راپور: همت –
د پکتيا په مرکز ګردېز کې لسګونو کسانو د يو لاريون په ترڅ کې د رشوت غوښتلو په سر د اريوب ځاځيو د ولسوال وهل وغندل او د دې ولايت د والي او ريیس د دفتر د محاکمې غوښتنه يې وکړه.
لاريون کوونکو چې د والي جمعه خان همدرد تصويرونه له ځانه سره ليږدول له مرکزي دولته د نوموړي د محاکمه کيدو غوښتنه وکړه.
لاريون کوونکو د اريوب ځاځيو ولسوال وهل په کلکه وغندل او ویې ويل چې د پکتيا ولايتي چارواکي قومي مخورو او هغه کسانو ته چې په رشوت کې ورسره همغږي نه وي سپکاوی کوی بدې خبرې ورته کيږي او ډوبل کيږي.
(( دا زموږ لپاره د منلو وړن دی له مرکزي دولته غوښتنه کوو چې د والي په ګډون ريس د فتر محاکمه شي))
يو بل لاريون کوونکی وايي (( زما غوښتنه داده دا وهل چې کوي او خلکو ته سپکاوی کوي مراجعينو کنځلي کوي بايد د ولايت څخه لاړ شي))
د اريوب ځاځيو ولسوال عبدالرحمان سوله مل وايي، څلور مياشتې کيږي چې د اصلاحات اداري له لوري د ازاد رقابت له لوري يادې ولسوالۍ ته کمياب شوی خو د ولايت له لوري اجازه نه ورکول کيږي چې دنده اجرا کړي.
نوموړی وايي، چې د والي د دفتر د ريس له لوري هغه وخت وډبول شو چې د ۸ زرو ډلرو روشوت خبره يي ونه منل شوه.
(( دوئ له ما څخه غوښتنه کوله چې ۸ زره ډالره روشوت ورکړم ما چې د رشوت ورکولو انکار وکړ د ولايت د ساتونکو او حشمت له لوري ووهل شوم))
د عبدالرحمان سوله مل کوچنی زوی چې د پلار تصويرونه يي په لاسونو کې وو په ژړغوني غږ د مرکزي دولت تر څنګ دبشر حقوقو له خپلواک کميسون او له يونامه څخه غوښتنه وکړه چې د دوئ غږ واوري.
(( زه په دې ډېر خفه يم چې زما پلار د والي صیب عسکرو وهلی دی زه غوښتنه کوم چې محاکمه شي))
په دې اړه مو وغوښتل چې د ولايتي ادارې نظر له نږدې او يا هم په ټليفون واخلو، خو ولايتي چارواکو له خبرو کولو ډډه وکړه.
دا لومړی ځل ندی چې د پکتيا اوسيدونکي په ولايتي اداره کې د سمون او بدلون غوښتنه کوي، له دې وړاندې پنځه ځله د دې ولايت اوسيدونکو په اعتراضيه غونډو او لاريونونو کې د والي د بدليدو غوښتنه کړې وه.
د پکتيا اوسيدونکي له ولس مشر کرزي څخه نارضا دي او وايي چې شبږ کاله کيږي چې والي جمعه خان همدرد د دې ولايت والي دی، خو په تيرو شپږو کلنو کې ولس مشر يوه ورځ د پکتيا د مظلم ولس کړيکې او چيغې وا نه وريدې چې په دې ولايت کې څه روان دي.
مجرم خپله قاضی خپله دوا خپله
محکمه کی فیصله بدله شوه
څوک به یی محکمه کړی او کوم یو به یی محکمه کړی