قندیل بلوچ او مفتي

تاند- مشهوره پاکستانۍ ماډله قندیل بلوچ نن سهار وختي د پنجاب ایالت په ملتان ښار کې ووژل شوه.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر اساس قندیل بلوچ د خپل ورور له لوري ویشتل شوې ده.

خو د قندیل بلوچ پلار وايي، چې د ده لور ویشتل شوې نه ده بلکې زیندۍ شوې ده.

دې ته د مرګ خبرداري ورکړای شوي وو او له همدې کبله په ملتان کې پټه وه.

د قندیل بلوچ د کورنۍ غړیو ویلي چې قندیل ته خپلو وروڼو ویلي و چې له ماډلینګ څخه لاس واخلي.

قندیل بلوچ وروسته له دې زیاته مشهوره شوه چې له پاکستاني مفتي سره یې ویدیو او عکسونه خپاره شول.

د ویدیو له خپرېدو وروسته قندیل په وروستیو کې څو ځلي وویل چې د مرګ خبرداري ورکول کېږي.

دې ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته ویلي و«زه پوهېږم چې دلته مې امنیت نشته، له اختره وروسته له هیواده بهر ته ځم.»

۲۵ کلنه بلوچ، چې اصلي نوم یې فیروزه اعظمي و، د پنجاب د ډیره غازي خان د شاه دین ولسوالۍ اوسېدونکې وه.

One thought on “قندیل بلوچ ووژل شوه”

ځواب ورکول mohammad ehsan ehsan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *