راپور: توریالی همت –
د لغمان سمسوره ولسوالۍ قرغیو کې دعزیز خان کڅ ځوانان دالفت صیب مزار ته نژدي دیوي درنې ادبی اوفرهنګي غونډی کوربانه وو.
ځوانانو د خپلي سیمي د ځوان لیکوال، شاعر او ژورنالست رفیع الله روشن د څلورو چاپ شویو کتابونو د مخکتني لپاره میلمانه رابللي وو .
دعزیز خان کڅ دځوانانو په نوښت داغونډه درواني جدي میاشتي په دولسمه نیټه د جمعي په مبارکه ورځ ترسره شوه چې د ختیځ پرته د کابل ادبپال او فرهګنپال یې هم برخوال وو .
د مخکتني غونډی دویاندوي چاري انجینر وحید اسلام کولي پیل یې قاري صیب ذبیح الله د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره وکړ.
د ارواښاد استاد الفت په خاورین کلي کې د «صهیب خصوصی لیسی » په انګړکې جوړي شوي دي غونډی دري برخې لرلي لومړي یې د وینالو، دویمه د ښاغلي روشن پرکتابونو لیکل شویو مقالو او دریمه هغه یې ازاده شرنکیدلي مشاعره.
پرانیستي وینا دغونډي یو سمبالکر ځوان لیکوال او ژورناست محب الله الله یار وکړه .هغه وویل چې داغونډه دکڅ ځوانانو جوړه کړي او ویاړ یې هم دهمدوي دي .
ښاغلي الله یار وویل چې دروشن په اړه یې داغونډه په دي هدف جوړه کړي ترڅو هغه خپل پیل کړي کار ته لا دوام ورکړي .
ده وویل « داغونډه مو لومړني ده خو وروستي به نه وي مونږ به دځوانانو د ادبي تندي خړوبولو او دنورو ځوانانو دهڅولو په خاطر ورته نورو ناستو ته هم دوام ورکړو »
بیا دیني عالم رفیع الله فلاح ته بلنه ورکړل شوه ده هم پخپلو خبرو کې دځوانانو لخوا جوړه شوي یاده غونډه ګټوره یاده کړه او وویل چې داکار به دځوانانو ظرفیتونه لوړ کړي .
ښاغلی فلاح دغه راز دروشن پرشخصیت او لیکوالي خبري وکړي هغه یې دکار ځوان وباله او وویل چې پخپله یې دروشن څو کیسی لوستي چې دمانا او پیغام له پلوه ډیري په زړه پوري دي .
ورپسی دننګرهار پوهنتون استاد لیکوال او شاعر هجرت الله اختیار دریځ ته راپورته شو او دروشن پرشخصیت ، لیکوالي او شاعري یې خپلي خبري وکړي .
هغه وویل روشن دستایلو دي ځکه په کم عمر کې یې اوسني کار دپام وړدي هغه وویل په ټولنه کې ډیرخلک اوسیږي خو یونیم یې بیا دپام وړ کار وکړي .
« روشن څلور کتابونه لیکلي دي مونږ دانه وایو چې روشن ډیر غټ کار کړي هغه ځوان دي لا نور کار به هم وکړي زمونږ ددي غونډي هدف هم دادي چې مونږ روشن ته شاباسی وايي ترڅو نور کار هم وکړي »
هغه وویل پخپلو مشرانو او ځوانانو افتخار کوي چې دروشن صیب دنازولو او ستایلو لپاره سره راټول شوي دي .
دکڅ ځوانانو په استازولي استاد ځلاب الدین ځلاند هم خبري وکړي او وویل چې روشن یې دکلي یو فعال ځوان دي چې په خبره یې یو مهال دده شاکر هم پاتي شوي.
دهیواد تکړه لیکوال او شاعر قاضی محمد حسن حقیار هم په دي غونډه کې خپله وینا کډونوالو ته د روشن په اړه واوروله.
هغه وویل روشن په ځوانه ځواني کې ډیر کار کړي چې په خبره یې کاریې دستایلو دي هغه وویل پخپله روشن سره یې خوریه یې هم ددفتر همکار پاتي شوي دي .
دغونډه دویمه برخه کې لیکل شویو مقالو ته ځانګړي شوي وه پیل یې دښاغلي رحمیداد ساحل څخه وشو چې هغه درفیع الله روشن ژوند لیک ولوست .
ښاغلی ساحل دغه راز دروشن پرلیکل شویو اثارو په ځانګړي ډول شعرونو او لنډو کیسو هم خپل لیکل ولوستل .
ورپسی بریالی انتظار دروشن پرلنډو کیسو خپله مقاله ولوستله هغه وویل دروشن کیسی دموضوع له پلوه ډیري په زړه پوري په ساده ژبه او لنډو سره تړلو جملو لیکل شوي دي.
دغه راز دکلید راډیو خبریال توریالی همت دروشن څو اړخیز شخصیت ترسرلیک لاندي دهغه پرشخصیت ،شاعري او لیکوالي خپله مقاله ولوسته .
هغه وویل « ژبه یې خوږه ده ډیرکله یې پرشونډو مسکاخوره وي هڅاند شخصیت لري ،پخپلو ملګرو مینه ویشونکي دي دمیلمه پالني اړخ خو یې دومره پیاوړي دي چې دخپل کابلی دفتر څخه یې دکلي دیره جوړي کړي ده.»
بیا احمد فرهاد احمدي دریځ ته راوبلل شو او دروشن پرشاعري او لیکوالي یې خپله لیکنه دغونډی برخوالو سره شریکه کړه .
عبیدالله جبارخیل چې دښاغلي روشن کلیوال شاعردي هغه ته یې خپل یو تازه لیکل شوي شعر ډالۍ کړ .
ورپسی دریځوال قومي مشر حاجی جنت ته بلنه ورکړه او دهغه په لاسونو دکڅ میشتو ځوانانو لخوا برابرشوي ستاینلیک رفیع الله روشن ته وسپارل شو .
بیا ښاغلي روشن ته دخبرو وار ورکړل شو هغه له کڅ میشتو ځوانانو مننه وکړه چې دده دکتابونو مخکتني لپاره یې غونډه جوړه کړي وه .
هغه وویل ځوانانو په دي کار دهغه مسولیتونه لاډیر کړل او ترده وروسته به کوشش وکړي چې خپلي هڅي لاکړندي کړي.
دغونډي دریمه برخه کې ازاده مشاعره شوه چې ګڼو ځوانانو شاعرانو پکې خپل شعرونه ولوستل اودمشاعري خوند خو هله لا نور زیات شو چې یو نیم ترنم کوونکی به پکې دغونډي کډونوال دترنم په ټال وزنګول .
د ماښام تیارو دغونډي پرفضا خپل تور څادر لاغوړولي نه ووچې دروشن دمخکتني غونډه دمعلم صیب ناظم په دعایه پای ته ورسیده .
زه د دی مخکتنی د غونډی ګډونوال وم، غونډه بلا خوندوره وه، خو د همت راپور تری کم نه دی، همت ډیر ښه راپور لیکلی…