دا اثر د آلماني خبريال يورگن تودنهوفر لخوا ليکل شوی او افغان ورځپاڼه ليکونکي محمد زبير شفيقي پښتو ژبې ته ژباړلی. د کتاب ليکوال د داعش قلمرو ته د ابوبکر بغدادي په کتبي اجازه داخل شوی دی او نوموړي ددې خطرناکې او بې رحمه ترهگرې شبکې په اړه خپلې خاطرې ليکلې دي، نوموړي په لومړيو کې د داعش پيدايښت، عناصر او عوامل بيانوي ورپسې د لويديز موخې بيانوي او همدارنگه ليکوال د خپلې ارزونې په پای کې داعش ټول بشريت ته يو ستر خطر او د اسلام د بدنامۍ سبب گڼي.
نوموړی کتاب اکسوس کتاب پلورنځي چاپ کړی او لوستونکي کولای شي په مناسبه بيه يې له اکسوس کتاب پلورنځي ترلاسه کړي.

One thought on ““لس ورځې له داعش سره” کتاب چاپ شو”
  1. د کتاب ادرس ورکوی چی چاپ نور مونږ ورپسی ټول انترنیت لټ په لټ کړو کتاب لاسته نه راځی دا څه ملنډی دی چی کوی ای

ځواب ورکول عزت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *