تاند- د پاکستان او هند ترمنځ د واګې په بندر کې د طالبانو په یوه ځانمرګي برید کې د پاکستان لږترلږه ۵۴ امنیتي او سرحدي ځواکونه وژل شوي دي.

واګه، چې په اردو کې یې (واهګه) لیکي، د پنجاب ایالت له مرکز لاهور ښار سره شاوخوا دېرش کیلومتره واټن لري.

د پاکستاني طالبانو د تحریک د جماعت الاحرار د څانګې ویاند احسان الله احسان ویلي چې دا برید دوی د مومند ایجنسۍ پر قبایلي سیمه د ده په وینا د پاکستاني پوځ د وحشیانه حملو په ځواب کې کړی دی.

داسي ښکاري چې پاکستاني طالبان اوس پوهېدلي چې د پاکستان حکومت په پنجاب کې د حملو په وړاندې زیات حساس دی او په دې سیمه کې بریدونه ورته مهم دي.

1د پنجاب ایالت د پولیسو عمومي رييس مشتاق سکیرا پاکستاني تلویزیون دنیا نیوز ته وویل چې ۴۹ تنه وژل شوي او ۱۱۸ نور ژوبل دي.

ده ومنله چې دا برید ځانمرګی و.

برید داسي وخت وشو چې د معمول مطابق د بیرغ د کښته کولو مراسم روان ول. د بیرغ د کوزولو د مراسمو په مهال د پولې په دواړو خواوو کې خلک د نندارې لپاره راټولېږي.

د امنیتي چارواکو په وینا چاودنه په هغه ځای کې شوې چې رسم کذشت یا پرېډ پکې کېږي له همدې امله د تلفاتو د شمېر د زیاتېدو احتمال شته. د پرېډ د لیدلو لپاره له ۷ تر ۸ زرو پوري خلک راټولېږي.

په پیل کې ویل شوي و چې په یوه هوټل کې سلینډر چاودلی دی.

2 thoughts on “لاهور ته نژدې په چاودنه کې ۵۴ پاکستاني ځواکونه ووژل شول”
  1. پرهر انسان باندی چی د بل انسان لخوا وژل کیږی موږ ته پکار چی پری خپه شو او غمدردی ورسره ښکاره کړو. خو که بل خواته وګورو دا اور د پاکستان پوځ او بیا په ځانګړی ډول آی اس آی بل کړی دی چی دا یی نتجه شوه. خدای پاک د وکړی چی نور نو آی اس آی پر دغه اور باندی اوبه توی کړی تر څو په دواړه هیوادونو افغانستان او پاکستان کی دا انسان وژنه پای ته ورسیږی.او که چیری یی غم ونه خوری نو بیا د په پاکستان کی د مړیو حساب ته کشینی او حسابو د یی.

  2. وای چی زه خواره یم فر دنیا دی مروسه نه وی
    زموز یو پتیال یی فر تول بی ایمانه پنجاب کی ولاکه وو
    شه سوی شکرالحمدالله
    هغه په دی که یی ملکی خلک ورسره وژل شوی وی هغه پنجابیان دی موز ته مهم پنجابی دی هغه که دولتی وی که ملکی

ځواب ورکول shakir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *