آصف بهاند 

«تاند» په یوه نوي رپوټ کې د یوې بلې غمیزې یادونه کړې ده. دا ځل د طبیعت قهر او جبر دی او دا قهر او جبر چې د «اشرف المخلوقات» له ظلمونو سره یو ځای شي، بله بلا ورنه جوړېږي، داسې بلا چې لیدل خو یې لا څه کوې چې لوستل یې هم د انسان پر بدن ویښته سیخوي.

دا څو جملې د تاند د راپور یوه برخه ده:

«سي این این تلویزیون په هرات کې د وچکالۍ له کبله د بادغیس له ګڼو بې ځایه شویو کورنیو سره خبرې کړي دي.

د هغوی په منځ کې یوه هم اکیله (عاقله) ده چې یوه سړي د خپل لس کلن زوی لپاره په ۳ زره ډالره اخیستې ده.

د نیویارک پوست ورځپاڼې د راپور له مخې، د بادغیس د بې ځایه شویو په منځ کې یوې بلې مور خپله ۴ کلنه لور پر یوه ۲۰ کلن سړي د دې لپاره پلورلې چې پور پرې کړي.

خو د اکیلې مور مرمرینه وايي چې د خپل زړه ټوټه پلوري.

مرمرینه وايي، لورکۍ یې نه پوهېږي چې پلورل شوې ده:

«دا په ځان خبره نه ده ، څنګه به پوی شي؟ دا ماشومه ده. خو ما بله چاره نه لرله. که ژاړي یا خاندي، باید لاړه شي. څوک به د خپل زړه ټوټه وپلوري مګر دا چې ناچاره وي؟»

دا پاسنۍ څو جملې د زړه سوی له بریده وړاندې، اور را اچوي، لمبه کوي مې او زه یې د افغان غمیزې یو بل څپرکی گڼم. په اوسني وخت کې یې د نورو پیغورونو او تورو داغونو تر څنگ یو لوی پیغور او تور داغ ځکه گڼم چې:

ــ د یویشتمې پیړۍ په ۲۰۱۸ کال کې موږ نه یو توانېدلي چې حد اقل د خلکو نسونه ماړه کړو،

ــ دولتي واکداران مو، دهمدې وږو له پاره په رالېـږل شوو پیسو داسې جامې او موټـر اخلي او کاروي یې چې خیرات ورکونکو لا په خوب کې هم نه دي لیدلي،

ــ او…

«ما سور گل ژاړه، تورگل یې پر خره سپور راوړ»

ځینو روڼ اندو او قلمموالو د ماشومانو، کوچنیانو او نوي نسل د ښې پالنې او روزنې په پار، د ماشومانو او کوچنیانو د سواد او په نوې بڼه د روزلو غم کاوه؛ اوس دا دی همدې ماشومانو ته د یوې مړۍ ډوډۍ د ترلاسه کولو له پاره میندې پلرونه هغوی ځکه خرڅوي چې د کورنۍ پاتې غړي له مرگه وژغوري.

ماشوم پلورنه ستره غمیزه او د مجبوریت انتها ده. زما یادونه او سترگو لیدلی حال داسې وايي چې د ماشوم پلورنې دود زموږ په هېواد کې پخوا هم تېر شوی، خو نه په دې بڼه. زما د یاد بیلگه یې ورگرځي د څلویښتمې لسیزې پای او یا د پنځوسمې لسیزې پیل ته چې په غور ولایت کې د وچکالۍ په وجه د هغو سیمو خلک شاوخوا ولایاتو ته کډه شوي او سر یې ان تر کابله هم رسیدلی و.

هغه وخت هم له غور نه کډه شویو خلکو خپل ماشومان یا خرڅول او یایې پرته له پیسو، یوازې د ژوندي پاتې کېدو په پار خلکو ته ورکول.

هغه وخت زه (آصف بهاند) په محمود طرزي لیسه کې زده کونکی وم، د همدې مهاجرو څو ډلې د دارالامان د بڼ په شنو چمنونو کې اړولي وو. دا مهاجر وچکالۍ دومره ځپلي وو چې د دارالامان مانۍ په بڼ کې یې له رڼو اوبو ډکو ویالو او شنو چمنو ته جنت ویلې.

زموږ پلرنی کور د کابل د چهاردهي په دهمرادخان نومي کلي کې و. داسې هم وشول چې زموږ د کور دروازه وټکول شوه، که گورو د همدې مهاجرو له ډلې نه یو مجبور پلار ولاړ و او ویل یې چې دا ماشوم خرڅوم. زما پلار هغه سړی وپوښته چې ته ولې دا ماشوم خرڅوې؟

هغه وویل:

«ما سره یې نور د مړولو توان نه شته، په پیسو یې واخلئ، د ژوندي پاتې کېدو له پاره یې وړیا هم درکوم او…»

او اوس تاریخ د افغانستان پر ستیژ باندې، دا غمیزه بیا په تکرار سره ښيي او لوبغاړي یې هم بیا په تکرار سره د هماغې سیمې خلک دي؛ خو توپیر یې دا دی چې په پخوا وختو کې به دولتي مشرانو په ریښتیا د همدې په نس وږو له پاره گدايي کوله او یوه، یوه مړۍ به یې د وږو تر خولې پورې رسوله؛ اوسنيو مشرانو ته د خیرات پیسې تر کوره رارسول کیږي، خو مسؤلین نه یوازې د خیرات پیسې تر خیرات خورو

پورې نه رسوي، بلکې خپله یې کاروي او زیـرمه کوي یې، تر خیرات ورکونکو نه ښکلې جامې او ښکلي موټر پرې اخلي او له ټولو مدرنو امکاناتو سره، ښکلې ودانۍ پرې جوړوي او بیا د ودانۍ پر پاسنۍ برخه لیکي:

One thought on “قیمتي جامې او وږي نسونه؛ ماشوم پلورنه، د یوې غمیزې دوام”
  1. د قیمتی جامی آخیستلو سره سره فرانسه ته د عکس اخیستلو لپار ځی.او هلته داسی عکسونه د اکشن سره اخلی لکه د پورنو ستار.
    او دلته فک د لوږی تندی خلک خپل د زړه ټوټی خرڅوی.زما په فکر د طالیب وژنه یوه اندازه شرف لری ،دلوږی تندی وژلو څخه.
    طالیب مو په بمونو لوخړه کوی.او دولتی چارواکی راغلی خیرات راڅخه پټوی ،مزی چړچی په کوی،الله ج د خایینین. وطن پلورنکی،داسی بم ته برابر کړی چه څوک یی څرک هم ونه لګوی.

ځواب ورکول غمی،پښتین ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *