تاند- د کندهار امنیه قوماندان پاسوال عبدالرازق وايي چې حکومت یې له امنیه قوماندانۍ نه شي لېرې کولی ځکه چې د ملي یووالي حکومت د یوې موافقې پر اساس جوړ شوی دی.
عبدالرازق همداراز وویل«زه د ملي یووالي د حکومت له لوري نه یم ټاکل شوی، نو لېرې کولی مې هم نه شي. زه د کندهار د خلکو په غوښتنه قوماندان شوی یم او د کندهار د خلکو په غوښتنه به لېرې کېږم.»
د کندهار امنیه قوماندان د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور د خبرو په تقلید وویل، د ملي یووالي حکومت انتخابي نه دی، نو یو څوک د حکم په لېږلو برطرفه کولی نه شي.
ده دا هم وویل چې د اوسني حکومت کارونه نور د زغملو نه دي.
د کندهار امنیه قوماندان د ملي یووالي حکومت چارواکي د هلمند د موسي کلا ولسوالۍ د ناامنۍ مسوول وبلل.
موسي کلا ولسوالي په ۲۰۱۶ م کال وسله والو طالبانو ونیوله.
فرماییلي مې وو چې دلته ۱۷ کلنه ډیسانت شوې عاریتي ډمانکراسي د غویانو په ښکرو ولاړه ده، نه د خلکو په ارادو. اوس غویان مست شوي، ډمانکراسي یې له ښکرو پښو ته لویدلې، غوبل دی – له ډمانکراسۍ بل څه تمه مه کوئ ههههههه
افغانانو ډیر تورزن او باتور کڼلې خو اخر دې خپل چرسي توب ثابت کړو . دا وخت ددې نه وو چې ته د حکومت په ضد ږغ پورته کړې او د هغه چا په ژرنده اوبه سمې کړې چې یوه ګړۍ هم ددې هیواد یووالي او د افغانانو سرلوړۍ ته وفادار نه دي . دا چې ته وایې چې حکومت نه یې مقرر کړی نو دا موقف او مقام دې په جنګ کې غنیمت نیولی ؟ لږ فکر وکړه د حکومت له فرمانه سرغړاوی (هغه هم چې تر اوسه نه دی شوی) که عطا کوي هغه او د هغه ډله خو همیشه له افغانیته منکر دي او ددې ورځې لپاره کار کوي چې افغانستان مات شي او یوه برخه یې دده د سلطنت لاندې راشي خو ته ولې دومره ساده شوې چې د ټول هیواد په سختو شیبو کې د هیواد او هیوادوالو په زخمونو مالګې وشیندې . ته په داسې څرګندونو څوک خوشحالوې افغانان ، پاکستانیان او که ایرانیان . زه به یې د استخباراتو نومونه نه اخلم ستا معرفت ورسره شاید ؟ ډیر وي . ته د هغه کندهار بچی یې چې هیواد ته یې نامتو او ویاړلي مشران ورکړي خو د تاریخ په اوږدو کې یو حامد کرزی نا اهله او د وطن د ګټو مخالف ثابت شو او تا هم نور هیر کړه او د کرزي په پله دې پل کښیښود
دیوه ظالم وحشی ، د قدرت تږی او مطلق بیسواده. او خر لغړی نه بله هیڅ توقع نشی کیدای ، دا ځکه چی دی لغړی په کندهاری ولس دومره ظلمونه او نارواووی کړی دی چی قلم دهغه د لیکلو نه بلکل عاجزدی
قوماندان صاحب خو ډیری ښی خبری کړی دی . ولی غواړم څو شیان اضافه کړم چی شاید بعضی خلک موافق وی.
اول: پخواه دی جناب یو خاص څای د خلکو په زړو کښی درلوود او شخصا پر ما هم ګران وو ولی زه دا سوال کوم چی اول خو دی تر اوسه له قدرته ندی لیری شوی نو ولی چیغی وهی.
دوهم: تاسو چی اوس خدای درکړی او مشران یاست د قدرت په وخټ کښی ولی ملت ته واقعیتونه نه وایاست او واقعیتونه باید په اثبات او د اسنادو په واسطه وی چی سیلی در باندی راشی بیا نو هرڅه چی په خوله درڅی کمرو ته ناست یاست او بیان کوی.
دریم: دغه لوست چی ته نورو خلکو ته ورکوی اوس او تاسو دا زده کړی له ( خطا چور) واخیستی چی زه دی حکومت نیم ټاکلی او د چا پلار می هم نشی لیری کولای آیا دا په عسکری لحاظ درستی دی او په قانو ن خو نه پوهیږی. ته که واقعاٌ خدمت ګار دو وطن وی نو تنها کندهار ستا وطن دی؟ چی څان دومره میړنی او ښه قوماندن بولی ورشه ډیر دردیدلی ولایتونه شته امن یی کړه . ولی دا ته نسی کولای څکه چی په نورو ولایتونو کښی د بولدک او چمن ګمرک نسته. او شاید خلک یی هم ډیر غریب وی ستا سره مالی مرسته ونسی کړلای. مامک غوندی قوماندانان نه وی چی میلیونونه ډالر درته بهر ته یوسی. نو ر به پریږدو چی بیا خفه کیږی او دا یو څو تنه چی درباندی ولاړ دی دا هم درنه څی.
دریم: ته چی وایی چی دی حکومت نه یی ټاکلی درسته ده ته کرزی صاحب د ځان او د خپل فامیل د ګټو د خوندی ټوب لپاره تاکلی وی ولی هغه اوس ریس جمهور ندی او نه به وی څکه دغه خلک لکه تاسو، اسماعیل خان، محقق، عطا چور او داسی نور ده هغه د لاس بی ثمره نیالګی دی او د اوسنی امیر امر فرض دی اوس که چیری وزارت داخله یا ریاست جمهوری تا لیری کوی نو بیشکه باید په خوشحالی لیری شی ته اوس په دی خام سیاست حکومت او د لوی کندهار خلک په جنګ اچوی.
څلورم: ته او عطا چی دا ادعاووی کوی چی که تاسو نه وی مزار او کندهار به سیل یوسی، اوس کوم امن دی، ستا به ولایت کښی په رڼا ورځ د حکومت کارکوونکی په بازار کښی وژل کیږی، قومی مشران وژل کیږی، له هلمنده طالبان راڅی او بسته کنډکونه وړی، له سرمایه ګذارانو باج اخیستل کیږی، بسته کلی په پاکستان په بدل د یوی مهمانی کښی خرڅیږی، پټاوونه خو هره ورځ کیږی او داسی نور. چی بیا خفه کیږی. او اعطا چی وایی که نوی ټول شمال به داعش او طالب وړی اوس کوم آرامه دی ( یوه مزاری ماته ویل چی موږ شاید د خطا په نه شتون کښی د آرامی خوب وکړو چی یو کوچنی تجارت شروع کوی هلته دده کسان درته وایی حق مارا بیار). د خپل بقا لپاره او د پښتون د ځپلو لپاره یی په زرګونو میله وسله توزیع کړی ده. اکرم خاکریزوال د چا ه له خواه لیری او بیا په شهادت ورسید همدا غل نور وو چی ته یی اوس شاګردی ته تیار سوی یی. ته ولی په ښه والی او قوماندان پسی نه دریږی چی نور ته او هغه تاسو حمایه کوی. علتونه یی د وطن حفاظت ندی او نه ددی خوار اولس غم درسره دی صرف تاسو داوړه ډیر نا مشروع تجارتونه لری او شخصی منافع مو په خطر کښی دی او بس.
ډیر شیان دی چی وویل شی ولی دومره درته وایم چی دا رواج پریږدی چی زه حکومت نیم ټاکلی ایسته کولای می نسی چی بیا به هر چا زده کړی او ستا زوی به هم درته وایی چی زه ستا امر نه منم څکه زه کلی لوی کړی یم.
میږی ته چه خدای په قهر شی نو وزری وکړی
رازق خانه غلی کشینه ته او خدای ستا دا پوچه قواره او دغه وړه خوله او دا غټی خبری، ستا ماغزه نور چرسو او پوډرو خراب کړی دی، ځما دقندهار د قهرمانو خلکو څخه دا خواست دی چه عبدالرازق د درملنی لپاره ډاکتر ته بوځی.
رازق خانه ته د یو خورد ظابت لیاقت نلری نه پوهیږم چه دغه دجنرال مقدس لقب تاته چا درکړی دی
حکومت او قندهاریانو ته پکار دی چه په بیړه سره دغه زورواکی خاین په خپله سنګینه جزآ ورسوی
مړه دی دافغانستان خاینین او زورواکه او په جنګی جرمنو ککړ خلک، ولو که په هر قوم او هر سمت پوری تړاو ولری
رازق خان رښتیا وايي چه دی هیڅوک برطرفه کولی نشي، ځکه دی هم د جمعیت یا د نظار له داړه مارانو په شان یو اوباش او یاغی قومندان دئ. انشاءالله چې د ټوپکسالارانو، اوباشانو، بدماشانو، خپلسرو چاقوکشانو، غاښماتونکو زورواکانو، دغلو او رهزنانو دوران په ختمیدو دئ. هیله ده جناب ولسمشر خپل هوډ ته د عمل بڼه ورکړي، او قانون پر دوی عملی کړي، په یقین چې دولس اعتماد به پر حکومت ډیر شي او افانانان به د دې ظالمو مزدورانو له منګولو څخه نجات ومومي. که غواړی د رزاق خان په جنایاتو پوه شی، نو دغه لاندې لیکنه چې د ځلاند په ویب پاڼه کې څو موده مخکې خپره شوه له نظره تېر کړئ!
« دټوپکسالارانو خودسري او د دوه سره حکومت بی وسي: ځلاند ویب پاڼه»
حسیب حکیم
کاشکې جنرال رازق دا مصاحبه نه وای کړي. سخت مې زړه ترې بد شو. تاسې خو لا په رسمي دندې مقرر یاستی او غوږ مو پر خپل ځای دی چې بیا په سپي پسې منډې وهئ.
په پښتو کې یوه لنډۍ ده چې وایی :
جانانه صبر وظیفه کړه
په هغه یار چې نازېدې د بل چا شونه
ما تر نن پورې فکر کاوه چې ښاغلي جنرال رازق یو پښتون جنرال دی او د دوی په موجودیت کې به د لوی کندهار تاریخي ویاړونه نور هم ژوندي پاته شي . خو خبر نه وه چې تا سو هم د خره ګوز شوي.
د خادم المفسدین دوهمه خبیثه بقایا او ملی خاین هم وپیژندل شو دغسی بیقاعده جنرالی هر بیسواد ته په شخصی روابطو ورکول همداسی پایلی لری او دا شخصی نوکران نشی کولی چی ملی ګټی یا د جنرالی حیثیت وساتی او د نورو جنرالانو دپاره د شرم تور ټکی ګرځی.
عطا او عبدالرازق چی خپل نفسی او مزدور ظرفیتونه وښودل نو ثابته شوه چی د امیر اطاعت ،اسلام ،ملی ګټی اوعزت دوی ته د هغه مال او دنیا په مقابل کی چی د ملت دوینو د زبیښلو په معنا ده او په ډیر دنائت یی راټول کړی هیڅ ارزښت نلری او لکه لیوان خوله یی د ملت په غوښو خښه او دخپل وحشت او درندګۍ نه لذت وړی او انسانی او اسلامی ارزښتونه هیڅ نه پیژنی
نو باید مؤمن او مجاهد علما روښانه کړی چی د شریعت محمدی فیصله څه ده؟
بغاوت څه دی او باغی څوک دی؟
شرعی حل او علاج څه دی؟
جهاد دوی سره فرض دی که نه؟
داهغه سوالونه دی چی باید شورای علما،وزارت عدلیه او نور ذیربط اداری خپل غږ پورته او ملت ته د باغیانو او ملی خاینانو له شر څخه نجات ورکړی