دوى داسې فکر کوي، چې په وهلو، ډبول  او اخطار به ستونزه حل شي.

ستونزې، هغه څوک حل کولاى شي، چې رازېږولي يې وي.

يوازي د ځان د سپيناوي لپاره د خلګو ږغ په وهلو او وژولو نه چوپيږي.

اوس هغه وختونه تېر شوي دي، چي د هر اداري فساد په وړاندي به خلګو څه نه شواى ويلاى.

اوس، چي په څومره کچه د حقيقت پټولو هڅې کېږي، په هماغه کچه حقيقت د خپلو ملګرو په مرسته ځان ښکاره کوي.

قلموال، خبريال، شاعر او …. يوازي يو کس نه دى.

دوى لکه د ځنځير کړۍ، د يوې په ښورولو ټول غبرګون ښيي او ږغ پورته کوي.

هر خبريال او ملګري يې هر يو د يوې ټولنې، د يو ولايت او ان د بشپړ هېواد استازى دى.

 خلګ هغه څوک خپل استازي ګڼي، چې د دوى زخمونه ملهم کړي.

خبريالان او د قلمي سنګر نور اتلان وسله نه لري، په زور يې ځمکي نه دي لاندي کړي، څوکۍ نه غواړي، خو حق هم تر پښو نه شي لاندې کولاى.

که دوى د حقيقت، عدالت، توازن او ريښتنولۍ پلويان نه واى، نو اوس به يې  دلوړو ودانيو جګو دېوالونو هم د ډېرو کمزورو کورنيو څخه لمر ګرځولاى واى.

نه، نه هيڅکله نه !

هر کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د همدې قلمي سنګر اتلان خپل سرونه قربانوي، خو هيڅکله خپل فکرونه، خپل ږغ، خپل قلم، خپلې ګوتې او خپل مايکروفون د يو لوى خيټي تر ناز او فرمايش نه شي قرباني کولاى.

يو شمېر لوى خيټې ، چي د مظلومانو په وينه يې لا تراوسه هم سږمې سرې دي، داسې انګيري چي سرې سترګې، په لوړ ږغ د مرګ ګواښ او نوري ناودو دي به يې د قلم پر اصيلو ملګرو کوم اغېز و کړي.

دا سي فکر نور د اوبو دسر کرښي دي او بايد په دې پوه شي،چې ( لمر په دوو ګوتو نه پټيږي) او دا دي هم په ياد ولري، چې ( د ظلم کاسه نسکوره ده. )

هر وخت په هر ځاى کې د فرعون د بربريت په وړاندي خداى موسى پېداکړى، چې اخر د فرعوني غروره ډکې خولې د نيل له خټو ډکې شوي دي.

پښتانه په داسې وخت کې يو بل ډېر پرځاى متل هم کاروي، چې ( حق نوم د خداى دى)

نو اې د واک پر ګدۍ ناستو! تاسې کله په خپل کمزوري انساني فکر او زور، د خداى نوم ته، چې په ټولنه کې د حق په نامه هم پېژندل کېږي، کوم تاوان رسولاى شئ؟

که کوم يو لږ هڅه هم کړې ده، نو په ټولنه کي داسي کسان شته، چې د دوى مخونه يې د رسوايي په سکرو( زغال) ور تور کړي دي.

نور بس دى !

پرېږدئ، چې حق ، حقدار ته ورسيږي.

 تاسې پوهېږئ ! دا د قلمي سنګر ريښتني اتلان دي، چې د ټولنې د سمون په موخه د حق په لټون پسې شپه او ورځ ګرځي.

د دوى مخه هيڅوک نه شي ډب کولاى.

که څوک دخبريال، قلموال، شاعر او نور… په وړاندې دريږي يا خنډ جوړوي ، نو هغوى يوازي د سيلاب په وړاندې د شګو بندونه تړي.

د شګو بندونه د سيلاب په مخ کې هيڅ دي، د خاورو او خاشاکو په ډول به يې له ځان سره وړي.

٢٠١٤، جنوري، درېيمه ، کندهار

One thought on “لمر په دوو ګوتو نه پټيږي/ ابراهیم سپېڅلی”
  1. لیکل لوستل نور سړی ستړی کوی! څکه څوک دی چهعمل وکړی ژوندی مثال دخوست ولایت تر سناک او چپ ډارن ژور نا لیستا ن دی په ټول خوست کی هغه سا بقه طرخه او ډیزاین شوی چه ۵ کا لنه سابقه لری تر اوسه هغه پروژی په یو او بل نام دلږ حراکت په حا ل کی لیدم کیږی ولی ژورنا لیستن چپ دی څکه دوالی صاحب په کور کی میلما ستیا ګانی عیش او نوش ساز او سرود او جیب خرڅ ورکول کیږی نور نو څه ؟ که حقا یق دوویل فورا= دوالیصاحب لخوا ملی امنیت ته معرفی کیږی نو بیا دحال ګوره وای په تبه دنیسم مرګ ته به راضی شی دا واقعیت ده داحقیقت ده نو که غواړی ملی امنیت کی شپی او ورڅی تیری کړی ا بند یان شی واقعیت ووایاست حقیقت ووا یاست والی دڅا رنوال سره ده دقضا سره ده دامنیت ملی سره ده دشورای امنیت سره ده دغسی مشکل به درته جوړ کړی چه بیا به دخدای خلا سوی اوبس نر ستاسو او قضا وت رښتیا مه وایاست حقایق مه وایاست.

ځواب ورکول سید الر حمن زیا ر مل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *