تاند- ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانانو ژوند او د افغانستان امنیتي ادارو ته تر ټولو لوی چلینج د پاکستان له لوري متوجه دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جیو تلویزیون له خبریال سلیم صافي سره په ځانګړې مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغانانو او افغان امنیتي ادارو ته تر ټولو لوی خطر طالبان، القاعده، او که ګاونډي هیوادونه دي؟ وویل«زموږ تر ټولو لویه ستونزه له پاکستان سره د دولتونو په کچه په اړیکو کې ده.»

له ښاغلي غني بیا وپوښتل شول چې ایا د پاکستان ستونزه تر طالبانو، القاعده او نورو ترهګرو هم د افغانستان لپاره لویه ده؟ ولسمشر وویل«دا د سیمې د ثبات لپاره اساسي مسله ده، دوې جګړې په یو وخت روانې دي چې یوه د رسنیو له لوري منعکس کېږي خو بله نه کېږي. پاکستان په ډیورنډ کرښه ۲ لکه پوځیان ځای پر ځای کړي او دا پوځیان په کلکه د هغو ترهګرو پر ضد جنګېږي چې پاکستان ګواښي. خو د تروریزم پر ضد د دوو هیوادونو ترمنځ نه همکاري لوی خنډ پېښ کړی دی او له همدې کبله مشکلات رامنځته شوی دي. ایا څوک له دې انکار کولی شي چې د طالبانو دفترونه په کوټه کې نه دي؟ تاسو د مرکې لپاره ورتلای شئ. که یې ادرسونه غواړئ موږ یې یقیناً درکولی شو. دوی په ښکاره جلب و جذب کوي، همالته تمویلېږي او په وسلو سمبالېږي او د نړیوالو قوانینو خلاف پناهځایونه لري.»

ولسمشر غني په دې باب چې د افغانستان حکومت د دې پر ځای چې له پاکستانه غواړي چې طالبان سولې ته حاضر کړي ولي په خپله له طالبانو سره خبرې نه کوي، وویل، کله چې د طالبانو هر مشر خبرو ته تیار شوی پاکستان نیولی دی او څرګنده بېلګه یې د ملابرادر دی.

ښاغلي غني په عین حال کې وویل چې د افغانستان حکومت تل طالبانو ته د خبرو باب پرانستی دی.

ولسمشر غني وویل چې افغان امنیتي ځواکونو د پاکستاني طالبانو پر مشر ۱۱ ځلي برید کړی خو هر ځل بچ شوی دی مګر پاکستان یوه بېلګه نه لري چې ووايي د ملا عمر، ملامنصور او یا کوم بل طالب پر ضد یې حمله کړې ده. او دا په داسي حال کې ده چې منصور د پاکستان په خاوره کې ازاد ګرځېده او حتي د کراچۍ له هوايي ډګره یې پروازونه کول.

One thought on “ولسمشر غني پاکستان د افغانستان لپاره تر القاعده او طالبانو لوی خنډ وباله”
  1. زار شم له تا نه ولسمشره، او لعنت د وي پر هغو مغرضو او بې غیرته افغانانو چې لا هم د ولسمشر په کړنو، بریاو، دریځ، سپيڅلتیا، ژمنتیا، او…….. شک لري. او لعنت وایم په هغو په کور د ننه غلیمانو چې اوس هم کوښښ کوي تر څو دا وطن لا هم په تورتم کې وساتي تر څو د دوی کړیو مرداریو بویونه راپورته نشي او سبا د ملت لاس د دوی ګریوان ته ونه رسیږي. خو انشاالله چې د منافقین به د ملت په محکمه کې خپلې سازاګانې ویني.

ځواب ورکول بصیر اله قاسمي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *