تاند- د قطر دولتي خبري اژانس نن اعلان وکړ چې د افغانستان د سولې د عالي شورا او طالبانو غړي به له  نن څخه د پخلاینې په باب دوه ورځینۍ خبرې پیل کړي.

دا په داسي حال کې ده چې هم د افغانستان د سولې عالي شورا او هم طالبانو د دې غونډې، چې د یوې کاناډامېشتې ټولنې په نوښت جوړېږي، اهمیت او له هغې توقعات لږ ښودلي دي.

د قطر خبري اژانس (QNA) په خپل راپور کې نه دي ویلي چې د دوحې په دې غونډه کې کوم کسان ګډون کوي خو د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي یوسف الصدا په قول یې ویلي:«دا به د افغانستان د ټولو خواوو ترمنځ د پخلاینې په باب ازاد بحث وي.»

تر دې مخکې پاکستاني رسنیو ویلي و چې د طالبانو اته استازي شېرمحمد عباس ستانکزی، مولوي جان محمد حنیفي، مولوي سید رسول حلیم، مولوي شهاب الدین دلاور، قاري دین محمد حنیف، مولوي عبدالسلام حنیفي، محمد سهیل شاهین او حفیظ عزیز الرحمن ګډون کوي.

د دوحې په کنفرانس کې به د حکمتیار له لوري د غیرت بهیر په مشرۍ درې کسیز پلاوی برخه واخلي.

د حزب له لوري قاضي حکیم او قریب الرحمن سعید د کنفرانس دوه نور ګډونوال دي.

د غه راز په اسلام اباد کې د طالبانو پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف، ډاکتر فاروق عظم او وحید مژده هم د دوحې غونډې ته بلل شوي دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا او طالبانو دا خبرې غیر رسمي بللي او ویلي یې دي چې په دې کنفرانس کې به د ګډوانولو څرګندونې د هغوی خپل شخصي نظرونه وي ځکه چې دا یو څېړنیز کنفرانس دی او هر برخوال پکې د بېلابېلو مسلو په اړه خپل نظر څرګندوي.

د افغانستان د ولسمشر ویندوی اجمل عابدي هم رسنیو ته وویل چې د دوحې په کنفرانس کې د سولې د عالي شورا غړي یوازې د ځان په استازیتوب ګډون کوي.

عابدي اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل:«دوی مخامخ خبرې کوي، کوم مهم انکشاف پکې نه کېږي، موږ ورته کومه توقع نه لرو.»

5 thoughts on “قطر وايي، د افغانستان د دولت او طالبانو خبرې سبا پیلېږي”
  1. ددوی خبری اوس هم دچاه دڅارنی دلاندی دی دوی چی خبری کوی داخبری ددوی ندی ځکه دوی چی هر ځای ته ځی ددوی سره یو نفر دای ایس ای لخوا ورسره وی اوهغی یی څارنه کوی دی ته غلامی وای که بیغرتی وای دا قضاوت ستاسو دی دوی وای چی مونږ ازاد یو ایا ازادی داسی وی چی خپل وطن خپل ضمیر اوخپله ازادی دپیسو اودځان دساتلی په بدل کی ورکړی داازادی ده نه نه نه داسی ازادی نه وی دخدای نه ویریږی اخرت رایا کړی حساب کتاب رایاد کړی یوورځ محمدزمان دطالبانو غړی چی په اکوړه خټک کی اوسیږی اوای ایس ای ته کار کوی دپارلمان دیو وکیل سره دسولی خبری کولی ددوی دخبرو پرمحال ددوی دریم نفر دای ایس ای غړی ناست وو دی چی به څه ویل هغه ته به یی کتل ای ددی داخبری خپله مرضی وی که ای ایس ای په ټول جهان کی دافغانانو لمړی اوستر دښمن پاکستان او ابیا یهود دی

  2. الله دی وکړی چه دا خبری یوه ښه نتیجه ورکړی. نن سبا طالبانوته ضرورت دی ځکه چه اوباشان و داړه ماران صرف د طالبانو د دستور لاندی سمیږی. که چیری طالبان په کومه نتیجه رسیږی، بهتره ده چه دوی سره وزارت داخله، نوی وزارت امر بالمعروف هم ایجاد شی خو نه داسی امر بالمعروف چه په خلکو په زوره ګیره پیږدی

  3. ګرانو لوستونکو اوریدلی به مو وی چی د طالبانو نماینده ګانو یعنی د پاکستان اجنټانو وویل چی دوی له پاکستانه سره تماس نیولی چی خپل نیکه ګان دغو خبرو ته راوغواړی نو لدی معلومیږی چی پرته له پنجابیانو دوی هیڅ شی دی او افسوس چی دا خرڅ شوی له خپلو وروڼو یعنی افغانانو سره نکښینی تر څو ددوی باداران نه وی زه پر دی باور یم چی دا خبری هم خدای خبر چی ښی پایلی ولری ځکه چی طالبان اوس چیغی وهی چی دا د سولی خبری ندی او ددوی هدف دادی چی سر له اوسه چټلستان دا خبری له ناکامی سره مخ کړی دی خدای تعالی دی دغه د انګریز بچیان د نقشی له مخی لیری کړی چی په ټوله نړی کښی یی اور خپور کړ او د مسلمانانو څیری یی نړلی ته د تروریستانو معرفی کړی. او بل دی الله تعالی زموږ دغه خرڅ شویو په نامه طالبانو ته هدایت وکړی او که هدایت نه ورته کوی الله د نمرود او د فرعون د قومونو په شکل غرق کړی

  4. محترم الکوزی صاحب اومحترم روغ ليونی صاحب تاسو بلکل درست اوواقعيت ليکلی چی زموږ اساسی دښمن پنجابيان دخپل ستربادار په زور زموږ په هيواد کی جنګ نه ختموی دوی دافغان ملت سره لوبی کوی ، که داسی نوی ،نودوی ولی زموږ لاری هند ته نه پريږدی ،دوی خووايي چی موږ به افغانستان سر په اقتصادی لحاظ کومک وکړو ايا دی ته کومک وايي؟ نه دازمږو سره خيانت کوی چی زموږ لاری بيرته تشی راګرځی. موږ خو خپل دښمن پيژندلی نو څه بايد وکړو؟ داستر اوهغه سوال دی چی جواب يي په ټولنه کی بايد تر لاسه شی، که چيری طالبان دخبرو ميز ته نه حاضريږی، بايد بيړنی لويه جرګه (د سياسی ګوندونو په ګډون )راوبلل شی اوپه هيوادکی بيړنی حالت ا علان شی بله لاره نلرو نر اوښځی وسله واخلو او دخپل وطن دفاع وکړو.

  5. دا بې نتیجې خبرې او غونډې خو زم په آند پرته دوخت له بې څایه ضایع کېدونه نورې هېڅ کومې مٍبتې پآیلې نه شي درلودلای ،څکه دا دومره وخت د افغانستان د خلکو ټول په بې پایلو خبرو تلف شو ږ

ځواب ورکول alikhan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *