تاند، سه شنبه، د حوت ۲۰مه: د ولسمشرۍ نوماند لطیف پدرام د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پمپیو لخوا د عبدالله د موازي حکومت په اړه د ورکړي خبرداري په غبرګون ویلي، امریکا هیڅ هم نه شي کولای.

پدرام په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې امریکا پخپله د یرغل او اشغال ملاتړ کوي خو نور ګواښوي.

ښاغلي پدرام زیاته کړې: ((په زړه پورې ده چې داسې یو رژیم چې له جګړې، تجاوز او اشغال پرته د سولې او نیکمرغۍ، د بشري حقوقو ساتلو او مدني حقونو په نوم کوم شی نه پیژني.))

پدرام ویلي، که پمپیو او د هغه حکومت د خلکو حق، عدالت، تمدن او آزادې ارادې ته درناوی لرلای، نو غني به یې په زوره د افغانستان په خلکو د ولسمشر په توګه نه تحمیلولای: (( نه له امریکا ډاریږو، نه مو غولولای شي، امریکا هیڅ نه شي کولای، که خلکو اراده وښودله هغه څه به وشي چې پرون په سپیدار ماڼۍ کې وشول.))

پدرام دا خبرې په داسې حال کې کوي چې پرون منتخب ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم پر ځای کړل خو هم مهاله ورسره عبدالله عبدالله هم ځان ولسمشر اعلان کړ او لوړه یې وکړه، خو د امریکا د باندنیو چارو وزیر بیا نن خبرداری ورکړ چې امریما موازي حکومتونه نه مني او له یو حکومت سره کار کوي.

One thought on “لطیف پدرام: امریکا د موازي حکومتونو پر ضد هیڅ هم نشي کولای”
  1. داسی یو شخص دی دا خبری امریکا ته وکړی چی د امریکا د ډالرو مزه یی نه وی کتلی دا کوم موټر کی ګرځی تیل یی امریکایان یا ایرانیان یا پاکستانیان درکوی پدی کی شک نشته په همدی چوکی چی ناست یی همدی امریکا ورته کامیاب کړی یی

    نو که د ولس له مینځه څوک را جګ شی او دا نیوکه پر امریکا یا ناټو یا نړیوالی ټولنی یا نړیوال امنیت شورا یا نور نړیوال سازمانو باندی ونیسی حق یی دی

    معلومه خبره ده چی امریکا تر پرونه پوری همدی جنګی ډلو ټپلو ته مفت یا وړیا ډالر ورکول چی نن همدا ۱۹ کلن یا ۴۰ کلن لنډغر یی په مقابل کی دریدلی
    کچیری امریکا په رښتیا دلته قوی نظام غواړی نو لومړی دا ډول لنډغر او جنګسالاران د طالبانو د بندیانو پر ځای بګرام او پلڅرخی زندان ورخطا کړی چی پوه شی بندیخانه څومره درد لری او داسی ورځ ورباندی راولی چی بیا هیڅ نړیوال آبر قدرت ته ونه وایی چی له لویو لویو بمونو کار واخلی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *