تاند- د ولسمشرۍ د دوهم ځلي انتخاباتو په درشل او د کاندیدانو د ملاتړونو په دوام کې د ولسمشر کرزي ورور قیوم کرزي نن په یوه غونډه کې رسماً د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

د ښاغلي قیوم کرزي ټیم تېره اوونۍ په یوه غونډه کې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د بدلون او تداوم د ټیم ننګه اعلان کړې وه او په خپله قیوم کرزي په شفاهي او غیررسمي ډول ویلي و چې د ښاغلي اشرف غني ملاتړ کوي.

د قیوم کرزي کشر ورور محمود کرزی د عبدالله عبدالله ملاتړ کوي.

د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې قیوم کرزي د ولسمشرۍ د بل کاندید زلمي رسول په ګټه له کاندیداتورۍ تېر شوی و. زلمی رسول د انتخاباتو له بایللو وروسته له عبدالله عبدالله سره یوځای شو. خو د انتخاباتي ټیم اکثرو غړيو او لومړي مرستیال یې د اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ.

راپورونه وايي چې د ولسمشرۍ بل کاندید قطب الدین هلال هم موافقه کړې چې د ولسمشرۍ په دوهم ځلي انتخاباتو کې د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړي.

ټاکل شوې چې ښاغلی هلال سبا /دوشنبه/ په یوه غونډه کې رسماً د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړي.

تر دې مخکې د ولسمشرۍ کاندید داوود سلطانزوی هم د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړی دی.

خو د زلمي رسول ترڅنګ عبدالرب رسول سیاف بیا د عبدالله عبدالله ننګه اعلان کړې ده.

ویل کېږي چې د حمل د شپاړسمې نېټې د کاندیدانو په منځ کې سیاف او هلال رایې لري او قیوم کرزی د کندهار د خلکو زیاتې رایې اشرف غني ته اړولی شي.

6 thoughts on “قیوم کرزي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې رسماً د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ”
  1. da kandahar rayi la pakhwa na da Ashraf Ghani we oas faqat da yaw so mahdodo Popalzayo raya Qayum Karzai rawarawali

  2. تل دی وي ژوندې نومیالی مشران

    زمونږ زړونه مو په دی کار سره ډیر خوشاله کړل او زمونږ د کندهاریانو پزه مو راپرځای کړه چی د یوه لوچک عبدلی ګودل څخه مو ملاتړ ونه کړ او د یوه دروند او پوه شخص څخه مو خپل ملاتړ اعلان کړو.

    ژوندی اوسی وایم له انا دی قربان

  3. Dear all,
    All Afghans should vote to Ashraf ghani only because he is the only one in this election and he is a scholer among the candidates.

  4. زه فکرنه کوم چې استاد سیاف دومره احمق وی چې د داکټر عبدالله په شان فاسد سړي ته رایه ورکړی.

  5. که قیوم کرزی واقعا له اشرف غنی سره صادق وی خفل وروره به یی هم له ځان سره داشرف غنی پلوی کړی وه خو دا یوه منا فقه کورنی ده غواړی دافغانستان سیاست کی همداسی منافقتونه وکړی لکه دا اوس چی ټول افغانان ورته ګوری او دوی یو فه عبد الله عبدالله هوکړه کوی او بل وروریی اشرف غنی سره داسی شکل ملا تړ کوی چی دافغانستان ۲۸ ملیونه خلق ورته ګوری او دوی دخلقو سترګوته خاوری شندی ۰ محمود کرزی وه چی دقیوم کرزی دکمفینو مالی سیاسی اجتماعی غونډو مسولیت یی لرود خو محمود کرزی ته وایی چی تاسو به عبدالله سره یاست که کامیاب شه خپل مخکنی فساد ته به دوام ورکړی او فه خپله له اشرف غنی سخه ملاتړی کوی دمنافقت چو کاټ کی

ځواب ورکول انجنر حبیب الرحمن حکمتیار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *