تاند- ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ کاندید قیوم کرزی نن /جمعه/ په یوه لویه غونډه کې د زلمي رسول په وړاندې له کاندیداتورۍ تېر شي.

ویل شوي چې ښاغلی کرزی به د لویې جرګې په خیمه کې د سلګونو کسانو په یوه غونډه کې اعلان وکړي چې د ولسمشرۍ له کاندیداتورۍ څخه د زلمي رسول په ګټه تېرېږي.

د ښاغلي قیوم د کاندیداتورۍ له پیله اټکل کېده چې نوموړی به د زلمي رسول په ګټه استعفا وکړي. همداراز باور کېږي چې ګل اغا شېرزی، جنرال عبدالرحیم وردک او ښاغلی ارسلا به هم ژر د زلمي رسول په ګټه، چې ویل کېږي، د ارګ له ملاتړه برخمن دی، له کاندیداتورۍ تېر شي.

د کتونکو په باور له ګل اغا شېرزي پرته چې په کندهار کې څه نا څه رایې لري، له کاندیداتورۍ د نورو یادو کاندیدانو تېرېدا د انتخاباتو پر پایلو هیڅ راز اثر نه شي لرلی ځکه چې هغوی رایې نه لري خو بې له شکه د زلمي رسول لپاره له تبلیغاتي پلوه د اهمیت وړ ده.

26 thoughts on “قیوم کرزی د زلمي رسول په ګټه له نوماندۍ تېرېږي”
  1. ددې څخه خو مونږ مخکې خبر وو. د ا خو د کرزي پلان دی. او هغه غواړي چې په راتلونکي ځان لپاره بستر جوړ کړي. خو د ارمان به ګور ته یوسي

  2. دا به ښه کار وشی چی نوماندان یو بل ته له کاندیداتوری نه تیر شی او ولس ته به آسانه شی چی د دوه دری نفرو ترمنځ کوم یو انتخاب کړی. خو دا کار به یی مخکی کړی وو چی دومره زیات کاغذونه او تبلیغاتی ورقی به نه مصرفیدی. زما په آند له زلمی رسول نه د قیوم کرزی چانس ډیروو . ځکه هغه نسبتا ښه پروګرام درلود او په دواړو رسمی ژبو یی خبری کولای شو. په هر حال د قیوم کرزی تیریدنه به د ښاغلی داکتر اشرف غنی احمدزی بریالیتوب تضمین کړی. له بلی خوا د پښتنو د رایو له ویش نه به مخنیوی وکړی او دوی به یو مقتدر او پوه زعیم د ګران افغانستان د راتلونکی لپاره وټاکی.

  3. قیوم کرزی، شیر اغا، دیل اغا، ګل اغا، ،وړدګ، ارسلا ،، ضیا مسود، او خپله کرزی د یوی یوی رایی حق لری هغه که ډاکټر رسول ته ورکوی او که کوم بل کاندید ته د دوی حق دی. خو را به شو دی ته چی . زلمی رسول د ولس نماینده ندی بلکی د فعلی حکومت چی یو لویه مافیایی کړی ده په وچ زږر یی راوړاندی کړی دی او دا مافیه غواړی چی خپلی هغه شتمنی چی د افغانستان د مظلوم ولس د لوټ کول له لاری یی لاس ته روړی دی د زلمی رسول چی ډیر خوارکي انسان دی وساتی او لا نوره وده ورکړی.
    موږ له محترم ډاکټر صاحب رسول زلمی څخه هیله کوو چی د دغی مافیه څخه خپله لاره جدا کړی او د ملت سره ودریږی، چی د کوم په سر کی ډاکټرصاحب اشرف غنی ولاړ دی يو ځای شی.

  4. ولسمشر کرزي ددي لپاره چي واک يي له لاسه ونه وځي، أو فساد يي رسوا نشي، دزلمي رسول درامخته کولو يو ناکام کوشش کوي،
    له ټولو أفغانانو أو په خاص طور تعليم لرونکي أو بانفوذه أفغانانو څخه مي دا هيله ده چي ددي دسيسي د شنډولو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي ،
    دزلمي رسول مطرح کول زه دأفغانستان خلاف يوه لويه دسيسه بولم، د زلمي رسول له نوم څخه زه دأفغانستان بربادي أو دکورنيو جګړو بوي محسوسوم

  5. د كرزي د فساد د دوام مافيا ده سي سره يو زاي كيزي خو افغانان خو وجدان لري د كابل بانك غله خه ورته معلوم دي د مدبر ٩١ كود سي د شهيدانو د مساعدت فه خاطر تخصيص شوي مدبر فه جعلي اسنادو ايستلي كرزي سي دي ستر ملت ته فه بي عزتي كوري خداي به يي وشرموي

  6. وروڼه دا یو تبلیغاتی کمپاین دی او قیو کرزی وی که ګل اغا شیرزی رحیم وردګ اوکه هدایت امین ارسلاح جمع زلمی رسول دوی ټول چی سره یو ځای شی بیا هم زمونژدټولو افغانانو کاندید او راتلونکی ولسمشر که خدای کول د نړی ستر متفکر ډاکټر صاحب اشرف غنی احمدزی دی او زما دټولو افغانانو څخه دا هیلی ده چی راځی په انتخاباتو کی ګډون وکړو او دخپلی خوښی کاندید ته رایه ورکړو او دغربی نړی زما په اند دغه طوطیه چی شاید پایله به یی نه یواځی افغانانو ته دمنلو وړ نه وی بلکی افغانستان ته به ډیره خرابی او ویجاړونکی پایلی ولری .
    په درنښت

  7. دا خو له سر نه معلومه وه خو زه به هیڅکله داسی چا ته رایه ورنه کړم چی هغه زما په ژبه نه پوهیږی له نورو دوستانو نه هم هیله کوم چی دی ټکی ته پام وکړی

  8. Hamed karzai ba khpala chera you zal bia Olas ta wa Shai chi da zan aw Koranei pa khatar da Afghnistan pa gham ki nadei. Kah khodai nakhwakhsta zalmay Rasol kamyab si no pasad ba norham Dirah si.

  9. له ده معلومه شوه څه خاين كرزى ده بى ژبي زلمى رسول شاته ولا ړ ده ، او زلمى رسول به په نوم ريس جمهور وي او در ست قدرت به دريو نفرو سره وي څه ه هغه كرزى يزك ده ،دوهم مارشال پوقانه ده او در يم ده وزه ورور احمد ضيا سره به وي او بيا به هغه حالت راشي څه نوى كرزى په قدرت شي يعنى درست زور ، كش او فش به بيا ده شوراى نظار لاس كشي يي ، او دا ټوله دسيسه ده كرزى له لاسه ده او په ذات كي ده پشتنو سر سخت د ښمن خبله كرزى دي څكه ده كرزى په ١٣ كالو كي معلومه شوه څه ده خاين چا ته كار كاوي ، ينى شوراى نظار ته يعنى يوه ولسوالي ته ،بايد اوس پشتاني را ويش شي كه نه دا واري سل فيصده مر ګ مو رارسيدل ده او په يو مشخص نوماند پسي ودريزي څه هغه هم داكتر صاحب اشرف غنى ده ، نور د ستاسو كار ده

  10. This will be a good step and we should appreciate Qayum Khan’s historical decision. We need to support this group to win by which the achievements of the past 13 years will not be compromised- we understand there were also problems which the new government should take into consideration such as putting more focus on strengthening judiciaries systems, police, sub national governance etc. guys let’s support this group which amongst the existent candidates is the most decent one. We should not think about the election but about how the team with their deputies can run the country after the election. Afghanistan no longer will have the laxury that int community pours money whatever we do, we need to show to them how we are and how we work with our team and how we deal them. Honeymoon is gone dears.

  11. په دی باندی ټول کسان خبر داره وو اوله ورځ دافلان جوړ شوی وو چی دا کسان به زلمی رسول ته تیریږی او بل سیاف دی دده کسان چی دی زما دمعلوماتو پر اساس به دعبدالله عبدالله حمایت وکړی او دی چی دریس جمهور کرزی سره وعده داره دی یواځی به دی دزلمی رسول حمایت ته غاړه کښیږدی اوس راغلو دی ځای ته چی اوس ګټه اخیرتی اوبله ګټه اخیرتی ده فرق دافغانی مزاجه او خارجی مزاج دی نو او س تاسی ته قضاوت په لاس کی درکوم چی پر میدان به دا دری کسان ولاړ وی هغه لکه عبدالله اشرف غنی او زلمی رسول او دخپلو مسلیتو په درک کولو سره باید تاسی انتخاب وکړی فکر مو وی که یواځی افغانستان غواړی داخیرت سه بی فروایاست چی وایه هرڅه چی دی که اسلام وی که یهودیت یا نصرانیت اشرف غنی دی یعنی کومی بریاوی چی مجاهیدین او ښه نوم دجهاد په دروران کی وګاټی هغه به بل الکل ختم شی څوک به یی نوم وانه خلی اد دجهاد نوم چی اوس لږ پاته دی ددی زوواکانو او غاصیبانو چی دوی ځانته داترجع ورکوی او دجهاد دنامه سه خپله ګټه اخلی دابه هم ورک شی دوهم زلمی رسول دی دی می زړه ته نه لویږی چی یادی افغانستان در وګتی او یا ایمان دده بی زبانه خولی ته چی زه ګورم ددی خولی څخه به نه کی شړی بل عبدالله دی که چیری خپل پر وعدو وفا وکړی اودغه دواړه چی یو ځای شوی دی خپل دتیرو کړونو سه عبرت واخلی او خپل به مابین کی متفق اوسی سمتی تضاد لسانی تضاد او تنظیمی تضادونه پواقیت کی لری کړی دواړه قوت دی انشالله ودیته څه امید شته خو داوایم هغه خارجی نوکریوالان یی نه راجوړه وی خو ترډیره باید آخرتی مسولیت په نظر کی ونیسی

  12. دا لوبه ټوله کرزي جوړه کړې وه، دوی په هر حالت نه غواړي چې د اشرف غنی په څېر وړ کس رامخته شي ځکه چې د دوی د فساد او بربادۍ ټولې پردې څیروي.

  13. بيايد اين بار از كرزي و كابينه و شراكاي
    و شركت سهـامي پنجشير كندهـار صرف نظر كنيم و به يك شخص بيطرف قدرت را منتقل نمايم از طريق رأيي خويش به باور من زلمي رسول اهـليت اين مسووليت بزرگ را ندارد

  14. سلامونه
    دا تش تبلیغات دی عبدالقیوم کرزی دافغانانو لپاره دافغانانو سره لویه ملی برنامه لری

  15. Grano khwando aow wrono,
    Ma ta pa zehen ke da pokhtana darege che wali mong dase yaw sok wotako, kom che khpel de zhwand tool bansatez shayan heer kare we( Mooranai zheba ) aow bol pa Zalmai Rasool ke kom hagha zangartiawe de che haghe ta pa pam sara mong la domra star nemgartia na war teer sho? aow wali pa hagha sok wakht zaya kro sok che de neemgartiawona daak we aow wali pa Shaghele Dr Ashraf Ghani sara ra tool nasho, pa hagha kas che de yawa kha masher toole zangartiawe lare aow ter bol har yawa Candid na de pohe aow tajrobe pa har dagar ke la tolo noro na wrande de, de Dr Saheb Ashraf Ghani de berya pa heela.

  16. قیوم کرزی، شیر اغا، دیل اغا، ګل اغا، ،وړدګ، ارسلا ،، ضیا مسود، او خپله کرزی د یوی یوی رایی حق لری هغه که ډاکټر رسول ته ورکوی او که کوم بل کاندید ته د دوی حق دی. خو را به شو دی ته چی . زلمی رسول د ولس نماینده ندی بلکی د فعلی حکومت چی یو لویه مافیایی کړی ده په وچ زږر یی راوړاندی کړی دی او دا مافیه غواړی چی خپلی هغه شتمنی چی د افغانستان د مظلوم ولس د لوټ کول له لاری یی لاس ته روړی دی د زلمی رسول چی ډیر خوارکي انسان دی وساتی او لا نوره وده ورکړی.
    موږ له محترم ډاکټر صاحب رسول زلمی څخه هیله کوو چی د دغی مافیه څخه خپله لاره جدا کړی او د ملت سره ودریږی، چی د کوم په سر کی ډاکټرصاحب اشرف غنی ولاړ دی يو ځای شی

  17. سلامونه دوستانو – دا هسی بیځایه اوازی دی اوکه تیر هم شی انشاالله هیڅ نشی کولای قیوم کرزی)شعیه) نه څوک پیژنی اونه به هم رایه ورکړی ، که چیرته دا انتخابات د خلکو په رایه ولاړ وی زه ډاډ درکوم چی د ښاغلی اشرف غنی احمدزی څخه بل څوک ندی او که چیرته کرزی شعیه بیا درغلی وکړی نو هغه بیا ځانته خبره ده
    الله ج د نور مونږ ټول افغانان د دی خاینینو څخه خلاس کړی

  18. Ahmad popal said!

    Leka chey stergey dey rhandey di aw hits ham ne winey! Masood de Afghanistan de 40 kalanei wijarhei aw barbadei asli lamel dai, de panjsheyr tsekha ne dai?

    Ashraf Ghani ta raya de Afghanistan sarlwarei, abadei, aw de dardeyli khamosh aksaryat darduno medawa ta rya da.

    Nor de dey “jabhadi aw meqawemati” tojarano tsekha teyr shei ter tso mo de dunya aw gatha kerhi wi.
    Dedey jahadi aw meqawemati mofseydino ( Zalmai Rassul ye ham barkha da)tsekha mo pa da 21 kaluno tse kheyr lidelai chey wrusta ba ye trey wegorei. De azmoeli bya azmoel da ahmaqano kaar dai.

  19. سلام مينه والو. تول كانديدان دا جه خدمت ملا ييترلي ده دقدر ورخبره ده ددوي دعزم به خاتر نه ددوي دسابقي به خا طر له ديرو خبرو تيريزم خوشحاله بابا حه شه ويلي دى . به بزم او رزم جه راشي زبه د طوطي لري زره دفلنك جه بدي كي بهم ادراك قوت بروت دي . دريشتين ولى اومقاومت بر رشتينولي باندي دخلقو او ملت به اراده او بشتيبا ني بوري ترلي بولم . راحي دداسي جا بشتيبان شو جه زبه دطوط (به اصتلاح) او زره دفلنك (بهم ادراك قوت ملي كتي اوغوشتنو صحيح درك ) ولري جه هغه زما به اند به نومورو نو ماناندانو كي اشرف غني صاحب دا زما نظر دي به شخصي تكه نه زه اشرف غني صاحب او نه هغه ما ولاكه بيزني هر افغان دخبلي رأيي حق لري او تولو ته د احترام ور بولم

  20. Salamoona, salaamalykom, Hello,

    Ashraf Ghani Ahmedzai= 85 0/0 Afghanaan(Khamosha aksaryet+Zwanan+Ulema…) aw zma pa nazar Nader Naiim; Sultanzoi ;Qutboddin Hilal saib ;hatta Sayyaf bayed d Ahmrdzai pa naf`a tair shi.

    Dobbelle Abdola= 10 0/0 Jamiaa`tyanha+ 5000 shash sheryan+ 1./. malim Ata`-e benour …

    Nazalmy Naresol: Kaerzai( just by name pashtoon) & co. moshrekeen-e cehami(khorzabet marshal!+ old cerdaars zahershah zai`s+ cia+isi+savak+ sadegh-e na modaber+ khalili+ mohakik+ moseny shiieth(monafikoon)+ = totally may be 5./. ( mr.Daud commentaar read it!) I mean the last.

    Inna-e aqramakum i`nda-ALLAH-e atqyakum…

  21. که دا محترم کاندیدان یې په ګټه تېر شي او که نه ، ښاغلی ذلمی به له سل زرو څخه زیاته رایه خپله نه کړي ولو که درغلي هم وي!

  22. دا ټول نظرونه مې ونه لوستل ځکه چندان اهمیت نه لري. بله داچې دا د کرژي لوبې دي روانې کړې یې دي. ځکه اوبو اخستي ځګ ته هم لاس اچوي. ولس خو کرزي او دارودسته یې نه غواړي خو شکر نړیواله ټولنه يې هم نه غواړي. تر ټولو مهمه دا چې نړیواله ټولنه یې هم نه غواړي. دا بل عبدالله ګی خو چې تولې دنیا ته بوک هم شي ریس جمهور به نه شي. لمر په دوه ګوتو نه پټیږي. بس دا ځل الحمد لله د ډاکټر صاحب اشرف غني وار دي . ددې مفسدانو به یوه سترګه خاندي او بله به یې ژاړی او ډاکټر صاحب به راځي انشالله.

    انشاالله

ځواب ورکول Ahmad Popal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *