تاند- د ولسمشر کرزي مشر ورور قیوم کرزی غواړي چې د ولسمشرۍ لپاره ځان کاندید کړي.

د حامد کرزي کشر ورور محمود کرزي رسنیو ته وویل چې قیوم کرزی غواړي چې ځان کاندید کړي.

تر دې مخکې د قیوم کرزي، اشرف غني احمدزي، علي احمد جلالي او یو شمېر نورو تکنوکراتانو ترمنځ پر یوه کاندید د سلا کېدو لپاره خبرې روانې وې.

څرګنده نه ده چې نورو مطرح شخصیتونو له قیوم کرزي سره موافقه کړې او کنه ده.

تر دې مخکې کرزي په ضمني ډول د زلمي رسول د کاندیدو یادونه کړې وه او ویل کېدل چې ولسمشر کرزی د ښاغلي رسول د نومونې ملاتړ کوي.

محمود کرزي څه باندې یو کال پخوا هم ویلي و چې ورور به یې ځان کاندید کړي او دی یې له دې سره سره ملاتړ کوي چې ولسمشر حامد کرزی موافق نه دی.

محمود کرزي د قیوم کرزي د کاندیدیدو خبره په داسي حال کې وکړه چې عبدالله عبدالله له عبدالهادي ارغندیوال او محمد محقق سره موافقې ته رسېدلی او غواړي چې سبا رسماً ځان کاندید کړي.

څرګنده نه ده چې قیوم کرزی به څوک د مرستیالانو په توګه معرفي کړي.

11 thoughts on “قیوم کرزی ځان ولسمشرۍ ته کاندیدوي”
  1. السلام علیکم ۰۰۰۰۰۰۰ قیوم کرزی شه فوه او سیا سی شخص دی کیدایشی داسی تیر وتنی ونکړی لکه شاغلی حا مد کرزی چی وکړی قیوم خان کیدایشی فه ا قتصادی لحاظ وطن ته رشد اونمو ورکړی دازکه چی دده به له وروره سره فه همدی موضوع اختلاف وه بل دا چی که شاغلی قیوم خان دوه معا وینین وتا کی یو له حزب اسلامی سخه قطب الدین هلال او بل ولی مسعود چی داحمد شا ه مسعود وروردی نوموړی به کا میاب شی والسلام

  2. افسوس کوو چه قیوم غوندی سړی چه ټول عمر دی په امریکا که رستورانتداری کړی او نن غواړی چه دا بی سرپوښه وطن کی ځان کاندید کړی او دا واقعآ د افغانانو لپاره د افسوس ځای دی دا هوټلی باید د اشرف غنی غوندی خلکو ملاتړ وکړی ترڅو چه اقلآ هیواد کی یو عالم د دی قدرت واګی ونیسی او قیوم هم په دی ښه پوهیږی چه د اشرف غنی په مقابل کی دی هیڅ نه پوهیږی ولی بیا هم دا هوټلی ځای کاندیدیو . بس دی نو ستا بل ورور په ۱۲ کلونو کی پښتانه یی ښه په نړی کی بد معرفی کړل او ښه ډیر یی ووژل او ته نور ددی مظلوم ملت نه څه غواړی ، خدای دی دا زمونږ جاهل مشران ژر تر ژره له دی نړی ورکړی چه مونږ هم تری بی غمه شو . مننه

  3. قیوم کرزی ته په درناوي سره۰هغه بل۱۲کلنه پاچاهی کې څه وکرل

    قیوم کرزی ته په درناوي سره۰هغه بل۱۲کلنه پاچاهی کې څه وکرل،څه ته به یی وریبې۰هغه خوله یوه ډله وطنی اوبهرنی ملګروسره هیوادته راستون شو۰تاسوهم ولس ته باوری اعلان وکړۍ۰//////////////

  4. ستاخو والله که رنګ هم دانسان وی تاتبه څوک رایه درکوی دکرزیانو بغیر بل څوک بی نکی در ولی تاسوپه قندهارکی یوازی دکرزلپاره کارکړی دی نه دنوروقندهاریانولپاره

  5. که چیری دی په ریشتیا سره ځان کاندیدوی نو باید لمړی مرستیال اشرف غنی احمدزی او دوهم رمضان بشردوست وټکی ځکه چی دا خلک په واقیعت سره خپل وطن ته خدمت کوی.

  6. که چیری دی په ریشتیا سره ځان کاندیدوی نو باید لمړی مرستیال اشرف غنی احمدزی او دوهم رمضان بشردوست وټکی ځکه چی دا خلک په واقیعت سره خپل وطن ته خدمت کوی

  7. salam
    qaum karzai what he did for one province in kandahar so what he will do for all afghanistan , and also we can not expect from any of them that they will do any thing for afghans if god do bring some one like ahmad shah baba or mirwais nika

  8. سلامونه اوښی هېلي :
    که قیوم کرزی امریکا سپرټ کړی او په ریښتیا راشي نو آیا دا به بیر ته افغانستان د پادشاهت دوران ته نه ور ستنېږي ؟ تردی خو ښه داده چې همدا حمید کوزی ناست وی چې څه لږه تجر به هم لري ، دی به نو څه موږ ته داسې ګلونه وکري
    دوهم زه نپوهېږم په کندهار کې یوازي کرزیانو دا چوکئ په اجاره اخیستې نورو کندهاریانو ته دی هم موقع ور کړی
    دریمه خبره زما په نظر که اشرف غني احمدزی ته قیوم تیر شی ډیره به ښه وی ږد ته به یو وزارت هم ور کړی او په دی ملک به یی هم احسان وی.
    ږ

  9. عزتمندو داهم پسی یو بل خبر چه قیوم کرزی ولسمشری ته نوماندشوی په افسوس سره باید ووایم چه ددنیاپه سطحه دویم اویا دریم مفکرشاغلی اشرف غنی احمدزی بهتر ده اوکه قیوم کرزی افسوس چه حق نظرنشه ولی داجمهوریت دی که شاهی ایا داعدالت دی که بی عدالتی
    افسو چه زمونژ په معاشره کی دزرو او خاورو دپیژندولو سلاحیت نشته دلته خویازورواکی ده اویادبل غلامی

  10. محترمو وطنوالو! قیوم کرزئ به په ریښتیا یو قومی مشر وی خو زما په اند هغه د سیاست په ډګر کی زما په شان یو بیسواده شخص دئ. که هغه یو څه ناڅه هوشیاری ولری نو باید چی اشرف غنی د اولسمشرۍ لپاره حمایه کړی. اشرف غنی نه زما د کاکازوئ دئ او نه می لیدلی دئ مګرد ډیرو نیکو خلکو نه می د هغه د پوهی او دیانت صفتونه اوریدلی دی. بله مهمه خبره داده چی هغه یو پښتون نه، بلکه یو افغان دئ او د افغانستان د ټولو قومونوپه زړه کی دیو علمی شخصیت په حیث ځای لری. دا به هم شه فیصله وی که ډاکټر رمضان بشردوست د اشرف غنی سره د لومړی معاون په توګه شامل شی ځکه چی هغه هم یو وطن پرست شخص دئ.

ځواب ورکول talal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *