دا هغه رواني ناروغ دی چې خپل زوی يې وژلی. له شکله، له سترګو له هيجاني حالته يې دا سړی روغ نه ښکاري. دا لېونی دی، سوچه لېونی. دغسې پېښې د نړۍ په هره سيمه او هر هېواد کې کېږي. هو، په دې وطن کې ډېرې کېږي.

په پاکستان کې به دې چې اخبار راواخيست داسې ورځ به نه وه چې په بډه بېره، شبقدر، صوابۍ، چارسده او سخاکوټ کې به يې د يوه فاميل واړه او زاړه ټول سره نه و غځولي. له سرګودهې او ساهيواله به ان له مړو سره د سيکس راپورونه راتلل. د مړو غوښې به يې خوړې. د انساناي اعضاو د قاچاق خبرونه اوس هم هلته ورځنۍ خبرې دي. له ځناور سره سيکس خو ان د مهذبې اروپا معاصر فېشن ګرځېدلی. د دې ټولو سرچينه رواني ستونزې دي. د نړۍ په هر کونج کې دغسې څه پېښېدای شي. خو په افغانستان کې دغسې بېلګې ډېرې دي. ولې؟

په پېښور کې د کډوالو يو رئيس صیب و. هره وخت به يې ویل مونږ له بحرانه “نيمه وتلی” ملت يو، ډېر توقعات مه لرئ. د هغه خبره مې اوس هم په غوږو کې ده. رښتيا هم مونږ له بحرانه “نيمه وتلی” ملت يو. همدا اوس عملا په بحران کې يو. دغسې پېښې په دغسې وضعيت کې عادي خبره ده. يو سړی چې کور يې داعش ور وسوځي. ډک دسترخوان يې د اشرف غني سياسي شعارونه ور تش کړي. ښځه ځنې ولاړه شي. ماشوم ده ته تنها ور پاته شي. ښځه ورته بېل پېغور، د زوی چيغې او ولږه يې اعصاب ور نارامه کړي. مور يې نه وي او ده سره حتا د شيدو پېرودلو پېسې نه وي. نو ته وا د دغسې يوې پېښې امکان لرې وي؟

راځئ! چې فکر وکړو. مونږ تاسې په خپله ټولنه کې چا ته پېغور نه ورکوو؟ که په پېغور پام را نه وړي بيا يې بېغرته نه بولو؟ که يو څوک وغورځي، لاس ورکوو؟ که يو څوک غوسه شي د بېرته عکس العمل په ځای مينه ورکوو؟ که سهوه وکړو، بښنه غواړو؟ ايا بښنه بېغرتي نه را ته ښکاري؟ ايا له خپل خوار او بې وزله ګاونډي سره مرسته کوو؟ خپله ډوډۍ له چا سره شريکوو؟ ايا زمونږ د صله رحمۍ ټولې دعوې دروغ نه دي؟ ايا مونږ نه يو چې په يوه کوچنۍ ستونزه کې را ګير ملګری مسخره کړو؟ يو څوک به وينو، چې ښکاره په ستونزه کې دی. بېکاره دی. بې وزلی دی. وږی دی. خو نه يواځې چې مرسته نه ور سره کوو بلکې لا يې له پامه غورځوو. حتا د ملګرو له ليسته يې باسو. ښه لباس، ښه خواړه، ښه موټر، ښه کور زمونږ د سړيتوب معيارونه دی. مونږ يواځې د سړيتوب فېشن کوو. يواځې نارې يې وهو. په عمل کې همدا مونږ يو چې په ټولنه کې مو فاصلې دومره زياتې کړي. انسانان له يو بله دومره په تېښته دي چې د يو بل له حاله ځان نه خبروو. سړی چې تنها شي. ځان بې اهميته ورته ښکاري. بيا يې ډول ډول سوچونه پسې واخلي. تشويش کوي. په خواشينۍ اخته شي. ممکن شيزوفرينيا شي. ممکن په سايکوسيس او نيوروسيس اخته شي. بيا چې کومه غير نورمال کړنه ځنې وشي. ټول چيغې وهو، هلۍ مونږ کې انسانيت نشته. هلۍ مونږ وحشي شوي يو.

اساسي حل دا ملت له دغه شته بحرانه وېستل دي. راځئ، دا ملت له بحرانه وباسو. يو بل ته لاس ورکړو. د يو بل له حاله خبر واخلو. له خپلو ګاونډيو او خپلو بې وزلو وطنوالو سره خپله ډوډۍ نيمه کړو. څوک مسخره نکړو. څوک په لوس لاس ليوني نکړو. دا ملت د کمترۍ په احساس مه اخته کوئ. دا عظيم ملت دی. دلته له څلوېښت کلنې جګړه سره سره هم مينه نايابه نه ده. انسانيت ورک نه دی. د علم تلوسه شته. همدا نن د ننګرهار د کامې د يو بزګر مېلمه شئ. خپله نيمه جواری به له يو ګيلاس شيدو سره له تا قربان کړي. لا هم د دې وطن په کورونو ميندې شته چې هر سهار په خپلو زامنو پسې اوبه شيندي. نن هم که زمونږ په کورونو په سره قالينه اوبه راڅښه توی شي، نه راته غوسه کېږي. وای “خير دی، روښنايي ده.” دوی اوس هم د کال لومړۍ ورځ په هفت مېوو لمانځي او د يلدا شپه يې نه ده هېره. لا هم “سمنک” پخوي او لا هم د جومات مسافر کور ته بيايي. ثواب يې بولي.

One thought on “لطفا دا ملت د کمترۍ په احساس مه اخته کوئ، ډاکټرنجیب ننګیال”

ځواب ورکول جانان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *