ژباړن: ذبیح الله رحیمزی

۱: غرور د زده کړې مخه نیسي.

د زده کړې اصلي مخنیوی غرور کوي. تاسې به دا ایرانی ضرب ��لمثل اوریدلی وي ((پوښتنه کول عیب نه دی نه پوهېدل عیب دی)) مګر تاسې خپله قضاوت وکړئ چې څو ځل د غرور له امله مو نه دي غوښتي پوښتنه وکړئ. زما په نظر هغه وګړي چې په بېلا بیلو برخو کې د پرمختګ لوړو پوړیو ته رسیدلي هغه وګړي دي چې پر پوښتنه کولو شرمیدلي نه دي.

۲: تعصب د ابتکار مخه نیسي.

په نړۍ کې له تعصب پرته بل داسې څه نه شته چې د پرمختګ او نوښت مخه دې ونیسي. زموږ له ډېرو شیانو بد راځي او ور څخه کرکه کوو، خو پوهېږو نه چې ولې. که چېرې موږ د ژوند باوریو او چارو ته ځیر شو او پرې فکر وکړو؛ نو کومه ځانګړې فلسفه ورته نه لرو په داسې حال کې چې هره ورځ یې ترسره کوو. هرڅوک چې د تعصب له امله د ژوند نه جبرانېدونکي زیانونه کشف او پیدا کړي؛ نو پر مخ به یې نوې لارې پرانېستل شي او نړۍ به له یوې څېرې سره وګوري.

۳: لږ فعالیت مو د پرمختګ مخه نیسي.

مشک هغه دي چې خپله بوی ورکړي نه چې پلورونکی یې درته ووايي. که چېرې ټوله نړۍ ووايي چې تاسې با استعداده انسان یاست؛ خو ترڅو مو چې افکار او عقاید په ذهن کې پاتې وي؛ نشئ کولی پرمختګ وکړئ. نور وګړي به ستاسې څېرې او سلوک ته کوم ارزښت ور نه کړي، یواځې کله مو چې شونډې د خبرو لپاره وښوځولې کولی شئ پرمختګ وکړئ.

۴: ویره د دریدلو مخه نیسي.

ویره په اصل کې د ثابت قدمۍ او په خپلو باوریو بندیز دی. د نورو د قضاوت ویره، د نورو له خوا د رد د ویري   او د نه بریالیتوب ویره د دې لامل کیږي، چې هغه څه چې تاسې يې په ښه ترسراوي هم باوري یاست؛ خو له کولو به یې لاس په سر شئ.

۵: خیال او خوب د رښتینولۍ مخه نیسي.

بې خیاله اوبې خوبه انسان د زغمولو وړ نه دی که څه هم د ځان او هم د نور پر وړاندې وي.مګر په خیالونو کې ژوند د دې لامل ګرځي څو مونږ په غیر رښتیني نړۍ کې ژوند وکړو او کله چې د غفلت له خوبه پاڅیږو نو هغه وخت به ډېر ناوخته وي.

۶: د نورو بد غوښتل ستاسې خوښي له منځه وړي.

بد بینه انسان یواځې خپله نه، بلکې د خپلو خپلوانو ژوند هم تریخوي. دا ډول وګړي په ښکلو ماڼیو او ښکلو کورونو د پریښودو په تکل وي. باور وکړئ دا ژوند د هېچا لپاره د خپل ځان په ډول ستونزمن نه وي. تاسې کولی شئ له هغوی پرهیز وکړئ، مګر خپ��ه په هېڅ صورت نه شي کولی له خپل ځانه تېښته وکړي.

۷: ځان غوښتنه مو له ټولنې لرې کوي.

د انسان ژوند له نورو سره اړیکه لري. نو دې امله مونږ مجبور یو له نورو سره اړیکې وساتو. مګر هېڅوک له نورو وګړو سره دناستې پاستې خوښوونکي نه دي او نه به اوسي.

۸: شکایت د کوښښ مخنیوی کوي.

هغوی چې تل دمقصر په لټه او له نورو شکایت کوي؛ نو ده عملاً هڅو ته شا کړې ځکه دی د مقصر په لټه دی!

نو د دې ساده ګۍ له امله خپل ژوند مه خرابوئ.

۹: ځان لوړ ګڼل د محبوبیت مخنیوی کوي.

ټول انسانان خوښوي؛ څو د نورو په نظر کې ښه راشي، مګر کله چې د تل لپاره ځان قدرمتمند او ښه ښایو ټول له ځانه زړه توري کوو او له خپل ځانه یې تېښتې ته مجبور و.

۱۰: عادت کېدل د بدلون مخه نیسي.

عادت د بدلون مخه نیسي او ددې لامل ګرځي؛ څو کلونه، کلونه په یو زمان، یو موقعیت او ځای کې پاتې شو.

One thought on “لس بدې خبرې چې د لسو ښو خبرو مخه نیسي”
  1. محترم رحیمزۍ صا حب ،پرسیدن عیب نیست ندا نستن عیب است ،ایرانۍ نه ،بلکه افغاني متل دۍ هر څه چې په دري لیکل شوي وي ایراني نه دي د دري ژبي تا ریخي قدا مت له فارسی څخه زیات دۍ دري ژبه د فارسي ژبې مور ده، مننه

ځواب ورکول shahed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *