غونډې داسې مهال وشوې چې ملا اختر محمد منصور ژوندی و او د طالبانو مشري یې په غاړه لرله.

د افغانستان حکومت وايي، د عمان د پلازمېنې مسقط په نننۍ غونډه کې به د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو د تېرو څلور اړخیزو غونډو پر پرېکړو خبرې وشي.

لومړنۍ څلور اړخیزه غونډه د ۲۰۱۶ م کال د جنورۍ په یوولسمه په اسلام اباد کې جوړه شوه.

په څلورمه څلور اړخیزه غونډه کې، چې په کابل کې وشوه، پاکستان ژمنه کړې وه چې وسله وال طالبان به یا خبرو ته حاضر کړي او یا لږترلږه به د دې ډلې مشران او د هغو د کورنیو غړي د پاکستان له خاورې وباسي. خو په پنځمه غونډه کې پاکستان طالبان خبرو ته حاضر نه کړل، ویې ویل چې طالبان نه غواړي چې د سولې خبرې وکړي او پاکستان په خپله خاوره کې د افغانستان لپاره له طالبانو سره جنګ نه شي کولی.

د مسقط په غونډه کې د افغانستان له لوري د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی او او ورسره یو پلاوی او د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیاله تهمینه جنجوعه ګډون لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف دې غونډې ته خوشبینه دی، وايي«څلوراړخیزې غونډې یو وار بیا پیلېږي. دا هغه څه دي چې موږ لا هم ورته هیله لرو.»

خو افغانستان، چې تېر ځل یې د پاکستان له لوري په غونډو کې د ژمنو د نه عملي کېدو په خاطر دا لړۍ ځنډولې وه، لا هم د پاکستان پر ارادې شکمن دی.

ډېری افغانان فکر کوي چې پاکستان غواړي چې د امریکا له هغو فشارونو څخه، چې د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژۍ په نتیجه کې پر پاکستان اچول شوي دي، د ځان د خلاصون لپاره وخت اخلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی احمد شکېب مستغني وايي«د افغانستان د اسلامي جمهوریت لپاره ډیره مهمه مسله د ژمنو عملي کیدل دي، د دې لپاره چې په تیر وخت کې ډیرې ژمنې وشوې، په ځانګړي ډول د څلوراړخیزو غونډو د ډلې په ناستو کې، د لارې نقشه رسم شوه، د دې لپاره چې اوس پاکستان د سولې له بهیر څخه د افغانانو په مشرۍ او ملکیت او هم د تروریستي ډلو پر وړاندې د جدي اقداماتو په برخه کې نوې ژمنې لري.»

ده دغه راز وویل، لا هم وخت شته چې پاکستان پخپله خاوره کې د تروریستي ډلو د پناهځایونو پر وړاندې جدي اقدمات وکړي.

پاکستان له فشارونو څخه د ژغورلو او د وخت اخیستلو لپاره تل ښه تاکتیکونه کارولي چې وروستی یو یې د امریکايي – کاناډايي برمته کورنۍ د خلاصون قضیه ده، خو وخت به ثابته کړي چې پاکستان دا ځل له زړه غواړي چې افغانستان امن شي او که بیا هم امریکا او نړیواله ټولنه تېرباسي.

2 thoughts on “عمان نن د افغانستان، پاکستان، چین، او امریکا د څلور اړخیزې غونډې کوربه دی”
  1. زموږ بل ورور دوست هند او بد دوست ایران او اندیوال روس چیری
    تاندوالو پدی باره نه دی ورکړی او راپور تیمګړی معلومیږی

  2. لکه څنګه چې د غونډې اساسي هدف د افغانستان له اسلامی جمهوریت سره دطالیبانو حاضرول دی ، څو د خبرو له لارې د روانو ستونزو لپاره د حل لارې ولټوي. هند مخامخ د طالیبانو په موضوع کې دخيل ندی او ایران او روسیه هم علنا د طالیبانو ملاتړ ندی اعلان کړی ، بنا د دوی شرکت پدې قضیه او غونډه کې ضرور ندی. که هرڅومره قصابان ډېر شي ، غوا مرداریږي. په بل عبارت چرګ کم او غ … یې کم.

ځواب ورکول حضرت سهاک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *